Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: December 6, 2019

د ناکامورا لور، مېرمن او خپلوان د هغه په جسد پسې کابل ته راورسېدل

تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د جلال اباد په یو تروریستي وسله وال برید کې د وژل شوي ۷۳ کلن ډاکتر ناکامورا کورنۍ او خپلوان د هغه په مړي پسې کابل ته راورسېدل. د جاپاني الاصله افتخاري افغان ناکامورا په جسد پسې د هغه لور، مېرمن، د ښوونځي دوستان، درې تنه همکاران راغلي او له…

1,368 total views, no views today

نور

ارګ: نوماندان دې له ټاکنیزو اصولو او قواعدو پښې نه غځوي

تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تر لاریون او څرګندونو وروسته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ولسمشرۍ نوماندان دې د ټاکنو اصول او قواعد عملي کړي. ښاغلي صدیقي لیکلي، نوماندان د ټاکنو د بهیر په جریان کې نه شي کولی چې…

995 total views, no views today

نور

د هلمند له جګړې ۴۰ زره بېځایه شوې کورنۍ عاجلو مرستو ته اړمنې دي

تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د هلمند د کډوالو چارو ریاست وايي، د ژمي په رارسېدو سره په دې ولایت کې له جګړې بېځایه شوې ۴۰ زره کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا لري. د هلمند د کډوالو رئیس سید محمد رامین وايي، دوی یوازې پنځه زره کورنیوته د مرستو رسولو توان لری او نورو ته…

400 total views, no views today

نور

حکمتیار هم لاریونونه پيل کړل او مؤقت حکومت یې غوښتی دی

تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ ټاکنیزې ډلې هم په کابل کې لاریونونه پیل کړل او د مؤقت حکومت د تشکیل غوښتنه یې وکړه.  په دغو لاریونونو کې ښاغلي حکمتیار پخپله هم ګډون کړی او خبریالانو ته یې ویلي، له ټولو سیاسي لوریو سره په اتفاق چاته اجازه نه ورکوي چې…

1,062 total views, no views today

نور

د خوست ځايي چارواکو په دغه ښار کې یوه څلورلارې د تتسو ناکامورا په نوم کړه

تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د خوست د والي ویاند طالب منګل تاند ته وايي، ولایتي ادارې د خوست ښار په ختیځ کې د سبزۍ منډوي څلورلارې د والي په امر نن جمعه د تتسو ناکامورا په نوم کړه: (( دا کار مو د ناکامورا د خدمتونو په پاس چې افغانانو ته یې کړي دي،…

584 total views, no views today

نور

کندوز: امام صاحب کې طالبانو ۱۱ سرتېري وژلي ۳ یې برمته بیولي دي

تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د یو برید له کبله د دوو پوستو ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي دي.  د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري په دې اړه تاند ته وايي، تېره شپه ۱۲ بجې طالبانو د قرغان او قرغېز د کلیو پر…

398 total views, no views today

نور

د ننګرهار والي د ناکامورا د قاتلینو د نیولو پر سر ۱ میلیون افغانۍ جایزه کېښوده

تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل اعلان کړی چې هر چا د ډاکټر ناکامورا د قاتلینو په نیولو کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړه، له خپله جیبه به یو میلیون افغانۍ انعام او جایزه ورکړي. د ننګرهار والي دا څرګندونې له تښتوونکو څخه د یو سوداګر او د یو…

647 total views, no views today

نور

د ننګرهار پولیسو د یو لوی هوټل مالک او سوداګر له تښتوونکو ژغورلی

تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د ننګرهار ولایتي ادارې ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو په شپږو ساعتونو کې د جلال اباد د یو لوی (ګرین پیزا هاټ) ریستورانت مالک او سوداګر د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند ته وویل، تېره شپه…

619 total views, no views today

نور

۸