د نړۍ تر ټولو پاک ښار

سینګاپور یو اسیایي هېواد دی. دا هېواد د نظافت په ساتلو کې نړیوال شهرت لري. په سینګاپور کې د سرک پر سر د کثافاتو غورځول جرم ګڼل کېږي او مجرم زنداني کېږي.
په نورو هېوادونو کې خلک ژاولې ژووي او بیا یې د سرک پر سر غورځوي. ژاولې پر سرک نښلي او وروسته یې د سرک پر مخ د ناولتیا داغ پاتې کېږي. له همدې وجهې په سینګاپور کې تر ډېره ځنډه د ژاولو خرڅلاو مطلق منع و. حتی له بل هېواد څخه یې په راوړلو هم بندیز لګېدلی و. اوس یې دا بندیز لرې کړی دی.
په سینګاپور کې ژاولې یوازې په درملتون کې پلورل کېږي. د ژاولو د اخیستو پر مهال د اخیستونکي پوره ادرس او د پاسپورت نمره هم ثبتېږي. که چېرې اخیستونکي د خپل نوم او ادرس له ورکولو ډډه وکړي، نو د قانون د نه مراعاتولو په نوم تورن ګڼل کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *