له نورو سره مرسته/ لیکواله: نعیمه غني

د ماشومانو لپاره کیسه

د یوه لرې غره په لمن کې یو سپین ږیری بابا له خپلو دریو لورانو سره اوسیدا. سپین ږیري به ټوله ورځ د غره تیږې ماتولې او هغه به یې په خلکو خرڅولې خلکو به هم له هغه څخه تیږې پیرلې او بیا به یې ښار ته د ودانیو د جوړولو لپاره وړلې. او له ښار څخه د راتلو په وخت کې به یې د سپین ږیري لپاره د خوراک ضروري توکي راوړل. سپین ږیري به توکي  کورته یوړل او لورانو به یې هغه پاخه کړل.  سپين وږیري به په خپلو لورانو غږ وکړ:

 لورانو پام مو وي چې د ملنګ برخه خواړه هم پاخه کړئ!  لورانو  به یې همداسې وکړل.

 د شپې د ډوډۍ په وخت به دروازه وټکیده او سپین ږیري به خپلو لورانو ته وویل: لورانو ورشئ ملنګ ته خواړه ورکړئ.

 نجونو به هر شپه په نوبت ملنګ ته چې ډير ناتوانه او بیوزله سړی وو د خپلې کټوې پاتې خواړه وروړل. لومړۍ شپه د مشره خور نوبت و دوهمه شپه د منځینۍ خور او بیا د کشرې خور. د سپین ږیري دوو لورانو به ملنګ ته په ډير خوشالۍ خواړه وروړل خو کشرې خور به هره ورځ  ملنګ ته په خیر ورکولو کې ناغیړي کوله، او له ځان سره به یې ویل: زما پلارڅومره په زحمت ډوډۍ پیدا کوي او بیا هره شپه ملنګ راشي او له موږ نه خیر غواړي . کله کله خو به یې هیڅ خواړه ملنګ ته نه ورکول او بهانه بې یې ورته وکړه چې په کور کې خواړه نه دي پاتې!

شپې او ورځې په همدې توګه تیریدې.  یوه ورځ تیږې خرڅونکی ډیر ناروغه شو او د تیږو د ماتولو توان یې له لاسه ورکړ. ټوله ورځ یې په کور کې تیره شوه. د هغوی په کور کې د خوړلو لپاره هیڅ هم نه چې لورانو یې پاخه کړي وی.

د شپې چې کله د ډوډۍ خوړلو وخت راورسید  نو پلار یې لورانو ته وویل: لورانو ما وبښئ چې نن مې تاسو ته د خوراک لپاره څه نه دی راوړي او تاسو وږې شپه تیروئ.

لورانو یې په یوه غږ وویل: پلاره همدا چې ته روغ شې دا زموږ لپاره هر څه دي.

د دوی خبرې لا پای ته رسیدلې نه وې چې د تل په څیر دروازه وټکیده. پلار یې خپلې مشرې لور ته وویل: لورې ورشه ملنګ به وي،  خیربه غواړي، ورته ووایه چې نن موږ هم د خوړو لپاره څه نه لرو.

مشره لور یې ورغله او دروازه یې پرانسته شاوخوا یې وکتل د دروازې تر شا هیڅوک نه وو. کله یې چې غوښتل دروازه بیرته پورې کړي نو یې یوه کاسه خواړه ولیدل چې د دروازې په مخ کې ایښي. هغې خواړه راواخیستل، غږ یې وکړ: دا خواړه د چا دي؟ دلته څوک شته؟! هیچا غږ ونه کړ.

 نجلۍ د خوړو لوښی له ځان سره کورته یوړ، پلار ته یې وویل: پلاره دا خواړه چا زموږ د کور په دروازه کې ایښی. پلاریې د پوهیدو په علامه سر وښورولو او وویل: لورې راځه وبه یې خورو هر چا چې راوړي خو زموږ لپاره یې راوړي.

ټولو په ګډه خواړه وخوړل. سبا شپه هم همداسې چل وشو او سپین ږیری د خپلو لورانو سره وږي پاتې نه شول. کله چې ماښام شو  دروازه وټکیده دا ځل دویمه خور ورغله د خوړو لوښی بیا هم له خوندورو خوړو ډک ایښی وو هغې راواخیست او ټولو خواړه  په ګډه وخوړل.

دریمه ورځ سپین ږیری لږ څه ښه وو خو لورانو یې اجازه ورنکړه چې غره ته لاړ شي او ورته وویل: پلاره هیله کوو نن هم کور پاتې شه او آرام وکړه، سبا به سم روغ شې او بیا به خپل کار ته ستون شې. سپین ږیري هم د دوی ټینګار ومانا او کور پاتې شو.   بیګاه چې د ډوډۍ وخت شو. د سپين ږیرې کشرې لور په ډير شوق دروازه څارله چې کله به بیا ټکیږي او دوی ته به هغه نا معلوم کس خواړه راوړي. له ماښامه څو شیبې لا نه وې تیرې چې دروازه وټکیده. کشره لور په بیړه ورغله او دروازه یې خلاصه کړه بیا هم لوښي  ایښي وو، هغې په بیړه لوښی راواخیست، خو په لوښي کې د نورو شپو په څیر خواړه نه و او تش وو.

کشره خور په بیړه خپل پلار ته ورغله او وویل: پلاره ته وګوره دا څوک دی چې له موږ سره توکې کوي نن یې تش لوښی د کور په مخ کې ایښي!

پلار یې وخندل او وویل: لورې نن ستا نوبت و، دا به تا ته معلومه وي چې لوښی ولې تش دی او خواړه په کې نه شته!؟

لوریې له لږ فکر وروسته له ځان سره وویل: ما به ملنګ ته تل خواړه نه وروړل ښایي دا لوښی به له همدې امله تش وي .هغه چې کله په خپله تیروتنه پوه شوه نو هیچا ته یې څه ونه ویل.

هغه شپه سپین ږیري او د هغه لورانو په لوږه تیره کړه. سبا ته سپین ږیري روغ شو او غره ته بیا د تیږو د ماتولو لپاره لاړ او ماز دیګر د خوړو سره راستون شو لورانو یې هم په بیړه خونده ور خواړه پاخه کړل تر څو یې له پلار سره یو ځای وخوري.  دوی لا په خوړلو شروع نه وه کړې چې بیا د کلا دروازه وټکیده او پلار یې د تل په څیر وویل: لورې ورشه ملنګ ته خواړه وروړه.

مشره لور یې لا پاڅیدلې نه وه چې کشرې لور یې په بیړه منډه وکړه او د خوړو ډک لوښی یې ملنګ ته وروړ

پلار یې چې دا حالت ولید وویل: لورې ډير خوشاله شوم چې خپله تیروتنه درته معلومه شوه. هغه څه چې موږ یې خوارانو ته  ورکوو هغه په بده ورځ بیرته موږ ته راګرځي . تل له نورو سره مرسته کوی تر څو تاسو هم په سختو ورځو کې یوازې پاتې نه شئ!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...