په څو کلنۍ کې ماشوم ته قوانین ورزده کړو؟/ ژباړه: نعیمه غني

په اوسنۍ نړۍ کې د ماشوم روزنه یوه د پاملرنې وړ مسئله ګرځیدلې. دا خګه چې اوسني ارواپوهان او د ښوونې او روزنې ماهرین که له یوې خوا د ماشوم د حساس طبیعت له امله له هغه سره په مناسب چلند ټینګار کوي نو له بله اړخه دا هم اړینه ګڼي چې ماشوم ته دې یو لړ اصول او قواعد چې د ژوند په بیلابیلو پړاونو کې ضروري دي ور وښودل شي تر څو مو راتلونکې ټولنه له روزنیزه اړخه یوه مطلوبه او انساني اصولو ته ژمنه ټولنه واوسي .مطلب دا چې که ماشومانو ته قوانین او اوصول وټاکل شي نو یادې موخې ته په رسیدلو کې به مو مرستندوی واوسي. مګر دا چې دا قوانین کله او څه وخت ماشومانو ته ورزده کړو، لاندې لیکنه د دې پوښتنې په ځواب کې راسره مرسته کولی شي

ښایي تر اوسه به مو په دې هکله فکر کړی وي،چې ولې ماشومان له قوانینو نه په تیښته کې دي.کله چې یو امر یا خبره د قانون په توګه په کور کې رامنځ ته کیږي، لومړنی غبرګون د هغه څخه دځان خلاصون او دفاع غبرګون دی او طبیعي ده چې ماشوم هم د هغه قانون په وړاندې دریږي او له ځانه دفاع کوي. خبره دلته ده چې د قانون ښوونه او پلي کول د ماشومتوب په لومړیو کې شروع کیږي او که دا ښوونه وروسته پیل شي نو د هغې پلي کول به ډیر ستونزمن وي.

د قانون د زده کړې عمر: 

د ژوند د ریښتونو مهارتونو د زده کړې لپاره مناسب عمرد ۳کلنۍ څخه تر ۸ کلنۍ پورې دی.او که یو لړ بنسټیز او د ژوند په اوږدو کې اړین قوانین د عمر په همدې محدوده کې ماشوم ته ورزده کړی شي. نو کیدای شې چې ډاډمن واوسو چې ماشوم به مو یو سالم فردي ټولنیز ژوند ولري. همدارنګه د احترام یا درناوی د قانون د زده کړې لپاره تر ټولو ښه عمر د ۵ کلنۍ نه تر ۷ کلنۍ پورې عمر دی، او په دې عمر کې ماشوم کولی شي چې د قانون مانا د هغه له سمو اعمالو سره په کور کې ومومي.ډیرې کورنۍ د خپلو ماشومانو د ناسم چلند څخه شکایت کوي، چې په دې شکایتونو کې د کورنیو او ماشومانو تر منځ څو مشترکې وجې شتون لري،او په حقیقت کې کورنۍ د خپلو ماشومانو په پیژندلو او د هغوی د روزنې تګلاره چې دوی یې په خپل کور کې لري له ستونزو سره مخ دي او داسې ګمان کوي چې دا ماشومان دی چې باید بدلون وکړي،خو له لږ وخت وروسته یې پام کیږي چې دا ستونزې د دوی له خوا د مناسبو قوانینو د نه وضع کولو او په کور د ننه د مناسبې روزنې د نه شتون له کبله چې ماشومان ورسره مخ وو رامنځ ته شوې. ډيرې کورنۍ خپل ماشوم ته پرته له قیده، شرطه او پرته له کوم ټاکلي محدودیته مینه ورکوي او د خپلې مینې لپاره کوم ټاکلی حد نه ټاکي خو د وخت په تیریدو سره د خپل ماشوم د نارضایتۍ نه تعجب کوي. په داسې حال کې چې د دې نارضایتۍ علت د دوی خپل دایمي مینه ناک رفتار دی. دې خبرې ته په پام سره باید ووایو چې د ماشوم روزنه یا تربیت له هغو اساسي مهارتونو څخه دی چې د نوی نسل په سالمه روزنه کې اساسي او مؤثره ونډه لري، او دا یوه مهمه دنده ده. نو چې هر څومره دې دندې ته په ښه توګه پاملرنه وشي په راتلونکي کې به قانونمنده او سالم کسان ټولنې ته وړاندې کړو.

قانون او تمې یا غوښتنې:

هره کورنۍ له خپلو اولادونو نه ځينې تمې او غوښتنې لري، نو له دې کبله کورنیو ته ښایي چې د خپلو انتظاراتو سره سم کوم چې دوی یې له خپلو اولادونو څخه لري قوانین وضع کړي.

د سبق ویل،خبرو ته غوږ ایښودل،ضد نه کول، له نورو سره مرسته،په وخت کورته راتلل،دروغ نه ویل او دې ته ورته نورې مثبتې اخلاقي ښوونې د ښو رفتارونو له ډلې نه دي، او کورنیو ته ښایي چې د نیکو مشوقونو په وړاندې کولو سره هڅه وکړي چې د ماشوم مثبت رفتارونه تشویق کړي او د هغوی د ناسم چلند په وړاندې غبرګون وښیي او قانون وضع کړي.

خبره دلته ده چې که روزنه د ماشوم د ودې په کلونو کې د ۳ کلنۍ نه تر ۸ کلنۍ پورې ورکړل شي د کورنیو لپاره به په راتلونکي کې ډيره ګټه ولري د ماشوم د رفتار په وړاندې د قانون وضع کول، او بیا د هغه پلي کول د ماشوم د عمر په لومړیو کلنو کې ډیر ګټور کار دی ځکه چې له یوې خوا ماشوم په کور کې د قوانینو او اوصولو په شتون کې ځان خوندي احساسوي او پوهیږي چې کوم کار تر سره کړي او له کوم کار نه ډه ډه وکړي. له بلې خوا د نوې ځوانۍ په دوره کې بیا کورنۍ کولی شي له هغه نه په زغرده غوښتنه وکړي چې په قانون عمل وکړه.

نه یوازې د قانون د زده کړې عمر بلکې د هغه د پلي کولو انداز هم د هغه په اغیزمند توب کې ډیره ونډه لري. له دې کبله د قانون د عملي کولو د افراط او تفریط مسئله په کورنیو کې ډيره عامه ده او په اصل کې خبره دا ده چې په دې هکله د تعادل ساتل ډير ستونزمن کار دی. خو پلي کول یې بیا ضروري دي. د قانون په پلي کولو کې له حده ډيره سخت ګیري ممکن په ماشومانو کې د ویرې، وارخطايۍ، د ماشوم د نوکانو ژول، ګوتې رودل او دا ډول نورو عادتونو سبب شي. همداراز څومره چې ماشوم لوییږی خپل سری او آزاد طبیعتۍ ته مخه کوي او نه غواړي چې د قانون تر بار لاندې راشي.

ژباړنه: ګرانو لوستونکو! ماشومان د یوې له ګلو نه ډکې څانګې په څير دي یو بې وخته نری باران هم په هغوی بده اغیزه کولی شي نو هیله ده چې د قوانینو په وضع کولو کې له ډير افراط نه کار وانخلئ او په عامه اصطلاح عسکري قانون(چې ډير وچ او ستړی کونکی وي) وضع نه کړئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...