یو ماشوم، یوه نړۍ / اناهیتا روهي

ايا د کيسې منفي پيغام د ماشوم پر ذهن منفي اغېز لرلی شي؟

هر کله چې خبره د ماشوم په ادبياتو راځي نو بې له ځنډه موږ ته د ماشومانو کيسې او افسانې رايادېږي. کله کله دا پوښتنه هم رامنځته کېږي چې د ماشوم او کيسې تر منځ داسې څه تړاو دی چې حتی د ماشوم د ادبياتو ډېره برخه هم په کيسو راڅرخي؟

داسې ويل کېږي چې پخوا کيسې او افسانې يوازې د لويانو لپاره ليکل کېدې. په ۱۸۱۲ او ۱۸۱۵ کال کې د ګريم د وروڼو د چاپ شويو افسانو په پای کې راغلي دي چې: “زموږ کيسې د پوهانو، عوامو او غير مسلکي خلکو لپاره ليکل شوې دي، نه د ماشومانو لپاره” په بل ځای کې يعقوب ګريم په يو ليک کې اخيم فان ارمين “Achim von Armin / المانی ليکوال” ته ليکلي دي چې “سره له دې چې زما کيسې د ماشومانو لپاره نه دي خو، دوی ورسره مينه لري چې زما د خوښۍ لامل ګرځي”.

کله چې په ۱۸۱۹ کال کې د دوی کیسې د دوهم ځل لپاره چاپېدلې نو ويلهيلم ګريم له ماشومانو سره د عادلانه قضاوت په نوم ډېرې ليکنې د ماشومانو لپاره د دوی په ژبه واړولې. ده د دوهم چاپ په سريزه کې ليکلي چې: “د ماشومانو سترګې هم زموږ د سترګو په شان ابي رنګه ځلا لري ليکن هغه خوند چې دوی يې له کيسو اخلي، موږ لويان يې نه شو اخيستی“ او په دې توګه يې د ماشوم د ادبياتو نړۍ ته يو نوی ور، ورپرانيست چې بيا ډېرو نورو ليکوالو د دوی په پلونو پل کېښود او دا لړۍ يې پسې وغځوله.

د کلاسيکو افسانو او کيسو منځپانګې تر ډېره بريده په “ظلم، زياتي، مرګ ژوبلې، ځورونې، لوږې، قحطۍ، بې رحمۍ، له کوره وتل، د کلي او ملک پرېښودل او همدارنګه جادو، سحر، دېوان، پېريان، شياطين او بالاخره يو اتل“ را څرخېدې چې له همدې وجې خلکو ماشومانو ته د افسانو لوستل ګټور نه ګڼل. هغه مهال هم کره کتونکو او ارواپوهانو د کيسو او افسانو په اړه مختلفې نظريې درلودې.

ډېر کلونه وروسته حتی تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته انګريزانو په خپل هېواد کې د ګريم وروڼو په کيسو او افسانو د ظلم او تېري د ډېروالي له امله بنديز لګولی و. د دې لپاره چې د ماشومانو ذهن د کيسو منفي اړخونو ته ونه هڅول شي، په ډېرو هېوادونو کې کيسې او افسانې د ښوونځي په لوړو ټولګيو کې لوستل کېدې او ډېری وخت به د کيسو متنونه بدلېدل. خو سره له دې هم ماشومانو د کيسو له لوستلو او اورېدلو سره مينه ښودله. له کیسو سره د ماشومانو علاقې ډېر ارواپوهان په دې پوښتنه بوخت کړي وو چې ايا د کيسو منفي پيغامونه د ماشوم پر ذهن منفي اغېزه لري او که نه؟
له ځينو تجربو وروسته دا ثابته شوه چې د کيسې د منفي پيغامونو اغېزه په لويانو کې د ماشومانو په پرتله ډېره ده. ماشوم يوازې کيسه اوري، د هغه ذهن د دې وړتيا نه لري چې د اورېدل شوې کيسې لپاره په خپل ذهن کې تصوير جوړ کړي. د کيسې صحنه له ځان سره تصور کړي او يا په دې وپوهېږي چې جادوګر او شيطان څه ډول د کيسې اتل غولوي او په لومه کې يې نيسي. کوم پاچا عادل دی او عادلانه قضاوت کوي او يا مجرم په څه ډول سزا محکومېږي. د ماشومانو لپاره د کيسې اتل تر ټولو مهم کس دی او همدا اتل د دوی لپاره، اتل او په کيسه کې د پام وړ کرکټر دی.
پروفيسر برونو بيتل هايم “Bruno Bettelheim” د “ماشومان کيسو ته اړتيا لري” په کتاب کې ليکلي دي: کله چې په کيسه کې مجرم د مرګ په سزا محکومېږي “دا ډول سزا د ماشوم په ذهن منفي اغېزه نه لري بر عکس دا د ماشوم په نړۍ کې د هغه د رواني حالت د استحکام لپاره ګټور تمامېږي” د ښو او بدو تر منځ د تناسب پيدا کول، د ظلم په وړاندې د غږ پورته کول او دا چې ښه پر بدو بری مومي، دا په خپله د ماشوم لپاره مثبته پايله لري.

دا چې ماشوم د کيسو او افسانو اورېدو ته غلی کېني، غوږ نيسي او پام يې بدلېږي، دا په خپله د ماشوم په ذهني حالت کې ارامتيا رامنځته کوي. په تاکيد سره تل دا خبره تکرارېږي چې له ماشومانو سره د کيسې تر اورېدو وروسته بايد د کيسې پايله وڅېړل شي. تر څو د منفي ټکيو اغېزه هم پکې له منځه ﻻړه شي.

برګيته شيدر “Brigitta Schieder المانۍ ليکواله، اروا پوهه، د پېداګوژۍ او لوګوتېراپۍ ماستره” د ماشومانو او د کيسو تر منځ تړاو، د دوی د ارواو او زړونو تر منځ پټې اړېکې ګڼي.
مېرمن شيدر وايي: “کيسې او افسانې د ماشومانو د ذهن هغه طرز تفکر بيانوي چې زموږ لپاره يې ليدل او بيانول ستونزمن دي”. کيسې او افسانې هغه هنداره ده چې د ماشوم د ذهن تصويرونه موږ ته منعکسوي. د ماشوم هغه نړۍ موږ ته راښيي چې هر څه پکې ژوندي دي او غږېږي. لکه ګلان، ونې، ژوي، تيږې چې دا په خپله دا څرګندوي چې ماشوم يوازې په خپله نړۍ کې له خپلو همجنسو سره نه دی مخامخ شوی. دی له هر شي سره بې له کومې ستونزې خبرې کولای شي او د يو بل په ژبه سره پوهېږي.
مېرمن شيدر وايي د ماشوم د رواني ودې په برخه کې تر ټولو اغېزمن او اساسي ټکي د دوی په افسانو او کيسو کې د سحر او جادو ټكي دي چې ماشوم له څلور کلنۍ څخه تر اووه کلنۍ پورې د دې ډول کيسو لېوال وي او په ذهن يې ژوره اغېزه لري. که په دې کيسو کې ځينې منفي ټکي هم وي، د ماشوم نه ورپام كېږي. دا چې د ماشومانو په کيسو او افسانو کې هر څه غږېږي او هر څه د دې وړتيا لري چې ځانونه په يو شي او بل شي بدل کړي، همدې ته ورته بدلون وروسته د ماشومانو په ذهن کې هم ليدل کېږي او يوې ټاکلي دورې ته په رسېدو سره ختمېږي.
که چېرې دې خبرې ته لږ ژور فکر وکړو، نو په منځنۍ پېړۍ کې تر هر وخته ډېر د انسانانو په وړاندې تاوتريخوالی او زياتی ليدل شوی دی. همدا رنګه د هغه وخت د ليکوالو په ليکنو کې هم د ظلم او تېري تصويرونه جوت دي. نو ايا د هغه وخت لوستونکي او په تېره بيا ماشومان ټول د کيسې د منفي ټکو تر اغېزې ﻻندې راغلي وو؟
که د ارواپوهنې له نظره دې ټکي ته ځير شو نو داسې ويل کېږي چې د ماشوم په ذهن کې د ماضي او راتلونکي لپاره ډېر څه نه ليدل کېږي. ماشوم يوازې په حال کې اوسېږي او د کيسې له اورېدو وروسته په اورېدل شوې کيسه ډېر سر نه خوږوي.
که د کيسې ويوونکي او يا لوستونکي “مور، پلار، نيا او نيکه” د کيسې تر څېړلو وروسته ماشوم ته دا احساس او ډاډ ورکړي چې ته زموږ اتل يې. له هېڅ شي مه وېرېږه، په خپل ځان باور ولره او موږ په دې پوهېږو چې بری له تا سره دی، نو هېڅ ډول کيسه به د هغه په ذهن منفي اغېز و نه لري. کله چې ماشوم په يو داسې چاپيريال کې رالويېږي چې د ده په ذهن کې د ښو او بدو تناسب روزل کېږي، هېڅکله هم د کيسې منفي پيغام د ده پر ذهن منفي اغېز نه شي پرېښودای. د يوې پېښې څېړل، ماشوم ته قناعت او ډاډ ورکول د ارواپوهنې له نظره تر ټولو اغېزمنه ﻻر ښودل شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...