باز او زرکه

ژیړه زرکه ښکلې وه
له کوره راوتلې وه

ناسته په ډبره وه
ډیره معتبره وه

تل ډیره خوشحاله وه
د غره خواکې یې ځاله وه

دې ویلې سندرې
له نورو څخه لیرې

باز راغی له غرونو
پوري له ځنګلونو

د باز سترګې سرې سرې
خلاصې یې پنجې وې
زرکه وارخطا شوه
له ځان سره سلا شوه

ژر ولاړه تر کوره
د باز له ظلمه و زوره

باز وویل زرکې
زما د زړه بڅرکې

ښکلې وې ستا غاړې
چیرې رانه ولاړې

زه په تا مین یم
په ارمان ستا د دیدن یم

را ووځه له خپل کوره
زما حال ته وګوره

بې تا مې ژوندون نه شي
هیڅ ځای مې سکون نه شي

یو ځای به ژوندون وکړو
موږ به پیوستون وکړو
تاته به هر څه راوړم
خوراک به ستا په زړه راوړم

تل تاسره مینه کړم
دا خبره سپینه کړم

زرکه خرامانه
له کوره را روانه

راغله د باز خواته
خپل کور شو ځینې پاته

څو شیبې سندرې وې
د راز و نیاز خبرې وې

زرکې وویل بازه
زما د زړګي رازه

ولاړ شه څه خواړه راوړه
ژر زما په زړه راوړه

باز ویل ستا غوښې
د هر چا ډیرې خوښې
تر ټولو دا خوږې دي
زما لپاره ښې دي

زرکه شوه حیرانه
باز ته شوه ګویانه

ته خو زما یار یې
اوس مرګ ته مې تیار یې

باز وویل ښکلې
بې عقلې ساده ګلې

یاري د زورورو
په خوله وي،په خبرو

اوس وږی یم تا خورمه
نور صبر نه کومه

زرکې په سلګو کې
د ژوند وروستو شیبوکې

دا وویل ژړاکې
دباز د پښو خوا کې

چې بې ځایه اشنایي کړي
اور به بل په خپل تندي کړي

ع- سحر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...