Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: November 29, 2019

د ټرمپ ناڅاپي، لومړنۍ او دوه نیم ساعته سفر افغانستان ته

لیکوال: احمدشاه راشد د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قوس میاشتې په ۷مه نېټه ماسخوتن ناوخته په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغی، افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ده لیدلو په پار د بګرام هوایي اډې ته ورغلی او ور سره کتلي یې دي. په داسې حال کې چې…

511 total views, no views today

نور

د ایران مذهبي مشر افغانستان ته د ټرمپ ناڅاپي سفر په غوسه کړی دی

تاند، جمعه، د قوس ۸مه: د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي افغانستان او سیمې ته د امریکايي مشرانو د ده په وینا په بې جوازه او ناڅاپي سفرونو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي په دې کار سره امریکا د ملتونو سپکاوی کوي. ایت الله خامنه یې پر خپله ټویټر پاڼه…

1,672 total views, no views today

نور

طالبان: ټرمپ د مذاکراتو د بیا پیل په اړه له وخته مخکې غږېدلی

تاند، جمعه، قوس ۸مه : طالبان وايي، د امریکا د ولسمشر ټرمپ دا خبره چې له طالبانو سره یې مذاکرات بیا پیل کړي دي، له وخته مخکې خبره ده. د امریکا ولسمشر تېره شپه افغانستان ته د ناڅاپي سفر په ترڅ کې ویلي چې طالبان سوله غواړي او دی ټینګار کوي چې له طالبانو سره…

1,142 total views, no views today

نور

جنوبي وزیرستان کې افغان طالبانو یو ماشوم د پلار د نافرمانۍ په جرم وژلی

تاند، جمعه، د قوس ۸مه: د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د افغان مدرسې یو مشر ملا اغا جان، یو ځايي ۱۶ کلن زلمی د پلار د نافرمانۍ په جرم په وهلو ډبولو وژلی دی. د واڼه د پولیسو مشر عثمان خان وايي، پېښه په وچ خوړ سیمه کې شوې او د محمد ایوب په…

900 total views, no views today

نور

د عبدالله په پلوۍ راټول شوي معترضان سره خواره شول

تاند، جمعه، د قوس ۸مه: په کابل کې نن د ولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله په پلوۍ لاریون ته راوتلي معترضان بېرته سره خواره شول. دغه لاریونوال چې شمېر یې کم و، خو د ښار له څو سیمو څخه د کابل پښتونستان څلور لارې ته راټول شوي وو او د دوی په وینا په ټاکنو…

1,727 total views, no views today

نور

ځانګړو پولیسو په لغمان کې یو ټن چاودېدونکي توکي نیولي

تاند، جمعه، د قوس ۸مه: د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو په لغمان کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نږدې ۱۰۰۰ کېلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف کړي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، ځانګړې قطعې یې تېره شبه د لغمان په قرغه يي ولسوالۍ کې عملیات کړي او…

437 total views, no views today

نور

کاپیسا لپاره د طالبانو نظامي مسوول هوايي برید کې ووژل شو

تاند، جمعه، د قوس ۸مه: د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت لپاره د طالبانو نظامي مسوول د افغان هوايي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی. د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش تاند ته وویل، قومندان نظر ګل تېره شپه د کاپیسا په اله سای ولسوالۍ کې په نښه شوی او…

438 total views, no views today

نور

پولیس: که د ثبات او همپالنې پلوي معترضان له قانون سرغړونه وکړي، مخه یې نیسو

تاند، جمعه، د قوس ۸مه: د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې پلویانو په لږ شمېر خو د ښار له ګڼو سیمو څخه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درغلیو له تورونو سره اعتراضات پیل کړي دي، خو امنیتي مسوولانو ګواښ کړی که دا معترضان له قانوني چوکاټه ووتل پر ضد به یې اقدامات وکړي.…

744 total views, no views today

نور

۸