خوږ ځواب/ ژباړه: زاهدالله ځلاند

یوه ورځ اکبر پاچا د خپلو درباریانو نه یوه عجیب و غریبه پوښتنه وکړه: که چېرې څوک زما د ږیرې ویښتان وباسي؛ نو کومه سزا باید ورکړل شي؟
یوه درباري وویل: هغه باید زندۍ یا اعدام شي.
بل وویل: هغه ته باید سخته سزا ورکړل شي.
درېیم وویل: د هغه څخه باید سر غوڅ شي.

اکبر پاچا بیربل ته وویل، چې ته په کې څه وایې؟
بیربل ورته وویل: هغه ته باید شیریني او خواږه ورکړل شي.

نور درباریان ورته حیران شول او ورته یې وویل، چې خواږه؟
بیربل ورته وویل، چې خواږه؛ ځکه چې یوازینی کس چې دا جرأت او زړورتیا کولی شی، چې د پاچا ږیرې ته لاس ورواچوي، هغه د ده لمسی دی.
پاچا د بیربل په دغه ځواب سره ډېر خوشاله شو او خپله ګوته یې ورته د انعام په توګه ډالۍ کړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...