ته څومره ګټې؟ ژباړه: زاهدالله ځلاند

ژباړه: زاهدالله ځلاند

یو سړی د کار نه ناوخته کور ته ستړی او ستومانه راغی او غوښتل یې، چې خپل پنځه کلن زوی، چې ده ته به یې په دروازه کې انتظار کاوه، وګوري.

زوی یې چې کله پلار ولیده، پوښتنه یې ورڅخه وکړه: آیا زه د تا نه یوه پوښتنه کولای شم؟

پلار یې ورته وویل: هو، ولې نه، پوښتنه وکړه.

زوی: پلاره! ته په یو ساعت کې څومره روپۍ ګټې؟

پلار یې په غوسه ووویل: دا په تا پورې اړه نه لري. ته ولې داسې پوښتنه کوې؟

زوی: زه یوازې غواړم، چې پوه شم، راته ووایه، چې ته په یو ساعت کې څو روپۍ ګټې؟

پلار: که ته خاماخا غواړې، چې پوه شې؛ نو زه په ساعت کې سل روپۍ ګټم.

زوی یې سر ښکته کړ او پلار ته یې وویل: زه له تا نه پنځوس روپۍ قرض اخیستی شم؟

پلار یې سخت په غوسه شو او ورته یې وویل، که ته پرې ځانته د لوبو خراب او خوشې شیان اخلې؛ نو سیده او نېغ خپلې کوټې ته ځه!

وړوکی هلک غلی خپلې کوټې ته لاړ او د ځان پسې یې دروازه رابنده کړه.

سړی غلی شو او له ځان سره یې فکر وکړ، کېدای شي، ده رښتیا کوم داسې شي ته اړتیا لرله، چې په پنځوس روپۍ یې واخلي، هسې خو یې د پیسو لپاره ډېرې پوښتنې ونه کړې.

سړی د وړوکي ماشوم کوټې ته ورغی، دروازه یې پرانېسته. غږ یې ورته وکړ. زویه ویده یې؟

زوی یې ورته وویل: نه پلاره، ویښ یم.

پلار یې ورته وویل: بچیه! ته لکه چې له ما نه خپه شوې، دا دي پنځوس روپۍ واخله.

وړوکی ماشوم نېغ کېناست، موسکی شو او د پلار څخه یې مننه وکړه. وروسته یې د بالښت نه لاندې څو روپۍ راواخیستې او ویې شمېرلې. پلار یې چې له ده سره نورې روپۍ هم ولیدې، چې د بالښت لاندې یې ایښې وې؛ نو یو ځل بیا په غوسه شو او د هلک څخه یې پوښتنه وکړه، چې له تا سره خو روپۍ وې، نورې دې ولې غوښتې؟ هلک ورته وویل: ما مخکې پوره روپۍ نه لرلې؛ خو اوس یې لرم.

پلاره! زه اوس سل روپۍ لرم، آیا زه ستا یو ساعت وخت اخیستلی شم؟ په مهربانۍ سره سبا ته له کاره وختي راشه، زه غواړم چې له تاسره د ماښام ډوډۍ یو ځای وخورم.

پلار یې هک، پک شو او د خپل وړوکي زوی نه یې لاسونه چاپېره او غېږې ته یې نږدې کړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...