Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: January 7, 2020

ولسمشر غني او مارک ایسپر د سلیماني د وژل کېدو او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې

تاند(سې شنبه، د جدې ۱۸) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر نن (سې شنبه) ماسخوتن د سیمې پر وروستیو انکشافاتو خبرې وکړې. د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني او ښاغلي ایسپر په دې ټېلفوني خبرو کې د سیمې د امنیت او په ځانګړي ډول د امریکا…

نور

افغان حکومت بامیانو ته د سلیماني د ځایناستي جاسوس د سفر پلټنې کوي

تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷ مه: د بهرنیو چارو وزارت وایي، بامیان ولایت ته د قاسم سلیماني د ځای ناستي اسماعیل قاني د سفر په اړه پلټنه کوي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان نن خبریالانو ته وویل چې ښاغلی قاني هیڅکله په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال نه و خو…

نور

د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له خاورې د جوړېدونکي جومات ډیزاین بشپړ شو

تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت وايي، د ولسمشر غني په امر یې د هغه جومات ډیزاین چمتو کړی دی چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو خاوره به په کې وکارول شي. د وزارت چارواکي تاند ته وايي، یاد جومات به د کابل په دارالامان سیمه کې جوړ شي…

نور

د امریکا او ایران ترمنځ مخامخ جګړه / آقامحمد قریشي

له هغه وروسته چې امریکايي الوتکو د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ایران د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې نامتو قومندان، سردار قاسم سلیماني وواژه، د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجو او ګواښونو زور اخیستی، تر دې چې، ځیني دا ویره احساسوي چې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ مخامخ جګړه ونښلي. د افغانستان په شمول…

نور

حامد کرزي په تهران کې له جواد ظریف سره کتلي دي

تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په سیمه ییزو مسایلو لیدنه او خبرې کړې دي. حامد کرزی چې د فارس خلیج نړیوال کنفرانس ۲۳مې ناستې ته تللی دی، له جواد ظریف سره یې د قاسم سلیماني په وژل کېدو…

نور

ادریس زمان: د باندنیو چارو وزارت ۲۰۰ کارمندان په کور کېنوو

تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: د باندنیو چارو وزارت سرپرست وايي، دغه وزارت کې بې شمېره ستونزې به د نوې اصلاحاتي بستې له مخې اوارې شي چې په لومړي ګام کې به یې ۲۰۰ بستونو باندې ناست کسان کورونو ته رخصت کړي. ادریس زمان نن سه شنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، د…

نور

د اسلامي ثقافت د پلازمېنې په توګه د کابل د ټاکل کېدو جشن ته چمتووالی پیل شو

تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، دا ځل د افغانستان پلازمېنه د اسلامي نړۍ کلتوري او فرهنګي پلاز ټاکل شوی دی چې په تړاو یې د مراسمو د نمانځنې لپاره ټاکل شوي کمېسیون خپله لومړۍ غونډه وکړه. د کورنیو چارو د سرپرستې وزیرې حسینه ساپۍ په مشرۍ دغه ناسته…

نور

د ننګرهار خبرونه

۱۳۹۸/۱۰/۱۷ د ننګرهار والی ته د افغانیو د رواجولو له امله د سرو زرو مډال ورکړل شو او له جمهور رئیس څخه هم د نوموړي د ستاینې غوښتنه وشوه . د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ته د افغانیو د رواجولو،ښې حکومتدارۍ او انکشافي پرمختګ له امله په دې ولایت کې د زرګرانو له لورې…

نور

۸