پښتو فولکور کې د ماشومانو برخه/ ارش ننګیال

ایا د ماشومانو فولکلور ښوونیز دی؟
د بي بي سي په تعلیمي پروژو کې مې په (اللو للو…..) یوه خپرونه جوړه کړه، ځکه دا پوښتنه له پخوا نه زما ذهن کې ګرځېده راګرځېده چې ولې ماشوم ته (اللو للو…) وایی؟ ایا د څو ورځو او یا څو میاشتو ماشوم په دې خبرو پوهېږي؟
کله مې چې د خپرونې لپاره څېړنه پیل کړه او د ماشومانو له ارواپوهانو او کارپوهانو سره مرکې وکړې، ټول په یوه خوله وو چې، هو! اللو….. په ماشوم اغېزه کوي.

ماشوم د خپلې مور له غږ سره مینه لري، تل یې زړه غواړي چې دا د مهربانۍ غږ واوري، د مور له غږه خوند اخلي، د مور مهرباني، مینه، عاطفه او د مور د غېږې حرارت احساسوي، یانې مور چې څه کوي ماشوم یې احساسوي او پوهېږي پرې.

اوسنی طب خو لا دا نظر هم لري چې د مور د ژوند څرنګوالی ان د امید وارۍ پر مهال هم په ماشوم اغېزه لري.
زه چې کله هم د ماشومانو فولکور یا شفاهي ادبیات لولم یا یې اورم نو تعجیب وکوم چې موږه په یوېشمه پېړۍ یا هم د پرمختګ اوج کې، خپلو ماشومانو ته دومره کار نه دی کړی لکه څومره چې تېرو نسلونو، پېړۍ، پېړۍ پخوا کړی دی.
ایاهغوی د ماشومانو اراواپوهنه لوستې وه؟

دلکارنګي په خپل کتاب، د (ژوند قانون) کې وايي ( په ځینو برخو کې له غټانونه ماشومان ډېر ښه دي.

یوه بېلګه راوړي چې ماشومان په حال زمان کې ژوند کوي، هغوی د تېر او راتلونکي په کیسه کې نه دي. خو غټان بیا خپل حال ژوند، د تېر او راتلونکې په اندېښنو کې ضایع کوي. ځکه خو ټول ژوند له اندېښنو سره تېروي. تېر نه راګرځي او راتلونکی معالوم نه دی نو اندېښنه د څه؟

زه داسې فکر کوم چې له موږ نه زموږ تېرو نسلونو خپلو اولادونو سره ډیره مینه درلوده او له موږ نه ډير هنرمند او ژمن خلک وو. پښتو فولکلور کې د ماشومانو برخه خورا پیاوړې ده، پوره کار ورته شوی.

آللو، للو للو للو للووووو
زوې مې سر د شا زلمو
آللو، للو….
پیشو مه راځه له غرو
غاټول جان داسې ویده دی
لکه ګوډی د رنجو
اللو للو

شاید دې ته ورته یا هم په لږ تفاوت داسې په لسګونه شعرونه ولرو.

که د پورتني اللو متحوا ته زیر شو، داسې خواږه الفاظ پکې کارول شوي دي که یې له مینې پرته د ویلو کوښښ هم وکړې نه ویل کېږي.

شارون بیدالف په خپل کتاب (د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ګټوره روزنه ) کې وايي چې که خپلو ماشومانو ته احمق ووایئ نو سبا ترې حمق جوړېږي او که یې وستایې او د هوښیار ماشوم په نظر دې ور وکتل نو هماغه څه به ترې جوړ شي چې ته یې ورته وایې.

نو دا مور او پلار پورې اړه لري چې د خپل ماشوم راتلونکي څه ډول غواړي.

ـ په اللو کې مور خپل زوی ته وايي (زوی مې سر د شازلمو) دا غوره ستاینه ده، جرات ورکول، په خپل نفس اعتماد، په ښه نظر ورکتل، شخصیت ورکول، او یا هم تر ټولو د غوره شخصیت په نظر ورکتلو دي چې دا د ماشوم په غوره زورنه کې خوار مثبت رول لري.

کله چې ته خپله خپل اولاد ته شحصیت ور نه کړې نور خلک یې نه ورکوي.
اما سره ددې چې موږ د پرمختګونو اوعلم په زمانه کې ژوند کوو خو خپلو ماشومانو ته، پرته د کمترۍ له احساس نه بل څه نه ورکوو:

ـ بلا وهلی یې، فلاني ته وګوره او تاته وګوره! لوده! له مخې مې ورکه شه!

او یا هم د ماشوم تر ټولو سترلارښود او روزونکی، ښوونکي صیب یې په وړه او سپېڅلې ټنده ولیکلي ( ټنبل ـ صفر)
ـ سپی، پیشو، چرګ او….یا هغه کورني حیوانات، زموږ او ستاسو د کورنیو یوه برخه وه، لا هم ده.

که په هر ځای کې د انسانانو یوه جونګړه هم ودانه وي نو کورني حیوانات به خامخا ورسره ملګري وي او د وړو ماشومانو لوبې او وخت تېرول هم له همدغو څارویو او حیواناتو سره وي.

دوی هم په ځینو برخو کې هغه کورني حیوانات یاد کړي دي، ماشوم ته دا احساس ورکوي چې هغوی هم ددوی ملګري او د ژوند یوه برخه یې ده. هغوی ته یوازې ځان ارزښت نه درلوده بلکې د شاوخوا چاپیریال په ساتنه او پالنه کې هم ژمن وو.
غاټول جان داسې ویده دی
لکه ګوډی د رنجو
ارواپوهان وايي، ارام، استراحت او ویده کېدل باید پیشو نه زده کړئ، کله چې د خوب لپاره خپل ځای ته لاړئ، نو داسې ویده شئ لکه پېشو چې پیتاوي ته غځېدلې وي، داسې لکه یوه ټوټه رخت چې په ځکه پروت وي. خپل وجود خپل اختیار ته پرېږدي چې څنګه یې خوښه وي هسې استرحت وکړي. نو د رنجو ګوډی هم د پيشو مثال ته ورته دی، چې دا یوه ډېره غوره او پر ځای تشبیه ده.

ـ کله چې ماشوم له خوبه راوېښېږي نو معموله ژاړي، ددې لپاره چې د ماشوم ژړا ارامه کړي، مېندې ورته دا شعر وايي:
لمر جان چا وهلی دی؟
ډب ډب یې په شا وهلی دی
هلکانو په سارا وهلی دی
او…..
دا لفاظ هم په خوار مینه ویل کېږي، مور ورسره خاندي، اولاد ته ناز ورکوي، چې له لږې شېبې وروسته ژړا په خندا بدلېږي.

ایا تېرو نسلونو د ارواپوهنې پوهنځۍ لوستې وې؟
لکه څنګه چې ماشوم، خوړو او جامو ته اړتیا لري په همدې کچې لوبو ته هم اړتیا لري، نو زموږ په غني فولکلور کې داسې لوبې ایجادې شوي چې که د ګټې په هکله یې څه ولیکو نو شاید کتابونه پرې ولیکل شي.

تېرو نسلونو د ماشومانو ټولنیز ژوند ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده، ځکه ټولنه لکه ښوونځي او پوهنتون د زده کړې ځای دی. دوی خپلو ماشومانو ته داسې ټولنیزې لوبې جوړې کړي چې هم لوبه ده او هم زده کړه.

داسې لوبې چې ګڼه ماشومان پکې برخه اخلي، په داسې لوبو کې ماشومان ډېر څه زده کوي، بریالیتوب، ناکامي، درنښت، احترام، قانون، مقررات، ټولنیز نزاکتونه او په لسګونه نور پیغامونه او ښوونیز مسایل له ځانه سره لري.

اكو، بكو سرسندكو ، غوا مې لاړه په ترپكو، اباسين څپې څپې، درخانۍ خورې راووځه له کړکۍ، پلو کې دې څه دي؟ الوچې دي که مڼې؟ ورور مې ناست دى په دوكان، غشي ولي په ميدان، دا میدان داسې ځلېږي لكه ستورى د اسمان.
لوبې د ماشومان جمسي توازن او همغږي کې مرسته کوي، سندرې او وزن لرونکي لغاتونه، یا کلمې په بېلا بېلو شکلونو ویل او ترې استفاده، د ماشومانو ژبه پیاوړې کوي او د تلفظ او خبرو پر مهال ور سره مرسته کوي. همدا رنګه د معما، کیسۍ ‏( چیستان) حلول د ماشومان ذهن پیا وړۍ کوي.

په لوبو کې وار او ونډه اخیستل په ماشومانو کې له نورو سره د اړیکو ټینګولو مهم مهارتونه ور زده کوي او د ځان کنټرول زده کوي. په دې مانا چې په لوبو کې نوبت یا وار او ګډون ماشومانو ته سلوک او قانون ورزده کوي او په دې هم پوهیږي چې له خپلو همزولو سره څه ډول لوبې او سلوک وکړي. په لوبو کې ماشومان په دې هم پوهیږي چې لوبې د نورو ماشومانو غوښتنه او خوښه هم ده او هر ماشوم غواړي چې لوبې وکړي. په دې مانا چې د نورو کسانو درنښت هم پېژني.

لوبې هغه غوره لار ده چې ماشومان یې په مرسته کولی شي چې، خپل احساسات له نورو سره شریک کړي او د لوبو او مشاهدې په مرسته د ماشومانو پوهه او سلوک وده کوي.

نن سبا د ماشومانو روزونکي هڅه کوي چې د لوبو له لارې ماشوم ته زده کړه ور کړي.
موږ چې په علمي لحاظ د ماشوم لپاره کار کوو، تر دې دمه مو څو نوې ټولنیزې لوبې جوړې کړي دي؟

(غوا، سیند، څپې، کړکۍ، مېوې، هټۍ، غشي، ځلیدل، ستوري، اسمان)
دا چې پښتو تر دې دمه ژوندۍ او عمر یې لا په ډېرېدو دی، د هغو تېرو نسلونو برکت دی نه زموږ.
داسې لوبې یې ایجاد کړي دي چې سر بېره په نورو ګټو، د ژبې پیاوړتیا ته هم پکې ډیر پام شوی دی.
ـ کله چې ماشومان په لوبو کې ستړي شي او لوبه بس کوي نو بیا یو کس داسې وايي:
ځئ چې ځو كورو ته – مرغۍ لاړلې غارو ته.

یانې د لوبې له پیل نه ترې پایه هر څه په منظم شکل ترتیب شوي دي. زما په فکر چې دا کوم غیر ارادي کار نه دی بلکې دا هرڅه په اګاه شکل شوي دي.

ـ یوه بله ټولنیزه او خورا ښوونیزه لوبه ده چې د هم قافیې لغاتونو پیدا کول دي، سره ددې چې دا لوبه ټولنیزه ده خو د خبرو، حاضر جوابۍ، فکر، د ژبې پیاوړتیا، د نومونو پیژندنې او…. په هکله ښه مهارتونه لري چې ماشومان یې زده کړي. یو کس غږ کوي:
ـ غنم
ځواب کې ورته بل ماشوم وايي :
ـ خبره دې منم .
ـ جوار
ـ خبرې دې په وار !
ـ ور بشې
ـ خبرې دې خوشې
يا هم …..
سور مې صندقک دى
له سرو غميو ډك دى
څه شى دى؟
ځواب : انار
څلور يې پښې دي
بې شمېره يې كولمې دي
څه شى دى
ځواب : كټ
که ددې لوبې په ښوونیز اړخ هم خبرې وکړم شاید لیکنه ډېره اوږده شي، خو دومره ویلی شم چې دا لوبه سل په سلو کې ښوونیزه لوبه ده. د ماشوم ذهن پیاوړي کوي، نومونه او لغاتونه زده کوي او مهمه داده چې هم قافیه حروف پيژني.
ایا تېرو نسلونو د ارواپوهنې کتابونه لوستي وو؟
ګل ښودنه
دا یوه بله په زړه پورې لوبه ده، که زموږ له ماشومانو څوک د میوو، ونو او بوټو په هکله اسانه پوښتنه هم وکړي نو شاید ځواب یې ور نه کړي، هغه کسان چې په ښارونو کې لوي شوي دي، د سمسوره ځای په لیدو ان حیران شي، د ونو او بوټو پیژندنه خو لا لرې خبره ده.
دا چې پښتانه له ښار لرې په کلیو کې اوسېدل نو هماغه محیط پرې اغیزه کړې او دوی هم غوښتل چې اولادونه یې خپله سیمه، ټولنه او د ټولنې شریکان په ښه توګه وپيژني.
د ګل ښودنې په نامه یوه په زړه پورې لوبه یې جوړه کړې ده.
ـ بېلګه
ـ پلار یې چنګه، ونګه، مور یې پیته پړاخه، د زوی نوم یې دی قند.
دا کومه مېوه ده؟
ځواب : انګور
ـ شنه یې ونه، سپین یې ګل دی، میوه یې تکه شنه ده.
دا کومه مېوه ده.
ـ ځواب : ناک
خو موږ خپل فصل، ګل او ګلدانۍ له ماشومانو پټ ساتو، ځکه چې زیان ور سوي. ددې لامل دا دی چې موږ ورته نه دي ویلي چې دا ګلونه بوټو کې ښه ښکاري د شکولو لپاره نه دي، دوی ته چا نه دي ویلي چې دا بوټي او ګلونه زموږ د ټولنې برخه ده.
ـ پښتو د ډرامې ژبه هم ده او پښتانه هم د ژوندي زړونو خاوندان دي، مشران یې خوږې کیسې او بانډار کوي، ځکه خوږ بانډار کوي چې دوی ورسره تمثل هم کوي ځکه په ناستو خلکو اغیزه کوي. تمثیل ماشوم ته جرات ورکوي، استعداد یې غوړوي او ژوند ور معرفي کوي. نو د ماشومانو په فولکلور کې دا ډول تمثیلي لوبې ډير دي.
لکه یو کس به ځان نه بوډا جوړ کړ، امسا به ورسره وه او غټ پټکی به یې تړلی و، د بوډا نکلونه به یې کول، یوه به پکې مور شوه او بل به پلار شو، بیا نو ماشوم غوښتل چې بوډا بابا سره په سفر لاړه شي، پلار به اجازه ورکوله او مور به نه ورکوله……
یا هم د لیوه او پسونو ډارمه یی لوبه. یا هم د نانځکو ودونه، چې یو به شاوو، بله به ناوې، پلار، نیکه، ورور، خور مور، ریباري، پریکوڼ کوي، واده، سندرې، خواړه.
نو پښتني فولکلور ښه غني فولکلور دی، چې د ماشومانو لپاره ډير څه له ځانه سره لري او ښوونیزه برخه یې د پام وړه ده. له هنر، ادب، ټولن پيژندنې، انسان پېژندې نه نیولې تر ټولنیز ژوند، ټولنیز سلوک، سندرې، شعرونه، کیسې، متلونه، ډارمې، کیسۍ، لوبې، نکلونه، ګل ښودنې او بالاخره د ژوند مهم مهارتونه ترې زده کولای شي.
که موږ نوي نه شو پنځولې، لږ تر لږه خپل فولکور راباندې حق لري چې ویې ساتي او عملي یې کړو.
په درنښت
آرش ننګیال
۲۹/۰۵/۲۰۱۵
کابل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...