ماشومان او پوښتنې/ اناهیتا روهي

کېدای شي زما په څېر به ډېر داسې خلک وي، چې د زړه له تله به له ماشومانو سره مینه لري. خو د دې مینې سره سره به نه شي کولای، چې د دوی پوښتنې ځواب کړي. دا د وړکتوب پوښتنې به موږ هم کړې وي. زما اوس هم یادیږي، چې کله کله به مې یوه نیمه پوښتنه وکړه، نو دا خبره به مې واوریدله، چې څه دې له ځانه نیا جوړه کړې ده او له خپله ځانه غټې غټې پوښتنې کوې. او یا به یې راته ویل، چې توبه وباسه او غیب ویل مه کوه. خو زما پوښتنو ته چا ځواب نه درلود.

په دې خبره پوهاوی ضرور دی، چې ماشومان ولې او د څه لپاره دومره ډېرې پوښتنې کوي؟ ماشومان د شوق او د عادت له مخې پوښتنې نه کوي. بلکې پوښتنې د دوی د ودې یو طبیعي پړاو دی، چې هر نورمال ماشوم یې تیروي. دوی دا پوښتنې د ځان او د خپلې نړۍ د لا ښې پېژندنې لپاره کوي.

که د ماشومانو په پوښتنو غور وکړو، نو یوه پوښتنه یې هم داسې نشته، چې بې دلیله او بې معنی اوسي. که د دوی پوښتنې په «ولې» پیل کېږي، نو د هر ولې لپاره د « ځکه چې» ځواب هم شته. په ټوله کې د ماشومانو پوښتنې د لویانو د پوښتنو په پرتله عجیبې او د معنی په لحاظ ستونزمنې وي. نو کېدای شي یو دلیل یې دا هم وي، چې موږ یې په اسانه ځواب نه شو ویلای.

ماشومان د ودې په اوږدو کې ډېر څه ویني او ډېر څه په خپله تجربه کوي. د دوی ذهن په لیدلي شیانو او ترسره شوې تجاربو بیا کار پیلوي. ذهن د همدې کار په اوږدو کې ډېر څه مني او ډېر څه د بیا منلو لپاره د پوښتنې په توګه له سره مطرح کوي. یو بل ټکي ته باید ډېر پام وکړو، هغه دا چې د ماشومانو پوښتنې د دوی د ذکاوت او کنجکاوۍ هنداره ده. د همدې پوښتنو په اساس کولای شو په ډېره اسانۍ سره د دوی استعداد رامعلوم کړو. او په دې وپوهېږو، چې د ماشومانو په ذهن کې څه دي او د دوی ذهن په څه شي بوخت دی.

د حیرانۍ خبره ده، چې د ماشومانو وړې سترګې هغه څه ویني، چې لویان یې نه ویني. د دوی واړه او کوچني غوږونه هغه څه اوري، چې لویانو هېڅکله نه وي اوریدلي. دوی داسې پوښتنې کوي، چې موږ یې کله هم په اړه فکر نه وي کړی. نو کله چې دوی موږ وپوښتي، موږ د ځواب پر ځای لومړۍ ماشوم ښکنځو، په پوښتنه یې پښېمانه کوو او بیا وروسته د دوی د پوښتنې په اړه فکر کوو، او ورته وایو، چې غیب مه وایه، توبه وباسه کنه ګنهکارېږې.

لېکن په دې فکر نه کوو، چې ماشوم د خپلې پوښتنې په معنی پوه کړو. ماشوم د خپلې پوښتنې په مطرح کولو نه پوهېږي. دوی په داسې کلماتو سره پوښتنه اوبدي، چې موږ ته غیب ویل ښکاري. ماشوم هغه څه وايي، چې ذهن کې یې راټول شوي وي. دوی د خپلې پوښتنې په معنی نه پوهېږي. که چېرې پوهېدای نو د دې وار نه رارسیده، چې موږ ورته ووایو، (غیب ویل مه کوه، توبه وباسه کنه ګنهکارېږې).

زموږ دنده دا ده، چې له ښکنځلو تر مخه لومړۍ ماشوم ته د هغې د پوهې سره سم، په داسې الفاظو کې د دوی د پوښتنې په اړه معلومات ورکړو، چې ماشوم د معلوماتو د اوریدو په اوږدو کې د خپلې پوښتنې په ځواب پوه شي. په دوهم قدم کې دې ته هم باید پاملرنه وشي، چې ماشوم ته تیار ځواب ورنه کړل شي. پوښتنې په خپله د ماشوم ذهن فعاله ساتي. او تیار ځوابونه د ماشوم ذهن غیر فعاله کوي. ماشوم ته د پوښتنې د ځواب پر ځای باید د ځواب د پیدا کېدواو د معلوماتو له لارې د زده کړو چل وروښودل شي. ماشوم ته د پوښتنې په اړه باید دقیق اود ریښتیني معلوماتو منبع وروښودل شي. ماشوم ته باید په هېڅ صورت درواغ ونه ویل شي. که چېرې دقیق معلومات مو درلودل خو ښه خبره ده. که مو نه درلودل دا به غوره وي، چې له کتابونو، انټرنېټ او یا هم د پوهاوي له کومې بلې منبع څخه له ماشوم سره په ګډه معلومات راغونډ کړو. له مشرانو سره بحث او له دوی سره په ګډه د یوې پوښتنې په اړه پلټنه ماشوم په ذهني لحاظ په ځان متکي او باوري کوي. ځکه ډېر ځله په ګډه پلټنه د پوښتنې له ځواب څخه اغېزناکه تمامېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...