د ماشومانو د څو شعرونو ژباړه

له ډېر پخوا نه د شعر په هکله اديبانو هر يو په خپل وخت او خپل وار سره خپل نظرونه وړاندې کړي دي. ارسطو شعر د طبيعت تقليد ګڼلی او کار ﻻيل ورته موزيکا ل فکر ويلی دی.
لوناچارسکي شعر د ادبياتو ښکلا ګڼي او ادبيات بيا د تصويرونو هنر بولي، خو بيا تر ټولو بيل سارتر دی چې شعر له ادبياتو بيلوي او جلا هنر يې ګڼي.
که د شعر په هکله د ټولو ادبپوهانو نظريې را ټولې کړو او بېلابېل اړخونه يې را وڅېړو، نو په ټولو کې به ډېر ټکي ګډ بيامومو، چې يوازې دوه يې دلته يادوم چې هغه احساس او تخيل دى.
احساس او تخيل په هر شعر کې شته. که هغه د ما شومانو شعر وي او که د لويانو. دا چې په پښتو ادبياتو کې د ما شوم د شعر په اړه ډېر کار نه دی شوی، نو د ما شومانو شعري (( ذوقي او هنري )) تخيل هم په پوره ډول نه دی راڅرګند او ډېر څه ﻻ هم پټ پاتې دي.
که چيرې د ادبياتو په هغه برخه چې ما شومان يې د بېلابېلو لوبو په ترڅ کې د سندرو په ډول په خپله را منځ ته کوي، ځغلنده نظر تېر کړو، د تخيل او احساس تر څنګ يې اهنګ هم ډېر څرګند او جوت وي، چې د ماشومانو سره سره يې لويان هم له اورېدو خوند اخلي.
ما شومان هم کټ مټ د لويانو په څېر د شعرونو الها م له چاپېرياله اخلي او هغه څه په خپلو ويناوو کې ځايوي، چې ورته ګران او په زړه پورې وي. دې ټکي ته په پام سره چې ما شوم د لويانو په څېر هر اړخيزه پوهه نه لري چې د تخيل په نوم ډېرڅه په شعر کې ځای کړي، خو هغه څه چې پنځوي او ليکي يې، ريښيني وي او تصويريې په حقيقت وﻻړ وي.
ژبه يې ساده او د خپلې پوهې سره برابره وي خو سره له دومره ساده ګۍ بيا يې هم هنري انځورونه دومره ژور وي، چې کله کله دا ژورتيا د ډېرو لويانو په شعرونو کې هم نه ليدل کيږي.
د بېلګې په توګه به له جرمني ژبې څخه د ماشومانوله خوا د ليکل شويو شعرونه ځينې ژباړې ولولو.

زما شعر

ستا لپاره
زما شعر
ډېر لنډ دى
يوازې دومره
ته دې تل خوشحاله اوسې !!!
(لورا نهه كلنه)

ملګرې

زه نه ګويتې يم
او نه هم شيلر
د مولر په شان شاعري
نشم كولاى
يوازې دومره درته ليكم
چې زه به تل ستا ښه ملګرې وم !
(اليسيه دولس كلنه)

سپوږمۍ

کله خاندي
کله ژاړي
کله پاڅي
کله نا څي
په تورو تورو شپو کې
هغه ﻻس بري ده په ستورو
ښه ملګرې ده د زړونو
هغه غواړي چې شي پاتې
خو ډارېږي
هسې نه
چې وړانګې يې شي ماتې
(ليلي دوولس کلنه)

تڼاکې

وخت دی د لونو
بزګر لګيا دی
په سختو سختو کارونو
ﻻسونه يې څومره
وچ او کلک دي
کاش !
چې ما يې په ﻻسونو ليدلې نه وای
هغه رڼې رڼې تڼاکې!
(سيلي پنځلس کلنه)

ورکه ښاپيرۍ

نن له ا سمانه
ما ته ا حوال راغی
چې له دغه ځايه ورکه ده
يوه ښکلې ښاپيرۍ
ته ولې ووېرېدې !
ما ورته نه دي ويلې
چې ته له ما سره وې!!!
(پاوله يوولس کلنه)

مور

مور مې راته ګرانه ده
تر ټولو ښه او مهربانه ده
مور سره مې مينه لرم
او س ستا وار دی
ووايه، چې ته څه وايې ؟
(انيه يوولس کلنه)

خندا

هر څه په خپل وخت کې
هم خندا
او هم خپګان
خو نېکمرغه دی هغه
چې تر ټولو ډېر وخاندي
او نور هم وخندوي!!!
(صوفيا يوولس کلنه)

د مورخوښه

زه پوهيږم
چې زما د مور موږک خوښيږي *
که دا سې نه وای
نو ماته به يې ولې ويلی
چې زما واړه او ښکليه موږکه!
او زه به هم ورته ورو ورو نه چونګيدا ی
(لې اوني نهه کلنه)

خپګان

کله چې ته خپه يې
زه به تاته خپله مو سکا درکړم
هغه به تاته خوشحالي
او نيکمرغي راولي
کله چې دې نه غو ښتله
بيا يې بېرته راکړه
زما مور هر وخت همدا سې وايي!!
(کريستينه لس کلنه)

اووه حسه

زه تا سو ته کيسه کوم
دخپلو اووه حسونو
لومړۍ زما کوښښ
دوهم زما لټي
دريم زما خبرې
څلورم زما چوپتيا
پنځم زما ډار
شپږم زما قوت
او اوو م راته وايي
سره جوړ شئ ، اوبس کړ ی نور جګړه !
زما حسونه
د يو بل سره دومره توپير لري
لکه زه او ته
خو چې اووه واړه يو ځای شي
بيا جوړيږم ترينه زه !!!
(جوليه يولس کلنه)

يادونه : په الماني ژبه کې د موږک کلمه مونثه ده. نهه کلنې لې اونې هم د يوې ښځينه احساس په بڼه ليکلی دی، خو دلته په پښتو ژباړه کې مونث په مذکر بدل شوی دی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *