اوتیسم: د ماشوم له اعصابو سره تړلی حالت

د ملګرو ملتونو سازمان د اپریل دوهمه د اوتیسم د حالت په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره نومولې ده خو افغانستان کې ډېر خلک لا د دغې ناروغۍ له نوم سره هم اشنا نه دي.

اوتیسم داسې حالت دی چې د انسان د اعصابو د تکامل بهیر ټکنی کوي او پر دغه حالت اخته کس له نورو سره اړیکو ټینګولو کې ستونزې پیدا کوي.

په اوتیسم اخته ماشومان ښايي د خپل چاپیریال په اړه په بشپړ ډول بې تفاوته وي.

د دغه حالت نور علایم د ماشوم له درې کلنۍ مخکې څرګندېږي چې په خبرو کولو کې ستونزې لري او یو شمېر تکراري حرکتونه کوي.

د ډاکټرانو په وینا د اوتیسم په حالت اخته ماشومان د بدن غړي په اسانۍ نه شي خوځولی، د بېلګې په توګه د ورځني ژوند ساده کارونه لکه غاښونه بورسول یا ویښته ږومنځول.

اوتیسم یو جینیتکي حالت دی چې څېړونکو ورته لا هم بشپړه درملنه نه ده موندلې خو که ژر تشخیص شي نو د دغه حالت پرمختګ ټکنی کېدای شي.

د اوتیستکو ماشومانو ستونزه دا ده چې دوی د نورو ماشومانو د بدن عادي او نورمال حرکتونه نه شي درک کولی، یوازې د خپل بدن پر محدودو حرکتونو پوهېږي.

څېړنې دا هم ښيي چې د دغه حالت لرونکي یا ځینې اوتیستک ماشومان ښايي د ژوند په یو شمېر چارو کې د عادي ماشومانو په پرتله ډېره وړتیا ولري.

د اوتیسم ډاکټره کریسټین اکر وايي اوتیسم یوازې د ستونزو په معنا نه دی، کوم ماشومان چې دغه حالت لري، کېدای شي یو شمېر ځانګړي استعدادونه هم ولري.

ویل کېږي هغه کسان چې اوتیسم لري د خپلو احساساتو څرګندولو کې لېوالتیا نه ښيي خو که وغواړي نو له عادي خلکو نه په ښه ډول خپله خبره کولی شي.

دا هم ممکنه ده چې ځینې ماشومان له زېږېدو نه وړاندې د مور په ګېډه کې د دغه حالت له لرلو سره تشخیص شي، خو لامل یې لا تر اوسه څرګند نه دی، څېړونکي وايي ښايي جینیتیک یا ارثي عوامل ولري.

د اوتیسم پر وړاندې بله ستونزه د شرم ده ځکه ډېری خلک د دغه حالت او ورسره تړلو ستونزو په اړه په ډاګه او ډاډه زړه خبرې نه کوي.

د اوتیسم پر ناروغۍ د یوه اخته ماشوم پلار عبدالحسین مکري وايي، پیل کې به یې د خپل ماشوم د دغه حالت په اړه خبرې نه کولې ځکه وېره یې درلوده چې پر ماشوم او کورنۍ رواني فشارونه زیات نه شي.

خو ویې ویل “وروسته مې فکر وکړ که د خپل ماشوم حالت بیان کړم نو ښايي له نورو میندو پلرونو او څېړونکو سره د درملنې په برخه کې مرسته وکړي”.

نوموړی وايي ماشوم یې ډېر ژړل، خوب یې کم و او د نورو پر وړاندې یې عاطفي غبرګون کمزوری و. کورنۍ یې چې د اوتیسم په اړه نه پوهېدل، فکر کاوه ګواکې لور یې اجتماعي نه ده.

په افغانستان کې د دغه ناروغۍ تشخیص او درملنه ګرانه ده ځکه چې ځانګړي کلینکونه او روزنیر مرکزونه نه شته.

د تابش نومې موسسې روغتیا پال ډاکټر فرحت عباس چې څو کلونه يې د اوتیسم ناروغانو درملنه کړې وايي: په ټوله نړۍ کې څېړنې ښيي چې له لسو زرو کسانو نه درې یا څلور کسان په اوتیسم اخته دي.

“په خواشینۍ سره به ووایم چې په افغانستان کې داسې مرکزونه چې د دغه رنځ د درملنې لپاره په تخصصي ډول کار کوي نه شته. او یا په ډېرو لږو امکاناتو سره کار کېږي. د حکومت له خوا دغه لور ته ډېر لږ پام شوی”.

د انګلستان په نیو انګلنډ نومې مجله کې خپره شوې یوه څېړنه ښيي له پیدایښت مخکې د اوتیسم تشخیص د درملنې کار خورا اسانولی شي.

د دې ترڅنګ د اوتیسم په اړه غوره پوهاوی کولی شي له مېندو پلرونو سره مرسته وکړي چې د ماشوم په ورځینو چارو کې ستونزې کمې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...