د سېف دي چلدرن بندېدا افغان ماشومان له زده کړو بې برخې کوي

د پاکستان د داخله چارو وزير وايي؛ د ماشومانو لپاره د کارکوونکې نړيوالې موسسې سیف دي چلډرن د دفترونو د تړلو پرېکړه يې بېرته نه ده اخيستې او دغه موسسه نور فعاليت نه شي کولاى؛ بلوچستان مېشتي افغان کډوال وايي، په اوس وخت کې تر بلې هرې موسسې سیف دي چلډرن له دوى سره زياتې مرستې کولې؛ که د دې موسسې کار و درېږي؛ د دوى ژوند به ډېر ورسره اغېزمن شي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ نړېواله مرستندويه موسسه سیف دي چلډرن چې د ماشومانو د حقوقو؛ تعليم او روغتيا په برخه کې کار کوي؛ په پاکستان ضد فعاليتونو تورنه کړه او د دې موسسې د دفترونو د تړلو امر يې کړى دى.
سیف دي چلډرن له افغان کډوالو سره هم مرستې کوي او په کېمپونو کې يې د تعليم او روغتيا په برخه کې ورته اسانتياوې برابرې کړې دي. که د دې موسسې دفترونه و تړل شي؛ پر افغان کډوالو به يې اغېز څه وي، د نوي سرانانو کېمپ يو ځوان داود خاورين وايي:
″په سرانانو کېمپ کې يو سل لس شاوخوا معلمينو ته مياشتنۍ تنخا سیف د چلډرن ورکوله او څومره چې زه خبر يم په سرانانو او ګرديځنګل کېمپ کې د ټولو شاګردانو د کتابونو؛ قرطاسيې، اطاقونو او نورې مرستې هم سیف د چلډرن نه دي درېغولې، که چېرې د پاکستان د حکومت له خوا دغه موسسه و تړل شي؛ په پاکستان کې د مېشتو مهاجرينو پر تعليم به ډېر منفي اغېز پرېباسي.″
د سرخاب کېمپ په يوه ليسه کې معلم نقيب الله قانوني وايي؛ د افغانستان د پوهنې وزارت د مهاجرت په چاپېريال کې له دوى سره د تعليم په برخه کې هيڅ مرستې نه کوي او دلته ټول ښوونځي او ليسې د سیف د چلډرن موسسې په مالي مرستو فعالې دي؛ وايي، که دا مرستې هم په ټپه و درېږي، افغان کډوال چې تر څو په پاکستان کې وي اولادونه به يې له زدکړو بې برخې پاته شي:
″يواځې سیف د چلډرن دى چې موږ ته يې د تعليم په برخه کې زيات خدمت کړى او زموږ ټول شاګردان دوى را روزلي دي، يواځې موږ له خپلې ليسې څخه قريباً ١٤٢ استادان ورکړي دي او ٤٨ ځوانان مو لوړو زدکړو ته لېږلي دي، چې د طب، انجينرۍ او نورو پوهنځيو کې زدکړې کوي، که خداى مه کړه دا موسسه و تړل شي د افغانانو هيلې به له خاورو سره خاورې شي.″
د سرخاب کېمپ د يوې بلې ليسې سرمعلم دارو خان وايي، د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو اداره يو اين ايچ سي آر خو نن سبا له افغان کډوالو سره د تعليم په برخه کې هيڅ مرسته نه کوي، وايي سیف د چلډرن هم په دې وروستيو کې خپل کارونه تر پخوا ټکني کړي وو؛ خو که دا هم ختم شي، نو دوى بلې هيڅ يوې مرستدويې موسسې ته د مرستې هيله نه لري:
″بله داسې يوه وسيله نه شته چې د سیف د چلډرن ځاى و نيسي؛ خو دا موسسه په څنګ کې نيمګړتياوې هم لري؛ اول يې زموږ تقاعد ګرځولى دى، چې يو اين ايچ سي آر راکاوه دوى يې نه راکوي؛ بل يې له موږ سره وعده کړې وه چې د افغانستان په معارف کې به ستاسې د استادانو اسناد رسمي کوو؛ خو دا کار يې تر اوسه نه دى کړى او بل له موږ سره وعده شوې وه چې د دوه وخته درس ورکولو په برخه کې به تنخاوې په دوولسو مياشتو کې اجرا کېږي هغه نه ورکوي.″
د ماشومانو د ژغورنې يا سیف د چلډرن موسسې وياند سعيد احمد وايي، دوى د بلوچستان او خيبرپښتونخوا له ايالتي حکومتونو سره په ګډه کار کاوه او د افغان کډوالو په کېمپونو کې د تعليم او روغتيا لپاره ځانګړې شوې بوديجه هم د ايالتي له خوا ورکول کېده او اوس چې دوى خپل فعاليتونه و درول نو دا د ايالتي حکومتونو دنده ده، چې افغان ماشومان له تعليم او روغتيايي اسانتياوو بې برخې نه کړي:
″د افغان کډوالو بچېانو ته د تعليم او ميندو ته يې د روغتيا په برخه کې موږ مرستې ورکول، دا تر هغه وخته وو چې موږ له ايالتي حکومت سره کار کاوه، خو اوس موږ د حکومت له پرېکړې سره سم په بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې خپل کارونه پاى ته رسوو او ايالتي حکومتونو ته مو دا خبره کړې چې تاسې نوى همکار پيدا کړئ چې له دغو ماشومانو او ميندو سره چې موږ يې د تعليم او روغتيا غم خوړلى و؛ مرسته دوام ولري، موږ د مې په پاى او د جون په پيل کې دوى ته يو ليک هم لېږلى چې دوى تر لاسه کړى او د دغو ايالتونو د روغتيا او پوهنې وزارتونه به له افغان کډوالو ماشومانو او ميندو سره د تعليم او روغتيا په برخه کې مرستې کوي.″
د يادونې وړ ده چې درې ورځې پاکستاني رسنيو خبرونه خپاره کړل چې د دې موسسې د دفترونو د تړلو پرېکړه بيرته اخيستل شوې ده؛ مګر د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وړمه ورځ دا خبرونه رد کړل او ويې ويل چې حکومت يې د کره شواهدو په اساس د سیف دي چلډرن د دفترونو د تړلو او بهرنيو کارکوونکيو ته يې په پينځلسو ورځو کې له پاکستانه د وتلو پرېکړه کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...