تښتول شوي شهزادګي

لېکواله: کورنیلیه فونکه
ژباړونکې: اناهیتا روهي

وه نه وه، يوه غټه شيشکه وه چې ګروزلدېس نومېده. ګروزلدېس د يوجګ غره په سر ځان ته يوه شانداره ماڼۍ جوړه کړې وه. دې ماڼۍ جګ جګ برجونه لرل چې هېڅوک هلته نشول پورته کېدای.
شیشکې په خپله ماڼۍ کې د نانځکو لپاره ډېرې کوټې جوړې کړې وې. د دې د کوټې نانځکې ريښتني شهزادګي وو. ګروزلدېس به له ټولې نړۍ څخه ښکلي ښکلي شهزادګي راتښتول او په کوټو کې به يې ايسارول.
ځينې شهزادګي به د دې له وېرې له خپلو ماڼيو څخه نه وتل. ځينو به ځانونه په خاورو او ايرو کې دومره ومښل چې هېڅ په نه پېژندل کېدل. خو بيا هم له ګروزلدېس څخه شهزادګي نه شول پټېدای او هره ورځ به يې يو يا دوه شهزادګي په خپله لويه بکسه کې پټ کړي وو او د غره په سر کې لوړې ماڼۍ ته به يې راوړل.
تر ټولو ښکلي شهزادګي به يې د ماڼۍ په لويو او ښکلو کوټو کې ايسار کړل. تر ټولو هوښيار شهزادګي به يې د شطرنج پرتخته د لوبو لپاره ودرول او هر ورځ به يې په خپله ورته ډېره خوندوره ډوډۍ پخوله خو هېڅکله يې د بېرته تګ اجازه نه ورکوله.
کلونه کلونه په دې توګه تېر شول. خو يوه ورځ ګروزلدېس په يو وړوکي شهزادګي چې د اېينې مخ ته ناست و او د پستې دانې يې خوړلې، سترګې ولګېدې. د کړکۍ څخه يې ﻻس ورتېر کړ او وړوکی شهزادګی يې په خپله غټه او لويه بکسه کې واچاوه او د ماڼۍ خوا ته روانه شوه.
د شهزادګي مور په خپل زوی پسې ډېره ځورېده او ټوله ورځ به يې په ژړا تېره کړه. پلار يې ويل که څوک زما زوی ما ته بېرته راولي زه به يو میليون د سروزرو سکې په انعام کې ورکړم. ډېر ساتونکي د شهزادګي په لټه پسې وتلي وو، خو يو هم بېرته نه و راستون شوی. ځکه ګروزلدېس به راغلي ټول ساتونکي په يوه تياره او نمناکه کوټه کې ایسارول او بېرته تګ ته به يې نه پرېښودل.
يوه ورځ سهار وختي يو ساتونکی چې زغرو يې سور بخون رنګ درلود او مخ يې پټ و، د شهزادګي مور ته راغی او ویې ويل:
زه ستا زوی تاته بېرته راولم، خو زه يو شرط لرم! هغه دا چې تر راتګ وروسته به شهزادګی يوازې له ما سره واده کوي!
ملکې چې دا خبره واورېده په چيغو يې وويل:
ته پوهېږې چې ته څه وايې؟
د ملکې له چيغې سره سم ساتونکي د خپل مخ نقاب لرې کړ او خپله ښکلې څېره يې ملکې ته وښوده. دغه ساتونکی يوه پېغله نجلۍ وه چې ښکلايې په ټوله پاچايې کې ساری نه درلود. دې وويل: زما نوم((فريده دی! هغه فريده چې وېره نه پېژني )) ما ډېرجنګونه ګټلي دي، زه له هېڅ شي څخه وېره نه لرم زه به ستا زوی راولم خو که ته زما شرط ومنې.
ملکې په لوړ اواز وويل:
هو، هو، هر څه چې ته غواړې زه يې درسره منم خو چې ته زما زوی ما ته بېرته راولې.
فريدې په مخ نقاب راټيټ کړ په تورآس يې پښه واړوله او د درې شپواو درې ورځو مزل وروسته هغه غره ته ورسېده، چې ګروزلدېس پکې اوسېده. سپوږمۍ د لوړو او جګو برجونو تر منځ ځلېده او د ګروزلدېس د ساه وباسل د غره په لمن کې اورېدل کېدل.
فريده د باد په شان په تېزۍ د غره په سر کې ماڼۍ ته وروخته. د دروازې مخ ته پينځه سري سپي په فريدې ورټوپ کړ. فريدې د سترګو په رپ کې د سپي پينځه واړه اورمېږونه او سرونه د خپلو ويښتاونو په شان کمڅۍ کړل او د غره له سره يې ﻻندې راورغړاوه.
فريده د ماڼۍ منځ ته ننوته او په لوړ اواز يې نارې کړې:
ګروزلدېس! چېرته يې؟ دلته راشه!
ګروزلدېس له خوبه راويښه شوه او په زينو کې راکښته کېده چې ویې ويل:
دا څوک ماڼۍ ته راغلي او دلته په لوړ اواز غږېږي؟
فريدې وويل:
ژر کوه وړوکی شهزادګی راوباسه! که يې نه راباسې ته به هم د ورځې په رڼا کې د لمر مخ و نه وينې!!
ګروزلدېس خپل ﻻسونه سره وپړکول. په لوړ غږ يې وخندل او فريدې ته يې وويل:
دا به ښه وي چې زه تا هم د نورو په شان دلته ايساره کړم. ځکه ته مې په خپلو خبرو خندوې.
فريدې له خپل يو ﻻس څخه ﻻس ماغو راويست. د زغرې له لاندې يې خپل ﻻس وښوراوه او په منګول يې يوه وړه شانې سور رنګه جولا راروانه شوه خپل ﻻس يې د ګروزلدېس خوا ته وراوږد کړ.
د ګروزلدېس رنګ سپين واوښت. په چيغو او په نارو يې پېل وکړ. له ډېرې وېرې په يوه اوږده چوکۍ پورته شوه او ژر ژر يې ويل:
لرې کړه دا زما له مخې لرې کړه!!
فريدې ورو غوندې جولا ته څه وويل. جوﻻ د فريدې له ﻻس څخه راکښته کېده اوګروزلدېس ته يې ځان ورنږدې کاوه.
ګروزلدېس به کله په يوه پښه ټوپ واچاوه او کله په بله پښه. هڅه يې کوله چې جوﻻ يې تر پښو ﻻندې راشي. خو جوﻻ به يې د پښو له منځه يوې خوا ته شوه. په ماڼۍ کې درب او دروب و. ټوله ماڼۍ لړزېده. پاس په چت کې راځوړند لوی لوی څراغونه ﻻندې راوغورځېدل. ټول شهزادګي له خپلو کټونو څخه رالوېدلي وو.
وړه سوررنګه جولا ورو ورو د ګروزلدېس په پښو وروخته. ګروزلدېس نور هېڅ کولای نه شول. د وجود هره برخه يې ورو ورو په تيږه بدلېده. د څو شېبو په ترڅ کې لويه او غټه ګروزلدېس په يوه خړه تيږه واوښته چې د ماڼۍ په سالون کې درېدلې وه.
فريدې په خوښۍ سره چيغې کړې:
ما وګټله! ما وګټله! د ګروزلدېس جادو مې بې اثره کړه. ما وګټله!
فريدې خپل ﻻس ماغو بېرته په ﻻس کړ. اوسپنېزه سره خولۍ يې په ﻻس کې ونيوه او ټول شهزادګي او ساتونکي يې له قيده ازاد کړل.
وړوکی شهزادګی يې خپلې مور ته وروست او ورته يې وويل:
دا دی ستا زوی. زه نه غواړم چې ستا له زوی سره واده وکړم.
د فريدې جولا په ماڼۍ کې پاتې شوه اود ځان لپاره يې د ګروزلدېس له غوږ سره نږدې په تيږه کې يوه ځاله جوړه کړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...