زمری او د اور ښامار

زمری په کور کې یواځې وو.دی د خپل یواځتوب نه دومره په تنګ وو چې سر یې ګرځیده.موریې تلویزیون لیدل په بند کړې وو.ګیم یې ملګرې ورته مات کړی وو او حتا موبایل یې هم مور له ځان سره اخیستی وو.هر څومره یې چې سوچ کولو نو د لوبو لپاره یې هیڅ هم نه خوښیدل.او زړه یې هم ډیر په تنګ وو.

هاخ!!!زړه تنګې نارې وکړې : زه به تا دومره په تنګ کړم چې هر څه تیاره درته ښکاره شي.

نه! زمری وغریدو،او په غوصه سره یې ځان په خپل تخت کې واچولو.

له ډیرې زړه تنګی یې داسې زړه نیولی وو لکه ښه ډیر چاکلېټ یې چې خوړلې وي.له خپل ځایه پاڅید او په ټول کور کې راوګرځېد، خو هره کوټه عجیبه په نظر ورتله او بیرته به ژر ورنه لاړ.په پخلنځي کې یې څو څو ځلې د یخچال دروازه خلاصه او پورې کړه خو بیا هم ارام یې نه شو موندلی.

خپلې مور ته یې تلفون وکړ او ویې ویل :مورې زما زړه په تنګ دی.

مورې وویل: ورشه زویه یو کتاب ولوله ،یا خپل توپ سره لوبې وکړه ،یو ښایسته انځور جوړ کړه.

خو د زمري زړه دې یو کارته هم نه کیدلو.په سالون کوټه کې پرغالۍ  کیناست او هغې زړې چینایي الماری ته ځیر شو چې د کوټې په کونج کې ولاړه وه.په الماری باندې یو تت شانته انځور ته یې پام شو چې مخکې یې کله هم نه وو ورته پام شوی.هر څومره یې چې انځور ته په ځیر سره کتل نو همدومره انځور ورته روښانه کیدو.یو زرغون اژدار د یوې اوږدې زرغونې لکۍ سره یې تر سترګو شو چې شنه خوله ، سره ژبه او څلورغاښونه یې درلودل.خو خطرناک نه ښکاریدو ځګه چې ښایسته اوږده باڼه او تورې ګړدې سترګې یې په ناز رپولې.

هغه ښوریږې؟ هو رښتیا هم هغې خپلې سترګې وښورولې او خپله اوږده زرغونه لکۍ هم وښوروله.اوس ورو ورو له الماری نه ځمکې ته راکته شو.

هغه ډیر لوی نه وو د زمري مټ په اندازه وو.په خپلو څلورو وړو پښو زمري ته نیږدې راغلو .

زمري په احتیاط سره وویل : سلام !

ښامار ځواب ورکړ : ني هاو !

ني هاو ؟ زمري په حیرت سره وویل.

ډیر ښه ! تا چینايي ژبه هم زده ده.اژدار وویل.

زمري وویل: نه ما خو نه ده زده.

ښامار وویل: ني هاو په چينايي کې سلام ته وایې.

ني هاوو ،ني هاوو څو څو ځلې زمري ځان سره تکرار کړه ،او لږ تر شا شو ځکه چې اژدار زمري ته ډیر نیږدې راغلی وو.

ښامار وویل : اوه هیله کوم زما نه لرې مه ځه !

زه له یواځټوب نه ډیر تنګ یم.

زمري په حیرانتیا سره وویل : ته هم له یواځیتوب نه په تنګ یې؟؟؟

هو خود نو، که ستا به خوښه شې چې له سهار نه تر ماښامه په یوه زړه الماری کې اووسې؟؟؟ د دې په ویلو سره یې مخ واړولو او په ملا څملاست  او زمري ته یې وویل چې ما وګروه!

زمري د شهادت په ګوته باندې ورو ورویې لاس په راتیر کړ.

که مور یې دلته وی نو خامخا یې منع کیده او ویل یې چې کیدای شې هغه دې په غاښ ژوبل کړې.

خو اژدار له دی هر څه نه ډیر خوند اخیست ، سره راتو به شو غریدو به اوځان به یې وڅنډلو.

ښامار وویل : دا ډیر ښه وو، شي شي ! په چینایي کې مننه ته شي شي وایې.

ښامارد کوټې نه پخلنځي خوا ته روان شو.

زمري نارې کړې : چیرې ځې‎؟

زه وږی یم ! زه ډیر زیات وږی یم: اژدار وویل.

یو چینایی ښامار به څه خوري ؟زمري ځان سره سوچ کولو.په الماری کې یې یو څه چینایي سوپ او مکروني وموندل.

خو ښامار نارې کړې: زه غواړم د ککاو پودین وخورم او د یخچال تر مخ ودرید.

خو دلته یواځې همدا یوه کاسه پودین پاتې دی او دا زما دی زمري ځواب ورکړ.

ښامار په خپلو ښایسته باڼو سره سترګې په ناز ورپولې،او زمری یې اړ کړ چې خپل پودین ورکړي.

1زمري خپل پودین په نه زړه پر ځمکه د اژدار مخ ته کیښود .

شي شي اژدار زمري ته وویل ،او په خپله اوږده ژبه یې ژر ژر د پودین په څټلو پیل وکړ.په څو شیبې کې یې ټول پودین خلاص کړ،حتا د زمري نه یې هم په لږ وخت کې خلاص کړ.

زمري ته به مور یې تل ویل چې دومره ژر ژر یې مه خوره او اوس همدا خبره زمري ښامار ته هم وکړه چې : دومره ژر ژر یې مه څټه !!!

ښامار په ارامی سره غرچی وکړ او یوه وړکې د اور لمبه یې له خولې راووتله لکه د یوه اورلګیت نه چې راووځي.

پام کوه داسې نه چې کوم څه اور واخلې!!! زمري په لوړ غږ سره نارې وکړې.

»اخ« دا زما د ساه اخیستلو اور دی،اندیښنه مه کوه له دې نه څه اور نه اخلې.او اوس دواړه نڅیږو خو یو د ښامار نڅا کوو.

یو څه؟؟؟ زمري په حیرانتیا سره پوښتنه وکړه.خو اژدار بیرته د سالون خواته روان شو،یوه سره شړۍ یې له کورسۍ نه په خپلو وړو او تیزو غاښو راواخیسته.

ښامار زمري ته په امر سره وویل:دا شړۍ به اوس ته په خپل سر واچوې،دا به ستا د اژدار سر شي او په ګوتو دې د کاغذونو اوږدې ټوټې سریښ کړه دا به ستا اژدار منګولې شې.او ژبه به دې باندې راوباسې او دومره به یې اوږده کړې تر هغه چې امکان لرې.ته اوس زما اژدار ورور شوې او اوس دواړه د اژدار ګډا کوو.

زمري سر د هو په معنا وښورولو.لږ تر لږه وړوکی اژداردلوبو لپاره یوه مفکوره خو درلوده. زمري هم د اژدار خبره ومنله او په ګوتو یې کاغذونه سریښ کړل،سره شړۍ یې په سر واچوله او ژبه یې څومره چې یې کولی شول باندې راوباسله ، په خاپورو او غریدلو په وړوکې اژدار پسې روان شو.دواړو په نڅا نارې وهلې او ویل یې :ني هاوو ،ني هاوو موږ ډیر ویرونکې اژدار یو او ډیر هوښیار یو!!!

ناڅاپه د باندې ور خلاص شو او د زمري مور په دالان کې ودریده.وړوکې ښامار په ډیره تیزی سره مخکې له دې چې د زمري مور یې ووینې بیرته سالون ته ځان ورسولو.

زمري مور زمري نه وپوښتل:هلته څه کوې؟

زه یو ویرونکی ښامار یم، زمري ځواب ورکړ او په منډه سالون ته یې ځان ورسولو.

هلته شین ښامار بیرته د الماری په ور کې ناست وو او ځان یې نه ښورولو.

زمري مور له دالان نه نارې کړې : زویه زړه دې ډیر په تنګ وو؟

نه! خاص په تنګ نه وم، زمري ځواب ورکړ.د دې خبرې په اوریدو سره ښامار یو ځل بیا خپل ښایسته او اوږده باڼه په ناز ورپول او یوه موسکا یې وکړه.

شي شي ! ورو زمري وړوکي ښامار ته وویل.

د پښتنې لیکنه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...