پاچا او وزیر/ ژباړه : آرش ننګیال

پاچا غوښتل چې خپل وزیر وټاکي، د سیمې څلور تنه پوه اوهوښیار کسان یې راوغوښتل او ټول یې یوې خونې ته بوتلل، ورته یې وویل:

ـ ور به په تاسو پسې بند شي خو ددې خونې قلف څه عادي قلف نه دی، دا د ریاضي په فورمول خلاصيږي، څو پورې چې هغه د ریاضي جدول حل نه کړئ، قلف نه خلاصېږي.

له دې خبرې وروسته پاچا له خونې ووت او ور یې بند کړ.

خونه کې څلور پوهان پاتې شول، درې تنه پاڅېدل او د راضي په حلولو یې پیل وکړ چې د قلف خلاصولو چل زده کړي، یو تن د د خونې په کنج کې غلی کېنانست، سترګې یې پټې کړې او په ژور سوچ کې ډوب شو.

درې تنه پوهان د ریاضي سوالونو په حلولو لګیا وو چې ناست کس راپورته شو، د دروازې پر لور روان شو، ور یې ټیلوهلو، پرته له کومې ستونزې خلاص شو او د باندې ووت.

په خونه کې هغه درې کسان د ریاضي په حلولو دومره بوخت وو چې د وره خلاصېدو ته هیڅ متوج نه شول.

څو شېبې وروسته پاچا له هغه عالم سره چې له خونې ووت بیرته خونې ته راغی او ویې ویل:

ـ کار بس کړئ، ازموینه پای ته ورسېده او ما خپل وزیر انتخاب کړ.

پوهانو په حیرانیتا پوښتنه وکړه چې هغه خو غلی ناست وه او هېڅ کار یې نه کاوه، نو تا ولې هغه خپل وزیر انتخاب کړ؟

نوی وزیر وویل: زه ځکه غلی کېناستم څو پورې فکر وکړم چې ایا ور په رښتیا هم بند شوی دی او کنه؟ بیا مې له ځانه سره فکر وکړ چې له کومه ځایه یې پیل کړم؟ هوښیار کس باید لږ تر لږه له ځانه پوښتنه وکړي چې ایا کومه ستونزه زما د کار په مخ کې شته؟ او څه ډول دا ستونزه حل کړم؟ بس زه هم پاڅېدم او کله مې چې ور وکوت نو خلاص و، زه هم له خونې بهر شوم.

پاچا وویل: بالکل همداسې ده. ور نه و قلف شوی، زه دې ته په تمه وم چې په تاسو کې څوک د موضوع په هکله رانه سمه پوښتنه وکړي، خو تاسو له واره د ریاضي جدول په حلولو پیل وکړ. دا هغه وخت و چې تاسو له لاسه ور کړ.

که ټول عمر مو زحمت ویستی وای نو دا فورمل به نه و حل شوی. نو زما نوی وزیر پوهېږي چې په څه وخت کې څه وکړي. لومړی پوښتنه باندې ځان پوی کړی بیا یې د حل کوښښ وکړئ.

۲۰/۰۵/۲۰۱۵

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...