چرګ او چرګه/ ژباړه: زاهدالله ځلاند

یوه ورځ اکبر پاچا غوښتل چې بیربل وغولوي او دوکه یې کړي.

یو سهار مخکې له دې چې بیربل شاهي ماڼۍ ته راشي، اکبر پاچا خپل هر وزیر ته یوه، یوه هګۍ ورکړه.
کله چې بیربل ماڼۍ ته ورسېد؛ نو پاچا وزیرانو ته د خپلې تېرې شپې لیدلی خوب تېراوه او ورته ویل یې، چې هر څوک د شاهي باغ د ډنډ نه یوه هګۍ راوړي؛ نو پاچا به د هغه د ایماندارۍ او رښتینولۍ په اړه ښه پرېکړه وکړای شي.

پاچا خپل یو، یو وزیر ډنډ ته ولېږه او هر یو یې یوه، یوه هغه هګۍ له ځانه سره راوړه، چې پاچا مخکې ورکړې وه.

کله چې د بیربل نوبت شو؛ نو ډنډ ته یې ورټوپ کړ او هېڅ هګۍ یې پیدا نه کړه.

په پای کې په دې پوه شو، چې پاچا له ده سره چل کوي او دوکه کوي یې؛ نو ماڼۍ ته ورغی او د چرګ بانګونه او آذانونه یې پیل کړل.

پاچا ورته وویل، چې غلی شه، شور مه جوړوه او هګۍ راوړه!

بیربل په خندا شو او ورته یې وویل، چې یوازې چرګې هګۍ اچوي. زه خو چرګ یم او ومې نه کړای شول، چې هګۍ واچوم.

هرکس په خندا شو او پاچا وویل، چې بیربل هېڅکله دومره په آسانۍ سره نه شي دوکه کېدلی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...