ماشوم او شعر/ پلوشه

دماشوم د ادبياتو يوه خوندوره برخه، شعر جوړوي. د ماشوم شعر هم د ښكلا او حقيقت په څېرځان د تعريف له چوكاټه لرې ساتي. خود خپلو وړو لوستونكيو او اوريدونكو ذهن بې اثره نه پرېږدي.

لكه څنګه چې لويان د شعر د هندسي جوړښت تر څنګ د شعر كميت او كيفيت په نظر كې نيسي اوله لوستلو يې متاثره كيږي، كټ مټ هماغه شان، د ماشومانو شعر د ماشومانو پر ذهن خپل خيالي وزر خوروي. او ماشوم د څو شېبو لپاره په شعري نړۍ كې الوزوي.

ماشومان تر لويانو زيات شعر ته اړتيا لري او خوند ترينه اخلي. خودلته دا پوښتنه راپيدا كېږي، چې كوم ډول شعرته؟ ايا هغه شعرونه، چې د لويانو له خوا ماشومانو ته ليكل كېږي؟ او كه هغه شعرونه چې ماشومان يې په خپله جوړوي؟

كېداي شي د دواړو پوښتنو لپاره يو ځواب وړاندې شي او هغه دا چې، دا مهمه نه ده چې شعردچا له خوا ليكل شوي دي. مهمه دا ده چې ماشوم د شعر په لوستلو او اوريدلو په خپله نړۍ كې پاتې شي.

د ماشومانو په شعري نړۍ كې، چې ډېره برخه يې ترانې، سندرې او لوبې جوړوي، كولاي شود ماشوم ذهن د، فانتزۍ، كنجكاوۍ،او د حافظې د پياوړې كېدو په لوري وهڅوو. اود دوي عاطفي احساس قوي كړو. شعر مترنم او موزون كلمات دي، چې د عاطفې او احساس په تارونو پيل كيږي. او هغه څه چې مترنم وي په حافظه كې ژر ثبتيږي او دحاَفظې په پياوړې كېدو كې ډېره مرسته كوي.

ددې لپاره چې شعر د ماشوم پر ذهن ژر اغېز وكړي، نو بايد چې له تشبيهاتو، استعارو او له سختو لغتونو له كارولو څخه ډډه وشي. ماشوم شعر په شعوري ډول حافظې ته نه سپاري. نو بايد د ماشوم شعر دومره سندريزاو ساده اوسي، چې تر اوريدو وروسته يې د ماشوم ذهن په خپله دهغې ساتلو ته چمتو والي وښيي.

ماشومان له هغه لوبو سره ډېره مينه ښيي چې د حركت تر څنګ سندريز بيتونه ولري. د ماشوم لپاره د سندرې پيغام او ځانګړې مانا ډېره د پام وړنه ده. كه چېرې د ماشومانو شعرونو ته پام وكړو، په طبيعي ډول د دوي شعرونه تر ډېره بريده په لوبو، كورنۍ، ورځ او شپه، د كال فصلونه، طبيعت او ژويو را څرخي. او هغه تصويرونه يې په ځان كې رانغښتي وي، چې د ماشوم په روزنه كې مهم وي او په ټوله كې ماشوم له خپل چاپېريال سره اشنا كوي.

دلته په جرمني كې چې تر كومه ځايه زما پام شوي دي، په وړكتونونو او په ابتدايي ښوونځيو كې تقريبا د ماشومانو ټولې لوبې سندريزې دي. دوي د ماشومانو لپاره مذهبي او دوديزې روزنې هم په سندرو او په لوبو كې ورزده كوي. د نوامبر په يوولسمه نېټه د (څراغ) په نوم، چې د مارتين د ورځې په نوم يې هم خلك پېژني، د وړوكتونو او ابتدايي ښوونځيو د ماشومانو لپاره يو جشن نيول كېږي. د دې جشن پس منظر يوه مذهبي كيسه ده. خو زه يې دلته يوازې د شعرهغه ژباړه رااخلم، چې دوي يې د مذهبي كيسې تر څنګ د ماشومانو په ذهن كې د دوو شيانو تناسب او پرتله كول ورزده كوي. دا جشن د تيارې په خوريدو پيل كېږي. له ماشومانو سره څراغونه ورسره وي او وايي:

زه روان يم له   څراغ سره

څراغ مې ځي له ماسره

هلته پاس

ځليږي يو څو ستوري

دلته ﻻندې

ځليږو موږه دواړه

څراغ مې اوس تتيږي

زموږ كور رارسيږي

ماشوم ډېر څه په ورځ كې ويني، په اړه يې پوښتنې كوي. ليكن شايد ډېرو كورنيو دې ته وخت نه وي موندلي، چې د ماشوم د پوښتنې ځواب په عملي بڼه وروښيي. د يوه ساده مثال په توګه، د ونې پاڼې په ورځ كې زرغون رنګ لري، ليكن د شپې له خوا تورې بريښي. ستوري د ماښام په پيل كې نه ځلېږي. مګركله چې شپه پخه شي، ستوري پړكېږي. ګومان نه كوم، چې په اوسني وخت كې به ميندې او پلرونه له خپلو ماشومانو سره په دې تمه تر نيمې شپې ناست وي، چې ګني زه به خپل ماشوم ته هغه څه وروښيم، چې د رڼا او تيارې په راتګ سره يې دليدو بڼه بدلېږي.

موږ په خپل لاس د ماشومانو نړۍ تر ډېره حده خپلې نړۍ ته ورګډه كړې ده. له بلې خوا مو د دوي ذهني غوښتنې هم په اقتصادي برخه كې ځاي كړي دي. ددې پر ځاي چې ددوي ذهني غوښتنې او د دوي هنري ذوق په هغه څه پياوړې كړو، چې اصلا هېڅ مصرف نه لري، موږ په خپله د دوي حافظې په نويو كونزلونو (( تلويزيون ،كامپيوتر ، نينتيندو او په بېلابېلو ليدنيزو لوبو )) بوختې كړې دي.

كه په عموم كې دخپل هېواد د ننه د ماشوم ادبياتو ته پام وكړو نو همدا فولكلوريكې كېسې، نكلونه او سندرې وې، چې ماشومانو به خپل وخت پې تېراوه. هغه څه چې د ولس مال و، هغه هم اوس ورو ورو له منځه ځي. بهتره به دا وي، هغه څه چې راپاتې دي، هغه بېرته راژوندي كړو او له سره يې وليكو. يا نوي څه را وپنځوو اود امكان په صورت كې يې له يوې بلې ژبې څخه راوژباړو. په دې ډول به مو د ژباړې په برخه كې هم كار كړي وي او تر خپله وسه پورې به مو د خپلو ماشومانوپه وړاندې خپل مسووليت هم رفع كړي وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...