په ماشومانو کې د شخصيت پيل او وده / خليل تسل

هر انسان په خپل ذات کې يو شخصيت لري، چې د خپلې طبيعي هيلې له مخې ورته له هر چا د درناوي غوښتونکى وي، ډېر ځله موږ فکر کوو، چې شخصيت يواځې هغه کسان لري، چې يا اوچتې زده کړې ولري او يا هم په اوچتو پستونو باندې کار کوي او د خلکو تر منځ د شهرت خاوند وي.

   له شک پرته چې دا هم انسان ته شخصيت ورپه برخه کوي، چې تر ډېر رسمي وي، خو دا په دې مانا نه ده، چې ددې ځانګړتياوو څخه محروم انسانان به شخصيت ونه لري، يا په بل عبارت هغوى دې بې شخصيته وي، په ژوند کې د هر چا شخصيت د هغه  د ژوند چاپېريال او ماحول په چوکاټ کې جوړېږي او روزل کېږي.

  په همدې اساس موږ هېڅکله نه شو کولى، چې يو څوک بې شخصيته وبولو او يا دې دا فکر وکړو چې شخصيت يواځې د ځينو ځانګړو انسانانو ځانګړتيا ده، چې کسبي بڼه به ولري او ياد دې په ميراثي ډول ورپاتې وي. په دې ليکنه کې زموږ پر وړاندې تر ټولو مهمه او اساسي خبره داده، چې د شخصيت پيل او د ودې په پړاوونو خبرې وکړو.

   تر ټولو وړاندې بايد دا خبره درک کړو، چې هر ماشوم په خپل ماشومتوب کې يو شخصيت دى، چې خپل شخصيت د خپلو همزولو پر وړاندې ښه درک کولى شي او په سپکاوي او ګواښ يې دهغوى پر وړاندې کم راځي، خو کولى شو، چې د  درک د يوه فعال ځواک پرمټ هغه درک کړو او ويې روزو، خو درک څه دى؟  د اروپوهنې عالمان په دې اړه وايي: درک د ټولو پنځو حواسو یا د پنځو حواسو له ډلې څخه  د ځينو حواسو  دمجموعي فعالیت  په  واسطه زموږ له فکر او شعور  نه وتي بهرني شي څخه  کلي او عمومي مفهوم اخيستنه ده.

  که څه هم ماشوم د مور په غېږه کې خپل شخصيت درک کوي او د مور له خبرو څخه هم په ښه او بده پوهېږي، کله چې  مور هغه ته ښکنځلې وکړي، يا ورته تندې خبرې وکړي او دلاسا يې نه کړي، نو هغه ژاړي او يا د نا ارامۍ احساس کوي، چې دا خپله د هغه شخصيت ته يو ډول سپکاوى دى او د ماشوم ژړا  خپل شخصيت ته د اعتراض په توګه ده.

 خو په ټوله کې چې کله ماشوم تر ښوونځي وړاندې او د ښوونځي د پيل له دورې څخه په کورني چاپېريال کې ژوند پيل کړي، نو ورو ورو خپل شخصيت ته ځير کېږي، د کور او له کوره بهر ماشومانو او بيا وروسته د ښوونځي له ټولګيوالو سره يې شناخت ډېرېږي، فعاليتونه او راکړه ورکړه يې غوړېږي او ځان ته ځيروي.

دى هېڅکله هم دا نه شي زغملى، چې د کورنۍ نور غړي يې دې د خپلو لوبو او ښوونځي د ټولګيوالو پر وړاندې وګواښي او ډېرى هغه ماشومانو چې د خپلو لويانو له خوا د همزولو او يا ترې کشرانو پر وړاندې ګواښ شوي او په يوه ډول ورته سپکاوى شوى، نو يو ډول ګوشه نيشيني اختياروي، تل ځپلي او بې زړه وي، تر ټولو مهمه دا چې هېڅکله هم نه غواړي، چې له همزولو سره په ټولنيزو فعاليتونو کې په ښه زړه ونډه واخلي.

   د نړۍ د ډېرو اوچتو شخصيتونو په شخصيت موندنه کې تر ټولو وړاندې کورنۍ مهم رول لوبولى، که ددوى بيوګرافي وکتل شي او يايې د والدينو خبرو ته ځير شو، نو همدې کسانو ته په ماشومتوب کې د شخصيت په توګه کتل شوي، د هر کار درنښت يې شوى او ورته ويل شوي، چې تاسې د خپلو همزولو په منځ کې ممتاز او تر ټولو مخکې ياست، خو ددې برعکس بيا هغه ماشومان چې په کورنۍ کې شخصيت نه دى ورکړل شوى، ګواښل شوي او د خپلو همزولو پر وړاندې ټيټ راوستل شوي، نو د عمر تر وروستيو پورې هم د شخصيت احساس نه کوي، ځان ته په کمه سترګه ګوري او فکر کوي، چې دهېڅ کار وړتيا به ونه لري.

   په کورنۍ کې ماشوم ته شخصيت ورکول، په تدريجي ډول د نورو ګاوڼډيو کورنيو، کوڅې يا کلي تر منځ مطرح کېږي، ښوونځي ته راځي، د ښوونځي نه ورو ورو پراختيا مومي او ماشوم په هر ځاى کې همغه احساس کوي، چې په کورنۍ کې ورکړل شوى، په دې توګه دهغه شخصيت روزل کېږي، پراختيا مومي، د کمترۍ احساس نه کوي او بالاخره په خپلو ستونزو بريالۍ کېږي، نوم او شهرت تر لاسه کوي او ټولنې ته د يوه لوى انسان په توګه وړاندې کېږي.

  والدينو ته ښايي، چې سره ماشومتوب نه خپل ماشوم ته په يوه شخصيت قايل شي، هغه درک کړي او ددې احساس ورکړي، چې هغه په يوازې ځان هم هر څه کولى شي او له خپلو همزولو نه په ډېرو کارونو کې مخکښ دى، له دوى سره پيغوري چلند او يا ورسره ديکتاتورانه کړه وړه، نه يوازې چې دهغه شخصيت محوه کوي، بلکې په راتلونکي کې هم د شخصيت ترلاسه کولو او ځان مطرح کولو جرئت اخلي، ماشوم يې بې زړه او ډارن اموخته کېږي، چې بالاخره د کمترۍ له احساس سره په عقدوي ډول را لوېږي او په راتلونکي کې ترې د يوه لوى انسان جوړېدو تمه نه شي کېدى.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...