زما لومړۍ مقاله: د ماشومانو لپاره خاطره/ لیکواله نعیمه غني

aa (5)

زه چې کله دریم ټولګي ته بریالۍ شوم نو ښوونکې مو د ښوونځي په لومړۍ ورځ وویل: ګوری زده کوونکو ستاسو سبقونه  له لومړي او دوهم ټولګی نه توپیر لري، هغه داسې چې کله مو یو لوست لوستلو، نو ټول به د هغه موضوع په اړه چې لوستي مو ده یوه، یوه مقاله لیکئ او زه به یې په اصلاح کې درسره مرسته کوم.

 ما به تل د کورنۍ دندې په لیکلو کې ډیره لټي کوله، خو دا ځل د مقالې(مضمون)   لیکل په ریښتیا ستونزمن راته ښکاره شول. ښه مې په یاد دي. لومړی لوست د پسرلي په اړه وو.او ښوونکې راته وویل بله ورځ به د پسرلی په اړه مقالې لیکئ او راوړئ به یې.   زه چې کله کورته لاړم سمدستي مې مشرې خور ته وویل: خیر دی خورې ماته خو د پسرلي په اړه یوه مقاله ولیکه.

 خور مې هم د دریم ټولګي زده کوونکې وه، خو ټولګی یې له ما بیل وو. هغې ډيرې ښکلې مقالې لیکلې او د خپل ټولګي اول نمره وه.

 اول خو یې نه غوښتل چې مرسته راسره وکړي، خو مور مې هغې ته زما سره د مرستې وویل، او هغې یوه ښکلې مقاله راته ولیکله.

دوهم لوست د مور د ورځې په اړه و، نو ښوونکې راته وویل چې سبا به د مور په هکله یوه مقاله لیکۍ. زه چې کورته لاړم نو بیا مې خپلې خور ته  په زاریو شروع وکړه، دا ځل مې مور هم چندانې ننګه ونکړه،

ځکه خور مې ورته وویل: کورنۍ دنده د هر چا خپل کار وي، خو دا یې په ما تر سره کوي، یوه مقاله مې ورته لیکلې ده، د هغې له مخې دې بله ولیکي. بس یوازې د پسرلي په ځای دي د مور صفت په کې وکړي.

خپل یو درجن رنګه قلمونه مې خور ته ورکړل. هغې د مقالې لپاره کتابچه رانه واخیسته، او دا یې راته وویل: چې دا به مې وروستۍ مقاله وي چې درته لیکم یې. ما هم ورسره ومنله.مقاله داسې وه.

مور

مور لومړنۍ کلمه ده چې موږ یې په ژبه راوړو.

مور په یوه لاس زانګو او په بل لاس نړۍ زنګوي.

جنت د مور تر پښو لاندې دی.

که مور نه وی نو ده نړۍ به له مهربانۍ نه بې برخې وه.

مورې لاس دې راکړه چې ښکل یې کړم.ته ډیره مهربانه یې.

دریم لوست یو شعر و او ښوونکې د مقالې د لیکلو سپارښتنه ونکړه، خو له هغې وروسته لوست د کارګر په اړه و، او مقاله هم د کارګر په هکله وه. دا ځل مې نوله خور نه تمه پرې شوې وه. په خپله مې قلم او کتابچه راواخیستل او د مقالې په لیکلو مې شروع وکړه، خو نه مې شوی لیکلی. د خور خبره مې را په زړه شوه چې ویل یې:مقاله چې دې هرې موضوع په اړه وه، نو ته هم هغه شی یا موضوع وستایه او په هکله یې څه ولیکه هماغه خبرې راواخله، خو یوازې د مقالې موضوع ته تغیر ورکړه.

ما هم د مور په اړه مقاله راواخیسته او د مور په ځای مې د کارګر کلمه ورزیاته کړه او مقاله مې ولیکله.

سبا چې کله ټولګي ته لاړم نو ټولو زده کوونکو خپلې کتابچې پړمخې د ښوونکې په میز انبار کړې هغې موږ ته د درس له راکولو وروسته د مقالو په کتلو شروع وکړه، دټولو کتابچې یې له کتلو وروسته بیرته هغوی ته یوه، یوه وسپارلې خو زما کتابچه یې اخر ته پریښوده او په پای کې یې په لوړ غږ وویل: د نعیمې مقلې ته غوږ شۍ.

کارګر

کارګر لومړنۍ کلمه ده چې موږ یې په ژبه راوړو.

 کارګر په یوه لاس زانګو او په بل لاس نړۍ زنګوي.

 جنت د کارګر تر پښو لاندې دی.

که کارګر نه وی نو ده نړۍ به له مهربانۍ نه بې برخې وه.

کارګره لاس دې راکړه چې ښکل یې کړم. ته ډیر مهربانه یې.

ما شاوخوا کتل او زما ټولو ټولګیوالو خندل، په دې وخت کې ښوونکې وویل: نعیمې لکه چې مقاله دې د مور د مقالې له مخې کاپي کړې ده؟

 ما غوښتل چې نه ووایم، خو نه  مې شوی ویلی ځکه ښوونکې ریښتیا ویل.

په هغه ورځ مې پریکړه وکړه چې نور به خپله کورنۍ دنده په خپله تر سره کوم.

لیکواله : نعیمه غني

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...