د شپې څوکیدار/ ژباړه: زاهدالله ځلاند

یو شرکت د کار موندنې یو اعلان خپور کړ. څو کار غوښتونکي کسان ورغلل او د شرکت منېجر ورسره د کار لپاره مرکې وکړې؛ خو یو کس یې هم خوښ نه شو.

په پای کې یو کار غوښتونکی د مرکې لپاره ورغی، د شرکت منېجر په ښکاره په ده کې کومه ناسمي ونه موندله او د نوموړي د روغتیا او صحت په اړه یې ورڅخه پوښتنه وکړه؛ نو دغه کار غوښتونکي یې په ځواب کې وویل، چې: ” د بې خوبۍ ناروغي لرم.”

منېجر خوشاله شو او همدی یې د شپې د څوکیدار په توګه، په دنده وګوماره.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...