باز او ټپوس/ ژباړه: زاهدالله ځلاند

یوه ورځ یو باز د ونې په یوه څانګه ناست و او ډېر خپه و. په دغه وخت کې یو ټپوس راغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: ته ولې خپه یې؟

باز ځواب ورکړ، زه د یو تکړه او پیاوړي مېړه په پیدا کولو کې ناتوانه یم او نه شم کولای، چې ځان ته یو غښتلی مېړه پیدا کړم.

ټپوس باز ته وویل: زه ډېر غښتلی یم. زه له تا نه هم غښتلی یم. ته کولای شې، چې له ما سره واده وکړې.

باز ټپوس ته وویل: آیا ته به د دې وړ شې، چې ما ته خوراک راوړې؟

د دې لپاره چې ټپوس باز ته خپل زور وښایي؛ نو ورته یې وویل، چې زه کولای شم، تا ته د خوړلو لپاره، په خپلو پنجو کې شترمرغ هم راوړم.

زاهدالله ځلاند

زاهدالله ځلاند

باز د ټپوس سره واده کولو ته چمتو او تیار شو. د دوی له واده یوه ورځ وروسته باز ټپوس ته وویل، چې د خوړلو لپاره ورته شترمرغ راوړي.

ټپوس والوت او د باز لپاره یې یو بد بویه او ناولی موږک، چې په ځمکه پروت و، راوړ.
باز د موږک په کتلو سره سخت خپه شو او ټپوس ته یې وویل: ته ما ته د شترمرغ راوړلو په ژمنه کې پاتې او نیمګړی راغلې.

ټپوس ورته په ځواب کې وویل: ما به تا سره د واده کولو لپاره هر څه ویل او د هر شي ژمنه به مې درسره کوله!

پایله: د لور او خور د ورکولو په وخت کې د راغلو خلکو/ مرکچیانو په ښکاره او ظاهري بڼه ونه غولېږئ او د هلک او کورنۍ په اړه یې پوره او سم مالومات ترلاسه کړئ!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...