سپین فیل

غوږ شه، ښه غوږ شه . پخوا ،ډیر پخوا په یو ځنګله کې یو فیل اوسیده چې ډیر غټ او قوي و او د پوستکي رنګ یې هم د شیدو په شان تک سپین و.

سپین فیل یوه مور درلوده چې له خپل ځانه ، له خوږو خواړو ، د ونو له میوو ، خوندورو چغندرو او لنډه دا چې له هرشي او هر چا ورته ډیره ګرانه وه.

د سپین فیل مور څه نه لیدل او ړنده وه ، خو که ړنډه وي او که بینا مور مور ده ، همداسې نه ده ؟

سپین فیل به زیات وخت د خپلې مور په فکر کې و ، د هغې د اوسیدلو لپاره یې ښه او سوړغار پیدا کړی و ، د دغه غار مخې ته یوه پاکه او رڼه ویاله هم بهیدله چې سپین فیل به یې له سیل څخه ډیر خوند اخیستلو.

سپین فیل به لومړی خپلې مورته خواړه ورکول او بیا به یې خپله خوړل ،هغې ته به یې کیسې کولې چې ځنګل په دوبي کې څه ډول وي ، باران کله او څنګه اوري ، د غونډیو په اړه به یې ورته ویل ، د الوتکونو مرغانو په اړه، د هغوی د ښکلو بڼکو او د رنګارنګ ګلانو په اړه .

ورځې او شپې په تیریدو وې ، باران وریده او بوټي مخ په شنه کیدو ول ،بیزوګان ، ماشومان یې او د ماشومانو ماشومان یې د ونو په ښاخونو سره ځنګیدل او سندرې یې ویلې .

سپین فیل هم ورځ په ورځ لویدلو ، قوي کیدلو ،هوښیاریدلو او مهربانه کیدلو.

یوه ورځ چې یو سړی له بنارس څخه راغلی و او خپله لاره یې ورکه کړې وه په سلګیو ، سلګیو یې ژړل او سر ته یې سوکان نیولي ول .

هغه په ژړا ، ژړا کې ویل :

هر څه تمام شول ! نشم کولای چې له ځنګله څخه ووځم ! هیله کوم مرسته راسره وکړئ ! مرسته راسره وکړئ !
سپین فیل چې کله د سړي غږ واوریدلو نو له ځانه سره یې وویل :

دا خوارکی سړی ولې ژاړي ؟ باید مرسته ورسره وکړم .

فیل د سړي په لور ور روان شو خو سړی وډار شو او منډه یې واخیسته . فیل ورپسې شو او په ارامه غږ یې ورته وویل :
ملګریه ، مه ډاریږه . زه غواړم مرسته درسره وکړم ، ماته ووایه ولې ژاړې ؟

دا چې سپین فیل سړی ته د ملګری خطاب وکړ هغه هم ودرید او ویې ویل :

اووه ورځې کیږي چې په دې ځنګله کې سرګردانه یم او د وتلو لار نه شم پیدا کولای .

سپين فیل ګونډه ووهله او ورته یې وویل :

راشه زما پر شا کښینه ، تا به روغ او جوړ له ځنګله څخه وباسم ، بیا دې د خپل کور لاره پیدا کړه او کورته ولاړه شه .
په ځنګله کې ورک شوي سړي له سپین فیل څخه مننه وکړه او روغ ، جوړ په بنارس کې خپل کورته ستون شو .

دا نو هغه وخت دی چې په بنارس کې د حاکم فیل مړ شوی دی او د حاکم سړي په ښار کې ګرځي او اعلانونه کوي چې ای خلکو، غوږ شئ ! د حاکم فیل مړ شوی ، حکومت فیل نه لري ، حاکم په یو سم فیل پسې ګرځي ، هر چا چې مرسته وکړه او یو ښه فیل یې پیدا کړ لوی انعام به ورکړل شي .

سړي له ځانه سره وویل :

ام،هم ، دا ډیره ښه موقعه ده چې پیسې پیدا کړم !

سړی ولاړ د حاکم ماڼۍ ته او حاکم ته یې وویل :

ښاغلیه ، ما په ځنګله کې یو ډیر ښه فیل لیدلی دی ، غټ ، قوي او ښکلی فیل، چې د حاکم لپاره ډیر مناسب دی ، پوستکی یې تک سپین دی اوهیڅ داغ نه لري ، خپل څو تنه فیل ساتونکي او عسکر مو له ماسره ولیږئ چې فیل ونیسو او تاسې ته یې راولو .

حاکم وویل :

هر څومره کسان دې چې پکار وي له ځانه سره یې روان کړه ، ډیر به خوشحاله شم چې په خپلې ماڼۍ کې دا شان ښکلی فیل ولرم .

نو سړی له ګڼ شمیر فیل ساتونکو او عسکرو سره د ځنګله په لور روان شو .

سپین فیل په څنګله کې د خپل غار تر څنګ ولاړ و ، اجونو یا ښاغونو یې لمر ته پړاکه کوله او ځلیدل .

سړی د فیل په لور ورغی له خرطوم څخه یې ونیولو او ورته یې وویل :

باید له ماسره ولاړ شې ، که ولاړ نشې نو دا فیل ساتونکي او عسکر به په زور ته له ځانه سر بوځي .

فیل غلی په خپل ځای ودرید ، په دې پوهیدلو چې تر دغه سړي او د حاکم د فیل ساتونکو او عسکرو څخه یې قوي دی او که چا لاس وروړلی و هغه یې وژلی هم شو خو په داسې حال کې چې سر یې ټیټ نیولی و له ځانه سره یې وویل :

زړه مې نه غواړي چې څوک وځوروم .

سړي سپین فیل له خرطوم څخه ونیولو او د فیل ساتونکو او عسکرو سره یو ځای د بنارس په لور روان شول .
څو ورځې تیرې شوې وې ، د سپین فیل ړنده مور ډیره خپه وه او له ځانه سره به یې ویل :

ډیر وخت وشو چې زوی مې نشته ، چې څه به پې راغلي وي ؟ هغه قوي او ښکلی دی ، هیله من یم چې انسانانو له ځان سره نه وي بیولی ، اه زوی مې راسره نشته چې د ونو ، بوټو او باران کیسې راته وکړي ، زه خو اوس ریښتینې ړنده شوم ، زوی مې زما دوه سترګې وې .

هلته بیا په بنارس کې یو تن فیل ساتونکی تر نورو مخته ولاړ ، او په خوشحالۍ سره یې حاکم ته وویل :

ښاغلیه یو ښکلی سپین فیل راروان دی ! تر ټولو ښکلی فیل ،هو هغه په لاره دی .

حاکم خپلو نوکرانو ته وویل:

ښار ښکلی کړئ ، سازیان او سندرغاړي خبر کړئ ، د ښار خلک خبر کړئ ، د فیل لپاره یو ښکلی او رنګین لوی اخور جوړ کړئ ، د ښار تر ټولو ښې وریجې ورته راوړئ .

یوه اونۍ ورسته قوي او سپین فیل بنارس ته ورسید ، د ښار خلکو به یو بل ته ویل :

څومره ښکلی ، وګوره څومره ښه دروند په لاره روان دی ، څومره ښه غوږونه خوروي ، پوستکی یې بریښنا کوي ، څومره ښه دی .

په داسې حال کې چې سازیانو سازونه وهل او سندرغاړو سندرې ویلې د خوشحالی او خندا غږونه ول ،سپین فیل یې نوي جوړ شوي اخور ته ودروو .

حاکم فیل ته ښه راغلاست ووایه :

ښه راغلې ! د ځنګله سپین فیله، ښه راغلې !

او له دې سره یې سپین فیل ته د سرو زرو په کاسه کې پخې شوې وریجې واچولې او مخ ته یې کیښودلې او ورته یې وویل :

وخوره ، هیله کوم وخوره !

فیل له ځایه ونه خوریدو ، ارامه او غلی ولاړ و ، حاکم ته یې وویل :

تر هغه چې مې مورته خواړه ور نه کړم زه څه نه خورم .

حاکم ورته وویل :

ګرانه فیله ، زما لپاره لږ وخوره !

فیل وویل :

زه مې له موره بیل خواړه نه خورم ، مور مې ړنده ده ، اوس به د خپل غار مخې ته پرته وي او په زړه کې به ما یادوي ، زه یې وینم چې یواځې خپه ناسته او پښه په ونه وهي .

حاکم شیبه غلی ولاړ و بیا یې خپلو فیل ساتونکو او عسکرو ته امر وکړ چې سپین فیل بیرته په ځنګله کې خپلې مورته ستون کړي .

د ښار خلکو او مشرانو چک چکې او خوشحالي وکړه او سپین فیل بیرته ځنګله ته ستون شو .

همدا چې خپل غار ته نیږدې ، خپل نقره یي خرطوم یې د ویالي له اوبو ډک کړ ، او چې کله مورته نیږدې شو او هغه خوارکۍ یې ولیده چې په ځمکه ویده ده د خرطوم اوبه یې پې وشیندلې .

ړنده مو یې په ځای ودریده او ویې ویل ، څه ښکلی باران، دا د غار په منځ کې اوري ؟ داسې خو نه ده چې زوی مې راستون شوی وي .

سپین فیل وویل :

هو ، زه راستون شوی یم ، حاکم ازاد کړم .

ړنده مور یې ډیره خوشحاله شوه او ویې ویل :

خدای دې حاکم ته عمر ورکړي .

سپین فیل ولاړو لږه میوه یې راوړه ، اول یې خپلې مورته ورکړه بیا یې خپله وخوړه .
ورځې او شپې یو بل پسې په خوشحالۍ تیردلې .

د بنارس حاکم په ځنګله کې د سپین فیل او د هغه د ړندې مور په اړه فکر کولو ، له ځان سره به یې ویل :

کاشکې چې د هغه ښکلي سپین فیل او د ړندې مور سره یې یو ځای اوسیدلای شوای . بالاخره حاکم پریکړه وکړه چې په ځنګله کې د ویالې تر څنګ ځانته ماڼۍ جوړه کړي .

ماڼې یې جوړه کړه ، هلته اوسیدلو او هره ورځ به یې څه شیبه د سپین فیل او د هغه له ړندې مور سره تیروله ، او هغوی ته به یې میوه ،چغندر او ګلان وروړل.

«««««««««««««
اوریدلي مې دي چې پخوانیو پاچایانو په دربار کې شاعران ساتل ، ښايي حاکمان هم د شعرونو د اوریدلو شوق ولري، د حاکم په ماڼۍ کې به شاعر شم ، د ماڼۍ شاعر ،دلته خو څوک شعر نه اوري ، هر څوک د خپل ټولګي قافیه جوړونکو ته چکې وهي ، حاکم خو د سپین فیل واوریدل زما د مور نظم به هم واوري ، سپین فیل او د هغه د ړندې مور سره به هم نیږدې وم ، د ادکې مورغم به ورته وژاړم ، د هغوی مینه به زړه ته کاپي کړم او د بدري ناریان په شان به د هغوی له مینې ګرانو ماشومانو ته له اصله یوه پښتو کیسه هم ولیکم .

خو که په ځنګله کې خپله لاره ورکه نه کړم ، ځکه زړه ته مې نه لویږي که د ځنګله حیواناتو دا کیسه اوریدلي وي چې مرستې ته مې راشي.

اجمل تورمان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...