کرایز/ محیب رحمتي

داسي څوک به نه وي چي دا تصویر دي يې نه وي ليدلی، خو اوس دا تصویر د یو چا ژوند ژغوري

دا تصویر د سیم ګرايز دی چي په 2007م کي د سمندر په غاړه مور ځینی اخستی و، هغه وخت د سیم عمر 11 میاستي و، د افسوس خبر خو دا ده چي د هغه د پلار دواړه بډوګي له کاره لوېدلي دي، د هغه د درملني لپاره مرسته راټولېږي، او دا مرسته د سیم د دې انځور په مرسته راټولېږي، د هغه مور وايي ما نه غوښتل چي د سیم د تصویر په مرسته روپۍ راټولي کړم خو دا اوس د هغې مجبوري ده، روپۍ د ګوفنډ مي نومي ويب پاڼي په مرسته راټولېږي .

د سیم د پلار د بډوګو په درملنه 75 زره ډالره مصرف راځي خو تر اوسه پوري 38 زره ډالره راټول شوي دي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...