د ماشومانو سره د بیلابیلو چلندونو پایلې: ژباړه/ نعیمه غني Featured

تاسو پوهیږئ چې له ماشومانو سره ستاسو د بیلابیلو چلندونو پایلې به څه وي؟

ډيرې کورنۍ له خپلو ماشومانو سره د خپل تفکراو هغه چلند له مخې چي له خپلو میندو او پلرونو څخه یې زده کړي، چلند کوي. او په خواشینۍ سره ډيرمیندې  او پلرونه په راتلونکي کې کله چې ماشومان یې لوی شي وايي، مونږ خپلو ماشومانو ته ښه ډوډۍ، کالي او زده کړې ورکړې  نه پوهیږو چې ولې داسې شول؟ دلته د ځينو چلندونو او د هغوی اغیزې او په راتلونکي کې د ماشوم غبرګون  د هغوی په وړاندې یادوؤ.

       چلند                                                 پایله

که ماشوم تل تر نیوکې لاندې وي///// هغه د نورو محکومول زده کوي

که ماشوم په جنګ کې ژوند وکړي///// جنګ او ناندرۍ به زده کړي.

که ماشوم په ویره کې ژوند وکړي///// چرتې به رالوی شي.

که ماشوم په زړه سوي او ترحم کې ژوند وکړي////// د ځان لپاره تأسف زده کوي.

که ماشوم په ملامتیا کې رالوی شي یا په او بازخواست کې ژوند وکړي////// شرمیدونکی به وي.

که ماشوم په خجالت کې ژوند وکړي ////// د ګناه احساس به ورسره مل وي.

که ماشوم په تشویق او لیوالتیا کې رالوی شي//////  ډاډه او په ځان باوري به وي.

که ماشوم د صبر او زغم په چاپیریال کې رالوی شي////// هغه به هم صبر او زغم زده کړي.

که ماشوم د ستایلو وړ وګرځي//////  قدر پیژندونکی به رالوی شي.

که ماشوم د نورو د تأیید سره رالوی شي////// د خپل ځان ګرانښت زده کوي.

که ماشوم  په پیژندګلوۍ او پوهه کې ژوند وکړي//////   له هدف سره ژوند زده کوي.

که ماشوم په شراکت کې ژوند وکړي////// هغه ورکړه او سخاوت زده کوي.

که ماشوم په انصاف او شرافت کې ژوند وکړي /////// هغه له خپل شاوخوا خلکو سره وفاداري زده کوي.

که ماشوم په دوستۍ و ملګرتیا کې رالوی شي/////// هغه دا زده کوي چې نړۍ د ژوند لپاره یو ښایسته ځای دی.

که ماشوم په سولیزه چاپيریال کې ژوند وکړي/////// په راتلونکي کې به له رواني روغتیا نه برخمن وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...