ماشوم ته مو داسې مه وایئ! ژباړه: نعیمه غني

ځينې وختونه مو ماشوم ملامتوی په داسې حال کې چې هغه له خپل عمر سره مناسب چلند کړی او خپل احساسات یې ښکاره کړي دي، نو ښه به دا وي چې د خپل ماشوم احساسات مو سم درک کړی او ځينې خبرې هیڅکله خپل ماشوم ته ونه وایئ. لکه:

(همدلته دې پریږدم او درنه ځم!)

د دې جملې ویل له یوې سختې او ستړې کوونکې ورځې وروسته چې ماشوم مو د لوبو د خرڅولو د یوې هټۍ او بلې مغازې تر مخ دریږي او د اخیستلو ټینګار کوي د درک کولو وړ ده، خو په داسې حال کې چې ماشوم مو په مناسبو شرایطو کې نه دی په داسې حالت کې له دې چلند سره سم د یوازیتوب او رټلو احساس کوي. ممکن د ناامنۍ احساس او له هغې وروسته د ویرې احساس وکړي. نو له همدې کبله هیڅکله ماشوم د پریښودو له ګواښه مه وریروی. کله چې په ښار کې دریږي او د نه تګ ضد کوي، ورته ووایی( یا راسره لاړ شه یا دې له لاسه نیسم او له ځان سره دې بیایم!)

 ( ولې د ….. په څير نه یې؟)

دا ښکاره خبره ده چې ستاسو ماشوم نه شی کولی چې د هیچا په څير شي. موږ یو هم نه شو کولی. کولی شو؟! د ماشوم بې ارزښته شمیرل له هغه سره مرسته نه کوي چې ښه احساس ولري. له نورو سره د خپل ماشوم په پرتله کولو هغه ته دا احساس ورکوی چې هغه په ټيټه کچه کې موقعیت لري او دا د یوه خاص فعالت د ترسره کولو لپاره مناسبه لاره نه ده. کله چې ماشوم خپل ځان له نورو څخه ټيټ حس کړي خپله روحیه له لاسه ورکوي. ښه به وي چې د خپل ماشوم د قوت او ضعف ټکي ومنو.

 ( زه دې پروا نه لرم!)

تاسو پوهیږی چې د دې جملې معنا څه ده. په اصل کې یې پروا لری ځکه خو ناراحته یاست. ښه، نو ولې داسې وایی او د دې سبب کیږی چې هم تاسو او هم مو ماشوم د نارامۍ احساس وکړي؟! دا ډول د نه پاملرنې حس ممکن په عادت باندې بدل شي. ښه پوهیږی چې مور او پلار د ماشوم لومړنۍ الګو وي او د چلند تقلید یې کوي.

 (ته پوهیږې چې زه څه وایم؟)

دا ښکاره ده چې هغه ستاسو په خبره نه دی پوهیدلی نو ولې هغه داسې وښيي چې پوهیدلی؟! په وار وار د دې خبرې تکرار د هغه له پوهیدلو سره مرسته نه کوي او یوازې هغه تحقیر کیږي او تاسو نور هم غصه کیږی. له سره یې شروع کړی او دا ځل کوښښ وکړی چې ساده او اسانه یې ورته ووایئ.

 ( بښنه وغواړه!)

په داسې حال کې چې ستاسو ماشوم نه پوهیږي چې ولې بښنه وغواړي. او له هغې سره سره بیا هم ښايي دا کار وکړي. دا اړینه ده چې ماشوم ته مو بښنه غوښتل ورزده کړی خو له دې نه مهمه خبره دا ده چې هغه ته ورزده کړی چې ولې باید بښنه وغواړي. چې په دې توګه د هغه هم خپلو تیروتنو ته پام کیږي او هم یې د جبران حل لاره زده کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...