د کوچنیانو ادبیات/ پوهندوی آصف بهاند

تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

څلورمه برخه

په پښتو ادب او پښتني ټولنه کې کوچنیان داسې بې برخې دي لکه د الفت صاحب په «خیرات» نومي نثر کې چې ړوند او شل بې برخې وو. که پښتو ادب له هماغه لومړني لاس ته راغلي شعر نه را پیل کړو، کوچنیانو ته په ټاکلي ډول هیڅ داسې څه چې د هغه د هڅونې او پوهونې تکل دې په کې شوی وي، نه تر سترګو کېږي.

که د کوچنیانو د ادب دا تعریف چې: هغه څه چې د کوچنیانو له پاره په زړه پورې وي، ښه وي، سمه لار ورته وښيي، د هغوي هنري تنده او ذوق ارضا کړای شي او په راتلونکي ژوند باندې د دوی باور حاصل کړي، هغه د دوی ادب بلل کیږي، د منل شوي تعریف د نه شتون په صورت کې عجالتآ په نظر کې ولرو، د پښتو ادب له هماغه پیل نه تر لسمې هجري پیړۍ پورې یوازې څو اخلاقي نصایح لیدلای شو او بس. د زرغونې له بوستان څخه را پاتې یوازینی حکایت یوازې یو اخلاقي نصیحت ګڼل کیږي. دغه شعر د پټې خزانې له برکته تر موږ پورې را رسیدلای دی. څو بیتونه یې دا دي:

هـــو پـوهانـو ځان ایرې کـړ

لــه لـوینې یې ځـان پرې کـړ

څـوک چې ځان ته ګوري تل

خـدای تـه نـه شي کـړای کتل

لــویي تــل پـه ګـفتار نــه ده

لــو خــبره پــه کــار نـــه ده

تــواضـع بــه دې سر لوړ کا

تکـبـر بــه دې تـل ځـوړ کــا

(پټه خزانه، د محمد بن داود،دویم چاپ، د پوهنې وزارت خپرونه،۱۳۳۹ کال، ۱۹۴مخ)

دا او دې ته ورته نصایح په هغه وخت کې ځکه د کوچنیانو په روزنه کې دومره اثر نه درلود چې سواد ډیر عام نه و چې د کوچنیانو روزلو ته دې د ادبیاتو له لارې پاملرنه وشي.

بیا د روښانیانو په دوره کې هم پرته له نصیحتونو، د پام وړ کوم شی نه تر ستر ګو کیږي. له دې را وروسته بیا د ملا الف هوتک «نصیحت نامه او بحر الایمان» ځکه د پام وړ ده چې له «بحرالایمان» نومي اثر څخه چې کوم یوازینی شعر د پښتانه شعرا لیکوال علامه حبیبي را نقل کړی دی، فرزند(زوی یا لور) ته په خطاب کې ویل شوی دی. په دې ترتیب:

راشه واوره ای فرزنده

تـا تـه وایــم ارجـمـنـده

( حبیبي عبدالحی، پښتانه شعرا، لومړی ټوک، پښتو ټولنه، ۱۳۲۰ کال، ص ۷۶)

له دې دورو نه چې لږ وړاندې قدم کیږدو، د خوشال زمانې ته رسیږو او د چا خبره لږې لاړې مو تیریږي.ځکه چې د خوشال په منظومو او منثورو آثارو کې د ماشوم څیره ګورو. هلته ګورو چې څنګه د ده په آثارو کې د ماشومانو ژوند اوروزلو ته پام شوی دی.

خوشال په خپلو آثارو کې ځای، ځای د کوچنیانو د زوکړې، ښوونې روزنې، لویدو او په راتلونکې ټولنه کې د هغو د سیاسي او ټولنیز دریځ په باب بحثونه او خبرې کړې دي چې ځینې یې لکه د تیرو شاعرانو په شان اخلاقي نصایح دي او ځینې یې په رښتیا دهغه وخت د شرایطو او غوښتنو له مخې د کوچنیانو د روزلو له پاره اړینې خبرې دي.

که د خوشال د لاس ته راغلو او چاپ شوو آثارو له لوستلو وروسته د هغه د ښوونې روزنې فلسفې ته ځیر شو، هلته لیدل کیږي چې خوشال د کوچني د زیږیدو، لویدو، خوراک، څښاک، پوشاک، ښوونې روزنې او د ماشوم ژوند او په پای کې د هغه لیک لوست او ادب ته په خپل وار سره اشارې کړې دي.

د خوشال په آثارو کې تر ټولو د پام وړ اثر چې د کوچنیانو په باب بحث او خبرې په کې راغلې دي، هغه دستار نامه ده. زه د خوشال دستار نامې ته د هغه وخت د پښتنو اساسي قانون وایم. خوشال په دستار نامه کې د یو مشر له پاره هغه ځانګړنې په نښه کړي دي چې د هغو په لرلو سره یو شخص کولای شي د قوم، اولس او یا ټولنې مشري وکړي. خوشال د مشرۍ ټولې ځانګړنې په دستار نامه کې را ټولې کړې دي.

په دستار نامه کې د نثر په ژبه یوه مقدمه، شل هنرونه، شل خصلتونه او یو خاتمه راغلې ده چې د هغه وخت د ټولنې او حکومتدارۍ ښه هنداره یې ګڼلای شو. خوشال د نوي نسل او په راتلونکې ټولنه کې د هغو د رول د مهموالي په خاطر د دستار نامې په شلو هنرونو کې یوهنر(دولسم هنر د اولاد دتربیت) د ماشومانو له پاره ځانګړی کړی دی.

خوشال په علمي ډول د کوچنیانو روزلو ته له هماغه لومړني پړاو نه چې حتی د اوسني وخت غوښتنه هم ده، د پام کولو غوښتنه کوي. خوشال وايي له هغه وخت نه چې د ماشوم وجود د مور په نس کې د جوړیدو په مرحله کې وي، باید روزلو ته یې پام وشي:

«اولاد یا زوی وي یا لور، خو چې عورتینه په فرزند ډکه شي، نور یې تربیت لازم شي.» (خټک خوشالخان، دستارنامه، پښتو ټولنه، ۱۳۴۵ل کال، ۶۵ــ ۶۶ مخونه)

خوشال په دستار نامه کې د همدې دولسم هنر په ترڅ کې د ماشوم د لیک لوست د پیل کیدو توصیه داسې کوي:«… چې د څلورو کالونو شي، څلور میاشتې څلور ورځې، په لوستن دې کینوي …» (خټک خوشالخان، دستار نامه، د پیښور چاپ، ۱۹۹۱ م کال، ص ۱۲۵)

خوشال لا هغه وخت د کوچنیانو د لیک لوست په برخه کې لکه د اوسنیو غوښتنو پر اساس ټینګار کوي چې د لیک لوست په برخه کې دې کوچني سره زور زیاتی نه کیږي:

«… چې اوستاد لره ورشي، په اول سبق یې مور پلار وبښل شي. معلم دې ورسره هنر کا چې آزار یې نه کا، د ده په زړه دې ور سره چلیږي. که هلک عالي فطرت وی، تر اوه کاله پورې سواد خوان شي … تمام عمر که د تحصیل په کار کې تیریږي، سعادت دی او که نه دا هومره چې وکښل شول، دا خو دې وي» (دستار نامه، د پیښور چاپ، ۱۲۵ــ ۲۶ مخونه)

خوشالخان د دستار نامې د همدې هنر په بل ځای کې د کوچني په روزنه باندې د ټولنې د اثراتو په باب داسې فرمايي:

«د هلک زړه لکه سپین کوره کاغذ هسې دی. هر چې پرې وکښې، هغه حرف پرې پریوزي. د اشرارو د صحبت اثر پرې وشي، اشرار شي، چې د اخیارو د صحبت اثر پرې وشي، اخیار شي.» (دستارنامه، د پیښور چاپ، ۱۲۷مخ)

خوشال په دستار نامه کې د ټولو مروجه علومو د زدکړې سپارښتنه کوي او په ټینګار سره وايي:«… تمام عمر که د تحصیل په کار کې تیریږي، سعادت دی او که نه دا هومره چې وکښل شول، دا خو دې وي …»(دستار نامه، کابل چاپ ۶۶ــ ۶۷مخونه)

له دستار نامې نه علاوه د خوشال په منظومورو آثارو کې هم د کوچنیانو یادونه شوې ده او دهغوی له پاره څه اخلاقي، تربیتي، لارښوونې شته. دغه رباعي یې ښه نمونه کیدای شي:

چې علم وکړې، عزیزه زویه

فهـم پـه علـم، په عـمل بـویـه

کـمکه ونـه، بـار داره ښـه ده

نـه پلـنه ونــه، بې بـاره لـویه

د خوشال په آثارو کې د هغه وخت او چاپیریال له غوښتنو او شرایطو سره سم ماشومانو او کوچنیانو ته پاملرنه شوې ده او حتی ویلای شو چې لا ډیر. هغومره چې خوشال ماشوم او کوچني ته ، دهغه روزلو اوسواد زدکړې ته، د هغه غوښتنو او پوښتنو ته پاملرنه کړې ده، د ده هیڅ هم مهالي شاعر او لیکوال نه ده کړې او حتی له ده نه ډیره موده وروسته هم د ده په اندازه پاملرنه هیڅ شاعر او لیکوال نه ده ورته کړې.

له خوشال نه وروسته د لویو شاعرانو لکه رحمان بابا او حمید مومند په شعرونو او آثارو کې یوازې د اولاد، فرزند یا زوی نومونه یاد شوي دي او یوازې په نصیحتونو یې بسنه کړې ده.

له هماغه پیل نه بیا تر معاصرې دورې پورې موږ نه شو کولای چې دا ډول نصایح د کوچنیانو د ادبیاتو تر سر لیک لاندې فهرست کړو. د دې نصیحتونو ډیره سلنه د کوچنیانو میندو او پلرونو ته یو لړ نیمګړې لارښوونې دي چې کوچنیان له هغو څخه په نیغه ګټه نه شي پورته کولای، هیڅ ډول هڅې ته یې نه شي چمتو کولای، نوځکه ورته په زغرده د کوچنیانو ادبیات نه شو ویلای.

په دې ډول د کوچنیانو د روزنې او ادب په باب خبره را رسیږي معاصرې دورې ته، یعنې د چاپ د صنعت د رامنځ ته کیدو دوران ته او له چاپ سره سم د ماشومانو له پاره د ځانګړو خپرونو رامنځ ته کیدو ته، چې په معاصره دوره کې د اخبارونو له چاپ سره په ریښتینې توګه د کوچنیاو ادبیاتو خپل لومړني ګامونه پیل کړل.

په افغانستان کې د کوچنیانو ادبیات هیڅکله د یوې جدي او د پام وړ موضوع په ډول مطرح نه وه او نه ده. که په افغانستان کې د مطبوعاتو د رامنځ ته کیدو له وخت نه بیا تر نن پورې چې د کو چنیانو ادبیات وڅیړل شي، یا به هیڅ نه وي، که وي هم ډیره ډیر لږ او په نشت به حساب وي.

د کوچنیانو د ادبیاتو په باب څه باندې دیرش کاله پخوا ما کار پیل کړ. د شپیتمې لسیزې په پیل کې دغې تشې ته زما پام شو. مټې مې بډ وهلې او کار مې پیل کړ. په خپله کورنۍ کې دننه او د باندې له کورنۍ نه مې موضوع له ځینو قلموالو، مشرانو او استادانو سره شریکه کړه. ځینو زړه سواندو و هڅولم چې ډیره په زړه پورې، نوې او اړینه موضوع ده، کار او څیړنه باید پیل کړم.

هماغه و چې کار مې پیل کړ. نه مې رسمي دولتي کتابتونونه پریښودل او نه شخصي، چیرې مې چې د کوچنیانو د ادب په باب د موادو او آثارو پته لګوله ورتلم به، یاد داشتونه به مې اخستل او خپل نظر او تبصرې به مې ور باندې لیکلې. ۱۳۶۵ کال کې مې د هغه وخت د امکاناتو او لاس لرلو موادو په رڼا کې خپل کار بشپړ کړ. څو رسمي موسسو ته مې کتاب د چاپ له پار ور وړ. چا نیغ په نیغه د «نه» ځواب راکاوه او چا په نن سبا غولولم.

کتاب اصلا باید د افغانستان د لیکوالو ټولنې د کوچنیانو ادبیاتو څانګې چاپ کړی وای، خو د هغې ادارې مسولینو را ته و ویل چې د اوس له پاره د دې موادو چاپ ته موږ اړتیا نه لرو. په پای کې د ځینو دوستانو په څو ځلي هیلې او ټینګار سره او د ښاغلي اکبرکرګر په خاصه پاملرنه چې هغه وخت د چاپ او خپرونو د دولتي کومیټې رییس و، د همدې کومیټې له خوا په ۱۳۶۶ کال کې چاپ اوخپورشو.

زه دا دعوا نه لرم چې دا کتاب به هیڅ ډول نقیصه ونه لري او بشپړ به وي. د دې اصل پر بنا چې:«چیرته چې کار شته، هلته تیر وتنه هم شته»، خامخا به زما په اثر(د کوچنیانو ادبیات) کې هم تیر وتنې وي، خو دا په جرآت او مسولیت سره ویلای شم چې د هغه وخت د شته موادو او امکاناتو په چو کاټ کې ما خپله خواري تر وروستۍ پولې پورې، تر هغه ځایه چې زه پوهیدم، تر سره کړه.

کله چې کتاب له چاپه راووت، ما د هماغه کال مطبوعاتي جایزې ته هم کاندید کړ او ډاډه وم چې ډیره نوې موضوع مې را سپړلې، څیړلې او نوي مواد مې د څیړنې او تحقیق ډګر ته را ایستلي دي او د دولت او فرهنګیانو پام مې داسې یوې موضوع ته اړولی دی چې ډیره اړینه او ضروري ده، نو خامخا به لومړۍ درجه مطبوعاتي جایزه ګټم، خو د جوایزو په کومیټه کې ناستو ښاغلو د هغه وخت د ځینو شاید سلیقوي یا سیاسي ملحوظاتو په نظر کې نیولو سره ماته دویمه درجه مطبوعاتي جایزه و ټاکله، خو زما پام دومره جایزې ته نه و، لکه د کتاب خپریدو ته چې و.

د دې خبرې یادول اړین ګڼم چې د مقالو دغه سلسله(د کوچنیانو ادبیات، تاریخي پس منظر، اوسنی حالت) چې ما (آصف بهاند) پیل کړې ده، زما د پاسني یاد کتاب(دکوچنیانو ادبیات) بیا ځلي خپرول نه دي، بلکې په دې مقالو کې زما موخه او هڅه دا ده چې د کوچنیانو  دادبیاتو د تاریخ په رڼا کې اوسنی حالت وڅیړم، شوي کارونه معرفي کړم، امکانات یې وپلټم او شته ستونزې په نښه کړم، د حل لارې ورته پیدا کړم.

د مقالو په دې سلسله کې زه له خپل کتاب نه چیرې چې لازمه وه، نقل قول به کوم،  او ځینې مواد به د استناد په ډول ورنه را اخلم، خو دا د دې مانا نه رسوي چې زه د کوچنیانو د ادبیاتو په باب د خپلو هغو تیرو خپرو شوو موادو د بیا خپرولوهڅه کوم.

تېرې برخې:

لومړۍ برخه

دوهمه برخه

درېمه برخه

ستاسو تبصره

Logged in as تاند. Log out?

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...