د برېمن د ښار سندرغاړي

  • Written by:
  • 1 Reply

ډېر کلونه پخوا په اروپا کې هم خلکو غلې (غنم او جوار) د اوڼلو لپاره بادي او د اوبو ژرندو ته وړلې. هغه مهال یو بزګر اوسېده، چې یو خریې درلود. خربیچاره ګی دومره زوړ شوی و چې د بار د وړلو زور یې نور په ځان کې نه و پاتې. د نورو خرونو پر خلاف دا خر پوره هوښیار و.

یوه یوه ورځ خره واورېدل چې بزګر، قصاب راغوښتی دی او غواړي چې خر پې ووژني. خره چې دا خبره واورېده، نه یې تور وکتل نه سپین، نه یې ورځ ته وکتل نه یې شپې ته، پښې یې چابکې کړې او له کوره وتښتید. خره تر اوږده مزل وروسته یوښکاري سپی وليد، چې ژبه یې له ستونزې راځوړنده ده او ایله خپلې پښې پسې ورکاږي.

خره، سپي ته وکتل (اي اه، اي اه) یې وکړل بیا یې وویل:
څه ستونزه در پېښه ده؟
سپي ورته وویل:
زه اوس بوډا شوی یم او د پخوا په څېر تېزه منډه او ښکار نه شم کولای. زما څښتن زما د ويشتلو نیت وکړ. ما هم خپله لار ونیوه او راوتښتیدم.

خره (اي اه اي اه) کول او سپي ته یې وویل:
زما او ستا قسمت یو شانې دی. دا دنیا هم عجیبه ده. زه د پخوا په څېر درانه بارونه نه شم وړلی. لیکن خدای ښکلی غږ راکړی او ښې سندرې ویلی شم. نو ځکه مې برېمن ته د تګ نیت کړی. غواړم هلته سندرې ووایم. که له ماسره ځې خو بس دواړه به د یوې لارې ملګري شو.
د سپي ژبه للیده او خره ته یې وویل:
هو، غږ خو دې ډېر زړه راښکونکی دی. ستا په غږ کې به سندرې څومره خوند کوي. سپي وغپل او دواړه غبرګ د برېمن په لور روان شول.

دواړو ښه ډېر مزل وکړ. په یو ځای کې له یوې پیشو سره مخ شول. خر ودرید او پیشو ته یې (اي اه اي اه) وکړل بیا یې وویل:
برېتورې پیشو څه خبره ده؟ دا مخ، دا ټنډه او دا شونډې دې ولې داسې ځوړندې دي؟ ولې داسې تروه یې؟ هیله کوم مخ دې سم کړه، داسې ښکارې لکه اووه ورځې دې چې د لمر مخ نوی لیدلی.

پیشو اوږد میو وکړ بیا یې وویل:
په دې هم خوښه یم، چې ژوندۍ یم او په خپلو پښو ګرځم. کنه زما څښتنې خو زه ګوڼۍ (بوجۍ) ته اچولم او تربتولم (خفک) یې. زه اوس د پخوا غوندې نه یم. مخکې به یو موږک هم راڅخه نه خطا کېده خو، اوس مې سا لنډیږي او منډه نه شم کولای. که له کوره تښیدلې نه وای اوس به مې مړی د ویالې پر ژۍ پروت وای. خو زه اوس دې ته حیرانه یم چې له ما به څه جوړشي؟
خره (اي اه اي اه) کول او ویې ویل:
موږ خو د برېمن په نیت روان یو او هلته سندرغاړي کېږو. که له موږ سره ځې خو راځه. زه به سندرې وایم، ښکاري سپی به جاز وهي، ته خو د شپې په موسیقۍ ښه بلده یې، نو ته د شپې سندرغاړې شه. بس کار به جوړ شي.
پیشو میو میو وکړل او د دوی شا ته روانه شوه. دوی درې واړه روان وو، تر څو یوه کلي ته ورسیدل. دلته په لارکې د خوشیاو یو انبار چې بد بوی ترې لټیده. د خوشیاو د انبار پر سر سر یو چرګ ولاړ و. چرګ یوه شېبه هم خوله نه بندوله او همداسې یې په جګ غږ بانګ کاوه (قت قت قتاس). خر ورته تم شو. اي اه اي اه یې وکړل بیا یې وویل:
څه خبره ده ولې داسې په غوسه یې؟
چرګ ورته وویل:
څنګه نشم په غوسه. ټول عمر مې اذانونه ورته کول او په وخت مې راویښول. نن چې ویده شوی وم، زما څښتنې دیګ په اور ایښی دی او وايي، هسې هم زوړ شوی دی، په وخت بانګ نه شي کولای که تر دې زیات پاتې شي بیا یې غوښه هم نه پخېږي. نو اوس تاسو ووايې، چې زه څنګه په غوسه نه شم؟

خره اي اه اي اه کول، اوږده اوږده غوږونه یې راټيټ شول او ویې ویل:
موږ خو برېمن ته روان یو. ستا په څېر تکړه سندرغاړي ته سخته اړتیا ده. که له موږ سره ځې خو موږ درته خوشحالېږو.
چرګ په تعجب وویل:
برېمن ته؟ قت قت قتاس زه هم درسره یم، زه هم درسره یم، قت قت قتاس! چرګ د خوشیاو له انبار څخه راوالوت. د خره پر سرسپی د سپي پرسر پیشواو دپیشو پرسرچرګ کیناست د چرګ چرګخیل او د ټټر بڼکې لمر ته ځلېدې.

دوی د برېمن ښار ته نږدې شوي وو. له ورایه یې دښار په برجوره کلیسا سترګې ولګېدې. خو دا چې دوی ډېر اوږد مزل کړی وسخت ستړي وو. په خپلو کې یې سره وویل، چې نن شپه به همدلته په ځنګله کې وکړو او سبا په رڼا کې پاتې مزل پسې کوو.
خر او سپی دواړه د ناجو د ونې لاندې څملاستل. پیشو د ونې څانګې ته وخته او چرګ د ونې سر سر ته والوت. لږه شېبه نه وه تېره چې چرګ راویښ شو. چرګ بیچاره کورنی و. پښې یې تنکۍ وې، د ونې اغزن ښاخونو یې پښې خوږولې. په همدې کې و، چې سترګې یې په یوه رڼا ولګېدې. وار له واره یې قت قت قتاس پیل کړ او لاندې ځمکې ته راوالوت.
خپل درې واړو ملګرو ته یې وویل:
هله ژر کوئ، چې لاړ شو. ما ولید دلته نږدې یو کور شته او څراغ یې بلېږي. چرګ روان شو. نورو ملګرو یې بله لار هم نه درلوده غېر له دې چې په چرګ پسې ورروان شي. لږ وروسته څلور واړه د کور د کړکۍ تر شا ودرېدل. سپي، خره ته مخ ورواړوه او ویې ویل:
ستا قد جګ دی. ته کړکۍ ته نږدې شه، چې څه وینې که نه؟ خره کړکۍ ته سر ورنږدې کړ.
سپي بیا پوښتنه وکړه، وایه کنه، څه وینې؟
خره ورو غوندې وویل:
هو وینم یې. یوه ډله غله له خپل مشر غله سره ناست دي. د مېز پر سر ډول ډول خواړه ایښي دي.
پیشو وویل:
پیشو ګانې هم د غلو په شانې خواص لري. خو بیا یې هم سندرې خوښېږي. راځئ چې ورشو او سندرې ورته ووایو. دوی به زموږ سندرې هم واوري او د خپلې ډوډۍ پاتې شونې به هم موږ ته راکړي.
خر چې په ټولو کې لوړ او غټ و ودرید. د خره د پاسه سپی د سپي د پاسه پیشو او د پیشو د پاسه چرګ د کړکۍ مخې ته ودرېدل او څلور واړو په یو وخت کې د اي اه اي اه، واو واو واو، میو میو میو او قت قت قتاس غږونه پیل کړل.

غلو چې دا څلور واړه غږونه یوځای واورېدل، داسې ګومان یې وکړ چې شیطان راغلی دی او خپله برخه غواړي. له ډاره یې مالونه، ډوډۍ او کور پرېښودل او د ځنګله خوا ته یې منډه کړه.
څلور سندرغاړي کورته ننوتل. له غلو څخه پاتې ډوډۍ یې ښه په خوند خوند وخوړه او اوږده اوږده په هر ځای کې وغځېدل او څراغونه یې مړه کړل.
دغلومشر چې له ورایه ولیدل، چې د کور دننه څراغونه ګل شول، نو ګومان یې وکړ چې شیطان به تللی وي اوس به زه لاړ شم او پاتې مال به ځان ته پټ کړم. غل په تیاره کې کور ته راننوت. دی لومړی پخلنځي ته ننوت، غوښتل یې د نغري له اوره شمه بله کړي.
د نغري تر څنګ پیشو پرته وه. پیشو چې د غله کښا واورېده سترګې یې وغړولې. غله چې د پیشو ځلیدونکي سترګې ولېدې ګومان یې وکړ، چې په ایرو کې سکروټه پرته ده. شمه یې د پیشو سترګو ته ورنږدې کړه چې بله یې کړي. پیشو په غله ورټوپ کړ او مخ یې پرې نوکارې نوکارې کړ. غله له وېرې دروازې ته منډه کړه. د دروازې تر څټ سپی پروت و. سپي د غله پښې ته خوله ورواچوله او ښه یې خوږ کړ، غل په ټوپو شو. په ټوپ ټوپ کې د غوجلې تر څنګ خوشایو ته ورسید. غوجلې ته نږدې خر ولاړ و. له شا یې غله ته لګت ورکړه. غله چې وتو ته ځان برابروه، چرګ قت قت قتاس وکړ او ویې ویل: هله چې خطا نه شي.
غله په بېړه او ډار د ځنګله خوا ته تېښته کړه. هلته یې خپلو نورو ملګرو ته وویل:
کور ته بلا راغلې ده. زما مخ ته یې زهرجنې ناړې راتو کړې او مخ یې راباندې نوکارې کړ. اوس مې ټول مخ سوځي. د دروازې مخې ته یو سړی دی چې په لاس کې یې چاړه نېولې ده، زه یې پښې ته په چاړه ووهلم. د کور په حویلۍ کې یوه بله توره رنګه غټه بلا ده. هغې زه شا ته ووهلم او هلته پاس د بام پر سر د بلاګانو قاضي ناست دی. هغې زما په لیدو نارې کړې، چې هله غل دی چې درنه خطا نه شي.
دا دی ما ایله ځان تر دغه ځایه راورساوه چې تاسو ته احوال درکړم، چې دوی راپسې دي ژر کوی ځانونه خوندي کړئ. غلو چې دا خبر واورېد، هر یو په بېله لار په منډه شو او دومره لرې لاړل چې بیا یې چا نوم هم وانه ورید.
د برېمن څلور سندرغاړي د غلو په کور کې پاخه دېره شول او په خوشحالۍ یې خپل ژوند تېراوه.

برېمن د المان یو ښار او په خپله د برېمن د ایالت مرکز دی.

1 comment

  1. Nawdagul.safi Reply

    دیرجالب دی

Leave a Reply to Nawdagul.safi Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...