د مینې توری/ لیکواله: نعیمه غني

پلوشه به تل خفه وه. هغه تل یوازې ګرځیده، ځکه له هغې سره هیچا ملګرتیا نه کوله. د پلوشې همځولي هلکان او نجوني له هغې نه لرې تلل او دا به یې بد خویه نجلۍ بلله، ټولو به ویل چې هغه تل خفه وي او په وړو، وړو خبرو مروریږي.

خو پلوشه له دې حالت نه ډیره ستړې وه. هغې غوښتل یې چې لکه نور ماشومان لوبې وکړي، او ښې ډيرې خورلڼې ولري. پلوشې د ساعتیرۍ لپاره یوازې یو کتاب درلود چې ښوونکي یې هغې ته ورکړی و. هغه ډیر ښه انځوریز او رنګه کتاب و، ډير ښه شیان په کې لیکل شوي و. ښوونکي یې هغي ته ویلي وو چې په دې کتاب کې د ژوند د ضروري خبرو او کلمو نومونه لیکل شوي دي، ته دې هره ستونزه په دې کتاب کې حل کولی شې! او همداسې هم وه.

کله به چې پلوشه له کومي ستونزې سره مخ شوه نو د کتاب په پاڼو کې به یې هغه کلمه پیدا کړه کوم چې ستونزه ترې پیدا شوې وه. کله به چې پلوشې هغه لارښوونې زده کړې چې په کتاب کې به ورته اشاره شوې وه او یا به یې هغه کار وکړ چې په کتاب کې به یې سپارښتنه شوې وه. نو د هغې ستونزه به حل شوه. مګر د هغې د یوازې توب ستونزه هغه کتاب هم نه شوه هوارولی.

یوه ورځ هغه یوازې د یوه باغ په کونج کې ناسته وه، نورو نجونو او هلکانو په باغ کې لوبې کولې. پلوشې په ډيره مینه د هغوی لوبو ته کتل. څو شیبې وروسته انور چې نوی د هغوی کوڅې ته په کډه راغلی وو، راغی، د هغې تر څنګ کیناست او سلام یې ورکړ. انور یوه پښه نه درلوده ځکه خو به په لوبو کې ژر ستړی کیدو او له لږ لوبو وروسته به یې دمه کوله.هغه خپلې پښې ته لاس کړ او وویل: اخ نن مې پښه ډيره خوږیږي. بیا یې له پلوشې نه پوښتنه وکړه: ته ولې یوازې ناسته یې؟ ولې له موږ سره لوبې نه کوې؟ پلوشې سوړ اوسیلی ویست بیا یې وویل: زما سره څوک لوبې نه کوي. هغوی وایي! چې زه ډیره بده یم،او تل جنګ کوم. یوه شیبه چپ وه بیا یې لږ په زوره وویل: خو دوی هم له ماسره لوبې نه کوي ځکه خو زه هم له هغوی سره جګړه کوم!

انور ورته وویل: نو ته چې له هیچا سره لوبې نه کوې خپل وخت په څه شي تیروې؟ زړه دې نه تنګیږي؟

پلوشې وویل: زړه مې تنګیږي خو زه مې له خپل کتاب سره لوبې کوم، دا کتاب مې ماته ښوونکي راکړی او هر څه په کې شته، زه چې کله له کومې ستونزې سره مخ شم نو دا کتاب ماته د حل لاره راښيي.

انور پوښتنه وکړه: نو ولې دې په کتاب کې د یوازیتوب ستونزه نه حل کوې؟

پلوشې یې خبره پرې کړه وویل: هر څومره مې چې په کې وکتل خو د دې ستونزې حل مې په دې کتاب کې نه پیدا کیږي.

انور وپوښتل ته دا راته ووایه چې ته څنګه خپلې ستونزې په کتاب کې ګورې؟

پلوشې وویل: کتل یې آسانه دي.د خپلې ستونزې نوم د هغې د لومړي توري له مخې په کتاب کې لټوم بیا مې چې پیدا کړ یا د ستونزې حل په هغې کې لیکل شوی وي، او یا هم د هغې لپاره یو بل توری لیکل شوی وي. چې د هغې کلمې په زده کولو سره مې ستونزه حل شي.

انور د هغې نه کتاب واخیست او په هغه کې یې د (ی) توری پیدا کړ او بیا یې د (ی) په توري پورې اړوندو کلمو کې د یوازیتوب کلمه ولټوله د یوازیتوب د کلمې په پانه کې لیکل شوي وو(( له نورو خلکو سره مینه، د هغوی په احساساتو کې شریکدل، له هغوی سره په ګډه ژوند او لوبې کول د یوازیتوب ستونزه له مینځه وړي!))انور چې پوه شو چې د یوازیتوب د ستونزې حل په مینه او پخلاینه کې دی نو د مینې د کلمې پلټل یې په کتاب کې پیل کړل، د مینې کلمه یې د میم په توري کې ولټوله خو په کتاب کې د میم توری هیڅ نه وو. او دمینې کلمه چې د میم په توري شروع کیږي د کتاب په یوه پاڼه کې هم نه وو.

ده د کتاب پاڼې یو ځل بیا په ډیر ځير وکتلې او د ټولو پاڼو شمیره یې هم تر سترګو تیره کړه، له ډیرو کتلو وروسته یې پام شو چې د کتاب یوه پاڼه(ورقه) نه شته.

له پلوشې یې وپوښتل چې دا پاڼه چیرې ده؟ پلوشې وویل: نه پوهیږم ما خو هغه نه ده پریکړې خو یوه ورځ مې واړه ورور زما د کتاب یوه پاڼه پرې کړه ما هغه د کتاب تر پوښتې لاندې په پوښ کې ایښې ده. انور د کتاب د پوښتۍ له شانه هغه پاڼه چې ځو ځایه قات شوې وه راواخیسته پاڼه یې سمه کړه او په کتاب کې یې کیښوده بیا یې ولیدل چې په هغې کې یو لوی میم لیکل شوی و د میم تر څنګ د مینې کلمه لیکل شوی وه، او بیا لیکل شوي و (( که ځوک له خپلو همزولو سره مینه او دوستي وپالي او په وړو وړو خبرو خفه نه شي د هغوی خبرې په ځیر سره واوري، په هکله یې فکر وکړي اوځان له خپلو همزولو لوړ ونه ګڼي نو له هغه سره به ټول مینه پیدا کړي او هغه کس به په ټولو ګران وي.))

پلوشې هغه پاڼه ولوسته او په خوشالۍ یې وویل : زه ځم چې له نورو سره خپله ستونزه حل کړم، یو څو ګامه لاړه، بیرته راغله او له انور نه یې مننه وکړه چې د دې ستونزې په حل کې یې مرسته ورسره کړې ده. بیا یې ورته وویل: دا کتاب ته امانت درسره واخله ته دې ته ډيره اړتیا لرې د خپلې پښې په خاطر که له کومې ستونزې سره مخ شوې نو د خپلې ستونزې حل په کې پیدا کړه. انور وویل: مګر دا خو ستا کتاب دی. پلوشې وویل: مګر ما خو اوس د مینې کلمه زده کړی او دا کتاب په مینه تاته درکوم، کله چې دې ستونزې خلاصې شوې هغه کوم بل اړ کس ته ورکړه. خو له دې کتاب سره ډير پام کوه! چې کومه پاڼه ترې پرې نه کړې ځکه بیا به ته هم لکه ما غوندې له لویې ستونزې سره مخ شې، په دې سره پلوشې او انور په کړس کړس وخندل، انور کتاب ترې واخیست او پلوشه د خپلو همزولو خواته ورغله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...