د ماشوم ادبيات/ ژباړن : محب الله آرمل

د ماشوم ادبيات د يوې ليکنې په قالب کې هنري هڅې او کوښښ ته وايي چې د ماشوم د اصلاح او پرمختګ سبب وګرځي . يا په بل ډول : د ماشوم ادبيات د احساساتو، افکارو او عواطفو يو ساده او هنري بيان دی چې ماشوم ته د ليکنې، غږ، انځورګرۍ ياعکسونو او شکلونو په واسطه ورښودل کيږي . د ماشوم په ادبياتو دغه خبره هم ورزياتولی شو چې د ماشوم ادبيات د ليکنو، شعرونو… او ويناوو هغه جونګ دی چې د مشرانو لخوا کشرانو ته يا خپله د کشرانو لخوا پداسې ډول تهيه کيږي چې د دوی له استعداد او علمي سويي سره همغږي ولري . د ماشوم په ادبياتو کې کيسه، شعر، نمايش، افسانه داستان او نور … راځي.

د ماشوم ادبيات ماشوم ته د ژوند په هر پړاو کې مهم دي او د ماشوم د پرمختګ سبب کيږي، ماشوم نېک خويه آموخته کوي، تخيل ته يې لوی والی ورکوي او په ژوند کې د نوښت او ابتکار راز ور زده کوي . داستانونه او شعرونه چې ماشومان لولئ يا يې اوري د دوی په روحياتو او افکارو باندې ژور او هر اړخيز تاثيرات پرېباسي، دوی د ټولنيز ژوند په آدابو او له يو بل سره په اړيکو پوهوي، همدارنګه د ژوند په چارو کې د دوی درک او فهم پياوړی کوي . د ماشوم ادبيات له ماشوم سره د ژبې په زدکړه، د تازه کليمو په يادولو او د ليد په پراخوالي کې هم مرسته کوي .

د ماشوم ادبيات په ماشومانو دا لاندې تاثيرات لري:

۱ ـ د ماشوم ادبيات د ماشومانو د افکارو، عواطفو او د بيان په اظهار کې مرسته کوي .

۲ ـ د ماشوم تخيلي ځواک پياوړی کوي .

۳ ـ د ماشوم د نوښت او ابتکار قوه تحريکوي .

۴ ـ له ادب او ادبياتو سره د ماشوم مينه زياتوي .

۵ ـ ماشوم په خپل نفس باوري کوي او هغه ته د ټولنيزې آزادۍ او عدالت روحيه ورکوي .

۶ ـ د ماشوم عاطفي اړتياوې پوره کوي او له خپلو نورو هم نوعو سره د نېکۍ او ښو اخلاقو د تر سره کولو چل ور زده کوي .

د ماشوم ادبيات نظر د دوی عمر ته په لاندې ګروپونو وېشل کيږي

الف ـ ګروپ ( له ابتدايي دورې مخکې کلونه ) يا تر شپږ کلنۍ پورې .

ب ـ ګروپ ( ابتدائي کلونه ) يا د شپږ او اووه کلنۍ وخت .

ج ـ ګروپ ( له ابتدايي دورې ورسته کلونه ) يا آته او نهه کلني .

د ـ ګروپ ( د نوې ځوانۍ لومړني کلونه ) يا د لس او يولس کلنۍ وخت .

ه ـ ګروپ ( د نوې ځوانۍ دوره ) يا د دولس او څوارلس کلنۍ وخت .

که غواړو د ماشوم ادبيات وليکو نو ښه ده چې د دوی عمر په پام کې ونيسو او نظر د دوی عمر ته د ماشوم ادبيات وپنځوو .

د ماشوم په ژوند کې د کتابونو رول

۱ ـ د خالق او ټولو ښکارندو (پديدو) په پېژندلو کې له ماشوم سره مرسته کوي.

۲ ـ د ژبې په زدکړه او د مضامينو په يادولو کې د دوی وړتيا زياتوي .

۳ ـ د انسان لويوالی، وړتياوې او ارزښت ور ښيي.

۴ ـ د خپلې قوې د سم مصرف چل ور زدکوي او لټون کونکی يې روږدی کوي .

۵ ـ ماشوم توانا کوي، د وينا او خبرو جرئټ او راز ورښيي، د ليکلو ستعداد يې پياوړی کوي او هنري ذوق يې روزي .

۶ ـ ماشوم له خپلې نړۍ سره په غيرمستقيم ډول آشنا کوي .

۷ ـ په ماشوم کې په خپل ځان د باور يا د عتماد پر نفس روحيه تقويه کوي .

۸ ـ د بېلابېلو کسبونو د زدکړې لار ورته ښيې او له خپلو تجروبو د ګټې اخيستنې کيلي ورکوي .

۹ ـ له سولې سره د ماشوم مينه پيدا کوي او د ملي او کليوالي فرهنګ پېژندنې ته يې وربولي .

۱۰ ـ ماشوم غير له تشدد او مجبوريته اخلاقي لويوالي ته ورکشکوي .

۱۱- په ماشوم کې ريښتينولي او صميميت روزي او ټولنيزه رحيه يې پياوړې کوي .

۱۲ ـ د ماشوم ذهني او عاطفي اړتياوې پوره کوي او يو سپېڅلی خوند ورڅکي .

۱۳ ـ د خلاقيت او تخيل ځواک يې پياوړی کيږي .

۱۴ ـ د ژوند اصل او فلسفه ورښيي او د اندونو د تربيې کونجي په لاس ورکوي .

په ماشومانو د کيسو اغېز

داستان د ماشوم د شخصيت په روزنه کې مهم رول لري . ماشومان د کيسو او داستانونو په مرسته ډېری اخلاقي ارزښتونه زده کوي ، لکه دلاوري، دوستي، هيله مندي ، آزادي، ځوان مردي، د حق پلويتوب، د ظلم په وړاندې درېدل او نور موضوعات چې په کتابونو کې شامل وي . همدا رنګه د ماشوم د ښکلا پېژندنې حس روزي، خپل چاپېريال او د چاپېريال پېښو ته يې ځير کوي، په ماشوم کې ګټور عادتونه رابرسېره کوي، د دوی د استقلاليت او خلاقيت حس پاروي… او ورته نور مضامين دي چې ماشوم يې په خپلو ادبياتو کې موندی شي .

پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...