یوه هوښیاره شمېرنه/ ژباړه: زاهدالله ځلاند

د اکبر باچا به دا عادت و، چې د خپلو درباریانو نه به یې شوخې، عجیبې او غریبې پوښتنې کولې.
یوه ورځ یې ډېره عجیبه پوښتنه وکړه، چې درباریان یې ورته حیران او ګونګ پاتې شول.
درباریانو د پوښتنې په اورېدو سره سرونه ښکته کړي وو، چې په دې مهال کې د ده یو وزیر او درباري بیربل راغی او باچا ته یې وویل: آیا ما ته پوښتنه ویلی شې؟

اکبر باچا ورته وویل: په دې ښار کې څومره کارغان دي؟

بیربل ورته بې له کوم ځنډه ځواب ورکړ: پاچا سلامت! په دې ښار کې پنځوس زره، پنځّ سوه او نهه اتیا کارغان دي.

پاچا ورته وویل: ته د دغو کارغانو له شمېر څخه څه خبر یې؟

بیربل ورته وویل: باچا سلامت! ویې شمېرئ. که تاسو له دې زیات کارغان پیدا کړل؛ نو د دې مانا دا ده، چې ځینې د خپلو خپلوانو د لیدلو لپاره دلته راغلي دي او که چېرې مو له دې نه لږ کارغان پیدا کړل؛ نو د دې مانا داده، چې ځینې له دې ځایه کوم بل ځای ته د خپلوانو کتلو ته تللي دي.
پاچا چې د بیربل دا ځواب واورېد، ډېر خوښ شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...