کڼه چونګښه/ ژباړه: زاهدالله ځلاند

یوې چونګښې پرېکړه وکړه چې د ونې سر ته وخېژي.
ټولو چونګښو ورته چیغې وهلې چې:
دا ناشونې ده! دا ناشونې ده!
د ډېرو هلو ځلو وروسته چونګښه ونې ته وختله.

هغه څنګه؟
ځکه چې هغه چونګښه کڼه وه او داسې فکر یې کاوه، چې نورې چونګښې یې ونې ته د ختلو لپاره هڅوي او تشویق ورکوي.

پایله: که غواړئ، چې خپلو موخو ته ورسېږئ؛ نو د خلکو منفي فکرونو ته، ځانونه کاڼه کړئ!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...