پاچا او زامن یې

یو وخت یو پاچا اوسېده، چې درې زامن یې درلودل. د ده دوه  مشران زامن ډېر تېز او هوښیار وو. لیکن  درېیم زوی یې عاجز، غلی او ارامه هلک و. خبرې یې ډېرې نه کولې. وروڼو به یې هر وخت په ده ملنډې وهلې او د ساده ګي غږبه یې ورته کاوه.

یوه ورځ پاچا له ځان سره فکر وکړ، چې په ژوند هېڅ اعتبار نشته. زه باید په خپل ژوندانه خپل ځای ناستی وټاکم. تر ډېره ځنده یې فکر وکړ خو، په دې پوه نه شو، چې خپل کوم یو زوی خپل ځای ناستی کړي.

پاچا خپل درې واړه زامن راوغوښتل او ورته ویې ویل:

زه غواړم خپل ځای ناستی وټاکم. خو هر چا چې ستاسو له منځه ما ته تر ټولو ښکلې غالۍ راوړه، هغه به زما تر مرګ وروسته د دسیمې پاچا کېږي. د دې لپاره چې ستاسو تر منځ کومه خبره رانشي،  زه درې بڼکې د برنډې له څنډې هوا ته غورځوم. او تاسو به د همغې بڼکې په جهت خپله لار نیسی.

پاچا د برنډې له څنډې څخه درې بڼکې هوا ته وغورځولې. لومړۍ بڼکه د ختیځ لور ته دوهمه د لویدیځ لور ته والوته. خو درېیمه بڼکه مخامخ پر ځمکه راولویده. د پاچا یو زوی د لویدیځ په لور او بل یې د ختیځ خوا ته روان شو. درېیم زوی یې چې وروڼه ولیدل، دی هم مخامخ روان شو. خو له روانیدو سره سم یې د وروڼو خندا اود ساده ګي غږ واورید.

ساده ګی د وروڼو په خبره خپه شو. خو څه یې ونه ویل، سریې ټیټ کړ اومخامخ روان شو. لږمزل یې چې وکړ، په هماغه بڼکه یې سترګې ولګېدې، چې پلار یې له برنډې څخه هوا ته غورځولې وه. بڼکه د ځمکې پرسر له یوې تېږې سره نږدې پرته وه. ساده ګي تېږه په پښه ووهله. تېږه، چې له خپله ځایه وخوځیده، لاندې یې یوه دروازه وه.

ساده ګی د دروازې په لیدو حیران شو. نږدې ورغی، دروازه خلاصه وه.  یوه اوږده زینه د ځمکې تل ته تللې وه. ساده ګی په زینه کې په کښته کېدو شو. کله چې وروستۍ زینې ته ورسید په یوه بله دروازه یې سترګې ولګېدې. دروازه یې وټکوله. یو غږ یې  ترغوږ شو، چې څوک وايي:

وړکیه، ځوانکیه! په یوه پښه ټوپ کړه او وګوره، چې د دروازې تر شا څوک دي؟

دروازه خلاصه شوه. یوغټ چونګښ د دروازې شا ته ولاړ و. ساده ګي حیران حیران چونګښ ته وروکتل. چونګښ وړاندې او ساده ګی یې تر شا روان شو. لاندې د چونګښو مشر ناست و. چارچاپېره یې نهه واړه واړه چونګښان ناست وو. مشر چونګښ له ساده ګي وپوښتل: داسې کومه غوښتنه ده، چې ته یې تر دغه ځایه راورسولې؟

ساده ګي ورته وویل:

زه د داسې یوې غالۍ په لټه یم، چې تر اوسه یې چا د ځمکې پر مخ ښکلا  لیدلي نه وي. مشر چونګښ، وړوکي چونګښ ته وویل:

وړکیه، ځوانکیه! په یوه پښه ټوپ کړه او ماته هغه لویه صندوقچه راوړه!

چونګښ له صندوقچې څخه یوه ښکلې غالۍ راویسته. د غالۍ ښکلا ته ساده ګی هم هک پک شو. چونګښ ساده ګي ته وویل: واخله دا غالۍ درسره یوسه. ډاډه اوسه، چې د ځمکې پر مخ به هېچا دومره ښکلا لیدلي نه وي. او نه به څوک په دې وتوانېږي، چې دا ډول ښکلا واوبدي. ساده ګي له چونګښ څخه مننه وکړه. غالۍ یې په اوږه راوړوله او د کور په لور روان شو.

 د پاچا نور دوه زامن په دې فکر کې وو، چې کشر ورور خو یې هسې هم ساده دی. دی د ښکلا په ارزښت څه پوهېږي. دوی دواړه د غالیو دوکانونو ته ننوتي وو، او یوه یوه وریښمینه غالۍ یې پکې اخیسته وه. په یو وخت کې درې واړه وړوڼه کور ته راورسیدل. هر یوه خپله راوړي غالۍ د پاچا مخې ته وغوړوله.

پاچا چې د کشر زوی راوړې غالۍ ولیده، ښایست ته یې حیران شو. وار له واره یې وویل: ستاسو کشر ورور به زما ځای ناستی وي. د پاچا دواړه زامن د پلارپه دې پر ېکړه په غوصه شول.  مشر زوی یې پلار ته وویل:

 د ساده ګي په کار کې کومه ټګي پټه ده. ته موږ ته د یو بل شي د راوړلو امر وکړه.  پاچا دا ځل د یوې ښکلې ګوتمۍ د راوړلو لپاره  د برنډې له څنډې څخه درې بڼکې هوا ته وغورځولې. کټ مټ د لومړي ځل په شان یوه ختیځ ته بله لویدیځ ته او بله مخامخ پر ځمکه راولویده.

د ښکلې ګوتمۍ د راوړلو لپاره یو ورورد لویدیځ په لور او بل یې د ختیځ په لور روان شول. کشر ورور یې د بڼکې په لویدو مخامخ روان شو. تر لږ مزل وروسته بیا هماغه تېږې ته ورسید، چې لاندې یې یوه دروازه وه. ساده ګي دروازه خلاصه کړه. په زینو کې کښته شو. دوهمې دروازې ته ورسېد. ور یې ورو ورو وټکاوه.

چونګښ له ساده ګي وپوښتل: داسې څه غوښتنه لرې، چې تر دغه ځایه راورسیدې؟ ساده ګي ورته وویل:

د نړۍ پر مخ تر ټولو ښکلې ګوتمۍ غواړم. چونګښ خپله صندوقچه راوغوښته. یوه ښکلې ګوتمۍ یې ترې راوخیسته او ساده ګي ته یې وویل: دا ګوتمۍ درسره واخله. یقیننا چې دومره ښکلې ګوتمۍ به تراوسه د ځمکې پر مخ هېچا نه وي لیدلي. ساده ګي ګوتمۍ واخیسته، له چونګښ څخه یې مننه وکړه او د کور خوا ته روان شو.

د ساده ګي نورو وروڼو چې خپل  کشر ورور ته اهمیت نه ورکاوه، دواړه له زرګریو څخه یوه یوه ګوتمۍ رانیولې وه. درې واړه وروڼه د لومړي ځل په شان په یوه وخت کور ته راورسیدل. درې واړو خپلې راوړل شوې ګوتمۍ پلار ته ورکړې. پاچا چې دا ځل بیا د خپل کشر زوی راوړل شوې ګوتمۍ ولیده، ښکلا ته یې خوله وازه پاتې شوه. پاچا بیا وویل:

زما کشر زوی به ستاسو راتلونکی پاچا وي. دواړو وروڼو بیا په لوړ اواز د پلار په وړاندې خبرې پیل کړې. یوه ویل، دا ساده ګی ډېر ټګ او برګ سړی دی. بل ویل، د ساده ګي په دې ګوتمۍ کې هم څه پسات شته. پلار باید یوه بله غوښتنه هم وکړي. پاچا وویل:

تاسو به تر څو د پاچاهۍ د ګټلو لپاره زما شرطونه پوره کوی. خو زامنو یې ورسره نه منله. لنډه دا چې دا ځل پاچا وویل: دا وارې به تاسو د نړۍ تر ټولو ښکلې پېغلې راولی. پاچا د لومړي او دوهم ځل په شان دا وارې هم درې بڼکې د برنډې له څنډې هوا ته وغورځولې. درې واړه وروڼه په هماغه درې لارو روان شول. دوه مشرانو وروڼو له لومړي کلي څخه کلیوالې پېغلې د کورپه لور راروانې کړې. خو ساده ګی بیا مخامخ روان و او هماغه تېږې ته ورسید. د لومړي او دوهم ځل په څېر د چونګښ تر کوره ورسید او دا ځل یې له ده څخه د يوې ښکلې پېغلې غوښتنه وکړه.

مشر چونګښ د پېغلې د نوم په اوریدو سره وویل:

اوهوهو هو! خبره تر پېغلې راورسیده. زه پوهېدم، چې اخر به د دې وار هم راورسېږي. بیا یې شپږ موږکان، چې ګازرې یې کرپولې راوغوښتل. شپږ واړه په یوه کتار ودریدل. ساده ګی د موږکانو په لیدو سره خپه ودرید. له ځان سره یې وویل، نو په دې به زه څه وکړم؟ دی په همدې  فکر کې و، چې چونګښ ورته وویل: یو له دې چونګښو څخه له ځان سره واخله. بیا یې د دې موږکانو په اوږو ورکېنوه.

ساده ګي یو چونګښ له ځان سره واخیست.  موږکان یې نږدې سره ودرول او چونګښ یې د دوی په اوږو ورکېناوه. چونګښ لا ناست نه و، چې موږکان په ګاډۍ او چونګښ په یوه ښکلې پېغله بدل شول. په ګاډۍ کې ناسته پېغله او ساده ګي له چونګښ څخه مننه وکړه او د کور خوا ته روان شول.

د پاچا دوه نور زامن او ورسره دوه پېغلې هم ماڼۍ ته راورسیدل. ټول یو ځای د پاچا په وړاندې ودریدل. پاچا چې کلیوالې پېغلې ولیدې، موسکی شو او ویې ویل: دا خو ښکلې پېغلې دي. خو زه باید ستاسو د کشر ورور ذوق او انتخاب هم وګورم. پاچا چې د درېیمې پېغلې له مخ څخه پرده لرې کړه، خبرې یې له یاده ووتې. د پېغلې ښایست ته ټول حیران پاتې شول. پاچا وویل: نور نو په دې کې څه نه ویل کېږي. د درېیم ځل لپاره ستاسو کشر ورور زما درې واړه شرطونه پوره کړل او دی به تر ما وروسته زما ځای ناستی او ستاسو پاچا وي.

د پاچا منځنی زوی، چې سخت د قدرت لېواله و بیا پلار ته وویل: د وروستي ځل لپاره به د همدې ماڼۍ په منځ کې یو وروستی شرط پوره کړو. په دې شرط کې چې هر څوک بریالي شول هماغه به ستا ځای ناستی وي. شرط دا وټاکل شو، چې د ماڼۍ په یوه دهلیز کې به درې حلقې راځوړندیږي. درې واړه پېغلې به له ځوړندو حلقو څخه تېرېږي. هر څوک چې بې له ستونزې پرې واوښتل، د هغه راوستونکی به راتلونکی پاچا وي. ټولو دا خبره ومنله.

حلقې د ماڼۍ په یوه لوږ دهلېز کې راځوړندې شوې. لومړۍ پېغله، چې ښه چاغه وه، په منده یې پیل راوکړکله یې، چې حلقې ته ورټوپ کړ، د حلقې بړي یې له درندوالي څخه راوشکیدل او دا لاندې راوغورځیده. دوهمې پېغلې، چې هر څومره ټوپونه واچول تر حلقې ونه رسیده او په اخري ټوپ داسې په ځمکه راولویده، چې د هډوکود ماتیدو غږ یې د ماڼۍ تر ملازمانو هم ورسید.

د ساده ګي راوستي پېغلې د حلقې په لور رامنډه کړه په یوه ټوپ یې ځان تر حلقې ورساوه او څو واره پې ایخوا دیخوا تېره را تېره شوه.  پاچا وویل: نور نو په دې کې بل څوک څه نه شي ویلای. زما کشر زوی به ستاسو راتلونکی پاچا وي. او دا ښکلې پېغله به د ده مېرمن شي. د پاچا تر مرګ وروسته ساده ګی پاچا شو او ډېر کلونه یې په پاکۍ او ريښتیوالۍ سره پاچاهي وکړه.      

1 comment

  1. aziz Rahman Reply

    مننه کوم ڈیر خکلی او په زڑه پوری کیسه وه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *