د نړۍ تر ټولو لوی اکواریم

د نړۍ تر ټولو لوی اکواریم د (جورجیا اکواریم ) د امریکې په اتلانتا کې دی. دا اکواریم ۸۱۰۰۰ متر مربع مساحت لري. او ۱۲۰۰۰۰ ډوله کبان پکې ساتل کېږي.

د دې اکواریم په جوړولو ۲۵۰ میلیونه امریکايي ډالره لګېدلي دي، چې د (هوم ډیپو) په نوم د شرکت یو تن غړي، چې (Bernard Marcus) نومېږي ورکړې دي. دا اکواریم د ۲۰۰۵ کال د نوامبر په ۲۳ نېټه د لیدونکو پر مخ پرانیستل شو. د جورجیا د اکواریم د لیدونکو شمېر په یو کال کې دوه نیمو میلیونو تنو ته رسېږي.

په دې اکواریم کې د خوږو او مالګینو اوبو دواړه ډوله کبان او نور سمندري ژوي ژوند کوي.  د دې اکورایم ټولې شیشې د مخصوص کیماوي ترکیب څخه چې شفاف پلاستیک ډوله (Poly(methyl methacrylate) (PMMA)) خاصیت لري، جوړې شوې دي.

۱په دې اکواریم کې د اوبو لاندې تونلونه هم شیشه یې دي. کله چې کبان د اوبو په تل کې یاد شوې تونلونو ته ننوتي وي نو پرته له کومې ستونزې لیدل کېږي. په دې اکواریم کې د نورو کبانوتر څنګ نهنګ، سپین نهنګ او وزر لرونکي کبان هم ژوند کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...