دوه ناروغان/ ژباړن: ارش ننګیال

دوه ناروغان د روغتون په یوې خونې کې بستر شول، یو کس چې د کړکۍ ترڅنګ پروت و، کولای یې شول چې شپه ورځ کې یو ساعت په خپل ځای کې کېني. دده ځای د کړکۍ ترڅنګ و، خو بل کس ته هیڅ اجازه نه وه چې له ځایه پورته شي او یا هم کېني.

د کړکۍ د څنګ ناروغ به یو مازیګر بل مازیګر له کړکۍ نه بهر کتل او څه به یې چې لیدل بل ناروغ ته به یې ویل.
د کړکۍ د څنګ ناروغ له به ویل:

ـ وګوره! بهر د سیند غاړه ده، ګڼې ونې او ګلان هم لري، هرڅوک سیل او چکر ته راځي، ماشومان، مېرمنې، نارینه. هلته وګوره هلته د ګلونو څنګ کې دوه مین ناست دي…..

دده له خبرو سره به پروت نارواغ د خوښۍ احساس کاوه، د ژوند تېرې خاطرې به یې ذهن ته راغلې او له هرې خاطرې نه به یې خوند اخیسته، دی نور عادت شوی و، تل به د مازیګري په تمه و.

یو سهار چې کله له خوبه راپورته شو ګوري چې د کړکۍ د څنګ ناروغ مړ شوی دی.

څه وخت وروسته ناورغ له ډاکټرانو وغوښتل چې دده ځای د کړکۍ څنګ ته جوړ کړي، خبره یې ومنل شوه او ناروغ یې د کړکۍ څنګ چپرکټ ته بوته. ناروغ چې له ځایه نه شو پورته کېدای په ډېر زحمت او د لېچو په زور یې ځان کړکۍ ته نژدې کړ، اوږده ساه یې واخیسته لکه له ډېرو هلوځلو کې خپلې موخې ته رسېدلې وي، اوږده ساه یې واخیسته او په خواږه نظر یې له کړکۍ باندې وکتل. ناروغ حک هیران شو او اه یې له خولې ووت، له کرکۍ بهر یوازې سپین دیوال ښکاریده او بس. ناروغ ګومان وکړ چې شاید دیوال نوی جوړ شوی وی، له نریسې یې پوښتنه وکړه:

ـ دلته څه روان دي؟ له دې کړکۍ نه خو هیڅ هم نه ښکاري؟ ملګري به مې د ساحل، ګولنو یادونه کوله؟
نرسې یې په ځواب کې وویل:
ـ هغه ناروغ ړوند و.

کابل / ۱۳/۰۷/۲۰۱۵
( د مسعود لعلي به کتابه / بهشت یا جهنم انتخاب با شماست)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...