د ماشوم د ادبياتو د ودې يوه ښه هڅه

صدیق الله بدر-

په افغانستان کې د ماشوم د ادبياتو د ودې لپاره هڅه يو اساسي ضرورت دی، خو زموږ په ټولنه کې له پرونه تر ننه په دې برخه کې هڅې خورې ورې دي او پوره انسجام نه لري. کله کله زموږ ځينې ليکوال د دغې اړتيا په پوهېدو د ماشومانو لپاره کيسې او ترانې ليکلې يا له نورو ژبو راژباړلې دي، خو ډېر ځله يې د چاپ لپاره امکانات نه دي موندلي.

په تېرو نهو کلونو کې نړيوالې ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ودې او پرمختګ لپاره ډېرې مرستې وکړې، خو دغه مرستې په ځای ونه لګېدې او موږ لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ يو.

ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د نورو ټولنو ترڅنګ د مور او ماشوم په نومونو يو شمېر ټولنې جوړې شوې، خو دا چې د دغو ټولنو په سر کې کارپوه او خواخوږي کسان نه دي راغلي، هڅې يې تر ډېره نمايشي او يوازې په زیات لګښته غونډو جوړولو متمرکزې وې. حال دا چې په کار وه، دغه ټولنې د ترلاسه شويو مرستو پر بنسټ د مور او ماشوم په برخه کې د ماشوم د ادبیاتو لپاره هم هڅې کړې وای چې يې نه دي کړې.

ډېر ځله يو شمېر مدني ټولنو د خپلو نورو کارونو ترڅنګ دغه مسئله د يوې اړتيا په توګه طرح کړې، خو په دې برخه کې يې بيا عملي اقدام ته زړه نه دی ښه کړی.

د نړۍ په کچه د ماشوم د روزنې لپاره په پراخه کچه د ماشوم ادبیاتو ته ډېره توجه کېږي او په دې برخه کې په زرګونه کتابونه چاپ او خپرېږي، خو د افغانستان ماشومان له دې توجه بې برخې دي، په تېره بيا د دغه هېواد د لرو پرتو سيمو ماشومان. د پايتخت په ګډون په ښارونو کې استوګن ماشومان تر ډېره بريده هم د ژوند له بېلابېلو خوندونو برخمن دي او هم کتابونو ته ښه لاسرسی لري. د لرې پرتو سيمو ماشومان نه يوازې دا چې د ژوند له لومړنيو اسانتیاوو برخمن نه دي، بلکې د ګوليو او بارتو په سیوري کې ژوند کوي، په ډېری دغو سیمو کې حتی ماشومان ښوونځيو ته له تګ نه هم بې برخې پاتې دي، څه ورسي دې ته چې د دوی د فکري روزنې لپاره ممد کتابونه ورته ورکړل شي. دا هغه اندېښنه ده چې بايد په جدي توګه ورته پاملرنه وشي.

يو شمېر افغان فرهنګيانو په دې وروستيو کې دغې اندېښنې ته په پام په يو جالب اقدام لاس پورې کړی. دغو فرهنګيانو د ماشوم د ادبیاتو د ودې او بډاينې او د افغان ماشومانو د فکري روزنې لپاره د (مصور) په نوم يو بنسټ پرانیستی چې په دې برخه کې د نورو هڅو تر څنګ ماشومانو ته کسيه ييز، انځوريز، معلوماتي او شعري کتابونه هم چاپوي. دغې ټولنې له يوه کال راهيسې ۲۲ عنوانه کتابونه چاپ کړي.

تېره اوونۍ دغه بنسټ دوه نور کتابونه هم چاپ کړل. ويل کېږي چې د دغو کتابونو ډېره برخه به لرې پرتو سيمو ته وړل کېږي او پر ماشومانو به توزيع کېږي.

مغرور مېږی

دا د ماشومانو لپاره له اردو ژپې راژباړل شوې کيسې دي. دغه کيسې ځوان ليکوال بارکوال مياخېل راژباړلې دي. دغه کتاب ۸۸ مخه دی او ۲۳ کيسې په کې خوندي شوې دي. دغه کيسې تر ډېره روزنيزې دي او ماشومانو ته له مور، پلار، وطن او آزادۍ سره د مينې ښوونه کېږي. ليکوال د کيسو دغه کتاب په دې ټکو ډالۍ کړی دی: هغو بېوزلو او يتيمو تنکيو افغان کوچنيانو ته چې د جنګ تورې بلا يې قلم او کتاب له تنکیو ګوتو په زوره اخيستي.

که څه هم د دغې ژباړې ژبه ډېره ساده او روانه ده او ماشومان په ښه توګه ترې استفاده کولای شي، خو کېدای شوای چې د کيسې جملې لنډې رااخستل شوې وای. د دغو کیسو په انتخاب کې د ليکوال هڅه د ستاينې وړ ده، ځکه په ګڼو کيسو کې د کيسو اتلان تنکيان دي او دا خبره ماشومان د کيسو لوستلو ته ډېر ښه هڅوي او له اتل سره ځان پرتله کولای شي.

په پښتو ادب کې د ماشومانو ادبيات

دا د ماشوم د ادبیاتو د تیورۍ په برخه کې يو په زړه پورې کتاب دی چې لیکوال يې ښاغلی رفیع الله نیازی دی. دغه کتاب ۱۹۲ مخه دی. کتاب پنځه څپرکي لري، لومړی څپرکی د ماشوم پېژندنې په اړه دی، دويم څپرکی د ماشوم ادبیات او د هغه تاریخچه بیانوي، درېيم څپرکی د ماشوم د ادبیاتو هدفونه او ځانګړنې راسپړي، څلورم څپرکی د ماشومانو منظوم او پنځم څپرکی يې نثري ادبيات راپېژني.

پر دې کتاب ښاغلي لیکوال څېړنوال محی الدين هاشمي يوه سريزه کښلې او په ترڅ کې يې د داسې آثارو د لیکلو او چاپولو هرکلی کړی دی.

دغه کتاب تر يو بريده د ماشوم د ادبیاتو د تيورۍ په برخه کې ډېر ګټور دی، خو په کار ده چې په دې برخه کې لا نوره هڅه وشي تر څو زموږ ليکوال د ماشومان لپاره ليکوالۍ ته لا ډېر وهڅول شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...