ماشوم اړینه سرچینه ده!/ نورمحمد ثاقب

ماشوم د راتلونکي رهبر، ښوونکی، څېړونکی، تحلیلوونکی، نوښتګر او ستر خدمتګار دی. هر اورګان له انساني سرچینې پرته هیڅ دی، خو ماشوم انساني سرچینه ده، نو شوني ده، چې خپلو ماشومانو کې به داسې رهبران ولرو ترڅو هیواد او نړۍ ته بدلون ورکړای شي؛ ماشومان داسې استعدادونه لري، چې سیمه ایز، ملي او ان نړیوال اتل ونومیږي، خو اړینه ده، چې پالنې ته یې ډیره پاملرنه وشي، د ماشومانو مور او پلار اغېزمنه روزنه دوی ته وړتیا ورکوي، چې ځواکمن، صحتمند، بریمن لوی او حاصلیز ځوانان شي.

ماشومانو ته د روزنیز ژوند په غونډو، بحثونو او مجلسونو کې د نظر وړاندې کولو موقع نه ورکول، د دوی په فکري پروسه ناوړه اغېزه لري او د تصمیم نیولو پروسه یې له ستونزو سره مخ کوي، د ماشومانو غندنه په هیڅ صورت سره مه کوئ، ځکه چې راتلونکی یې سخت اغېزمنوي، د جرأت ازرښت، چې د ژوند ډیر اړین ځواک دی؛ له منځه ځي او له بلې خوا د ماشومانو غندنه د دوی پټ استعدادونه او ځواکونه د تل لپاره له منځه وړي.

ماشومان د زیږون سره سم د ټولنیز ژوند کولو مهارتونه له ځانه سره نه راوړي بلکې د ماشومانو د ټولنیز پرمختګ لپاره والدین حساس رول لري، دوی خپلو والدینو ته اړتیا لري، ترڅو د همزولو سره د متقابل چلند په ترسره کولو کې فعاله ونډه واخیستی شي. والدینو ته په کار ده، چې له هر څه د وړاندې په ماشومانو کې د مینې، مننې، زغم، باور، صداقت او ملګریتوب روحیه پیاوړي کړي؛ یاد ارزښتونه د ماشومانو په راتلونکي اړیکو کې د دوه اړخیز درناوي او ټولنیزو مهارتونو په غښتلتیا کې مرسته کوي. والدین ماشومانو ته بېلا بېل ټولنیز مهارتونه له ډول ډول طریقو ورښودلی شي، ځکه چې ماشومان خپل مور او پلار ګوري او له دوی څخه د متقابل عمل کولو طریقه زده کوي، د مور او پلار لیدنې، چې له نورو خلکو سره یې کوي؛ ماشومان یې هم زده کوي، له مور او پلار څخه د خبرو کولو او اوریدلو طریقې زده کوي،کیسۍ ویل ، ټوکې کول، له نورو سره ګډ کار کول، له نورو څخه مرسته غوښتل، د نورو بښل او له نورو څخه بښنه د خپلو والدینو نه زده کوي. والدین کولای شي، چې ماشومان په صمیمنا چلند سره وروزي، سربېره پر دې، مور او پلار لویه دنده پرغاړه لري، چې ماشومانو ته د روزنې پر مهال د نورو سره د ملګریتوب او مرستندویه کیدو مهارتونه ورزده کړي.

د ماشومانو په سالم پرمختګ کې د دوی ملګري هم ډیر مهم رول لري، په ځانګړي توګه د هغو ماشومانو لپاره د ملګریتوب ارزښت ډیر اړین دی؛ چې عمرونه یې د ښوونځي له تګ سره برابر وي، څېړنو څرګنډه کړي؛ هغه ماشومان، چې د ملګرو له کمښت سره مخ وي، په راتلونکي ژوند کې د احساساتي کیدلو او ذهني ستونزو له امله ځورېدی شي. ملګریتوب نه یوازې د ماشومانو لپاره ساتېری دی، بلکې د دوی په مثبت ژوند کې مرسته کوي، د ماشومانو ترمنځ ملګریتوب د دوی مثبتو احساساتو او اخلاقو په پرمختګ کې مرسته کوي، ماشومان د خپلو ملګرو سره په متقابلو کړو وړو کې ډیر ټولنیز مهارتونه زده کوي، لکه: د محاورې کول، ګډکار کول، ستونزو حلول، پر لاره تګ، خپلو احساساتو کنترولول، د نورو احساساتو پر وړاندې غبرګون ښودل او داسې نور.

کله چې ماشومان د ملګریتوب په ترڅ کې د بېلا بېلو حالاتو سره مخامخ کیږي، نو دوی یې په اړه فکر کوي، خبرې اترې کوي، بالاخره د بریالي ژوند کولو وړتیا پيداکوي؛ لنډه دا، چې د ماشومانو په ژوند کې ملګریتوب ستر ارزښت درلودلای شي، نو پدې اساس خپل ماشومان داسې وروزئ، ترڅو په بیدیه، ښوونځي او د لوبو په ځای کې نورو ماشومانو سره غوره سلوک وکړای شي؛ موقع ورکړئ، چې نورو ماشومانو سره يوځای لوبې وکړي.

د دې پرځای چې خپلو ماشومانو سره په سختۍ خبرې وکړئ، په نرمه لهجه، درناوي او باور سره خپلې هیلې(معلومات، پيغامونه) ورسره شریک کړئ، ځکه چې دوی له تاسو څخه کټ مټ تقلید کوي، نو پروړاندې يې له زیږه، ناوړه او جزائي چلند مخه ونیسئ، ترڅو ماشومان مو په ټولنه کې باجرأته اموخته شي، خپلو ماشومانو ته د ټولنیزو خطرونو او ننګونو په اړه لا وړاندې معلومات ورکړئ ترڅو د سختو حالتو سره په مقاومت کولو کې غښتلي وي.

خپلو ماشومانو سره مو د خبروکولو لپاره هره ورځ ځانګړی وخت ورکړئ، د روزنیزو پېښو په اړه خبرې سره وکړی، کله چې ماشومان خبرې کوي، ډير په غور سره یې واورئ، سترګو ته یې ګورئ، سر ورته خوځوئ، داسې ډاډ ورکوئ، ګواکې په بشپړ ډول مو ورته غوږ دی، پوښتنه ورڅخه کوئ، ځواب ورکوئ ترڅو وهڅیږي او هغه څه چې دوی یې ویل غواړي، په مفصل او توجه سره یې ووايي؛ له خپلو ماشومانو سره خبرې کول نه یوازې دا چې تاسو سره نېږدې ساتي، له احواله مو سره خبروي، بلکې د ماشومانو هغه ټولنیز مهارتونه، چې د محاورې په ترڅ کې یې زده کړيدي؛ هم تمرینیږي.

د شپږو او اوو کالو عمر لرونکي ماشومان د نورو په نظریو د پوهیدلو ډیر مناسب پړاو دی، له دوی سره مرسته وکړئ، چې د پوهیدلو وړتیا د مختلفو موضوعاتو په تړاو خبرې کولو سره وده وکړي او مرسته ورسره وکړئ، چې منفي احساسات اداره کړای شي. د ستونزو د حلولو مهارت، چې په ژوند کې ډیر اړین دی؛ په زده کړه کې یې هم مرسته ورسره وکړئ.

بنرډ شوو(Bernard Shaw) وايي: “د ژوند مفهوم دا نه دی، چې اسان دې وي، خو اې زما کوچنيه! زوړور اوسه! ځکه چې پایله یې خوښي وي” نو خپل ماشومان مو زوړور وروزئ، جرأت ورکړی ترڅو په راتلونکي کې د ټولنې پر وړاندې د سالم شخص په توګه په بشپړ باور سره خدمتونه وکړای شي، که ماشومان ډارن، بې جرأته او پر ځان بې باوره وروزو نو لېرې نه ده، چې ناسالم انسان مو ټولنې ته وړاندې کړ ځکه چې د خپل ځان او ټولنې د بهبود هغه اړین معلومات او احساسات چې دی یې له ځانه سره لري، نورو ته په اغېزمنه توګه نشي رسولای او د خپلو حقوقو دفاع نشي کولای.

له بله پلوه، ښوونکي ستر چانسونه لري، ترڅو ماشومان په ټولنیزو مهارتونو او ملي روحیه سنبال کړي، تر ټولو د مخه اړینه ده، چې ماشومانو ته د ښوونې او روزنې ګټور سیستمونه جوړ او د ګټې اخیستنې شرایط برابر شي، ځکه چې د ماشومانو لپاره د معیاري سواد زده کړې برابرول د معیاري لوړو زده کړو(تخصصي زده کړو) ضمانت کوي.

پای

۱۳۹۴ غويي ۱۸ جمعه

1 comment

  1. عبدالواسع عادل Reply

    ډېره ښایسته لیکنه ده، باید چې والدین دخپلو ماشومانو په روزلو کې د هر ډول امکاناتو څخه کار وخلی، چې د خپلو خوږو او ګولالیو ماشومانو راتلونکي روښانه کړي، اود ښو اخلقو په روحیه یې سمبال کړي، ټول مسئولیتونه د والدینو دي. ډېره ښکلي لیکنه دی، ثاقب صیب د نورو همده شان لیکنو په هیله کامیابي د غواړم منن عادل…..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...