Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: July 17, 2019

د لشکر طیبه پلار حافظ سعید ونیول شو

تاند، چهارشنبه د چنګاښ ۲۶ مه: پاکستاني ځواکونو بالاخره د امریکا لخوا له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن شوی، د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید ونیو. نوموړی پرون چهار شنبه ناوخته له لاهور څخه ګوجرانوالې ته روان و چې د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په لاره نیولی دی. له ترهګرۍ سره د…

نور

طالبان د وینې بوی اخلي

لیکنه: حسین حقاني ژباړه: شاکر حلیم سرچینه: وال سټریټ ژورنال د طالبانو ترهګره ډله پرلپسې بریدونه کوي، خو امریکا لا تراوسه د دوی سره د افغان سولې اړوند خبرې نه دي ځنډولې طالبانو د سولې خبرو پرمهال هم جګړه کوي. د قطر په دوحه کې مذاکراتو هم پر افغانستان د طالبانو بریدونه ودرولي نه دي.…

نور

طالبانو د ولسمشر د کورنۍ د امنیت مسوول وژلی

تاند، چهار شنبه، د چنګاښ ۲۶مه: د ولسمشر د کورنۍ د ساتونکو قومندان برید جنرال عبدالغفار احمدزی، چې څو ورځې وړاندې په یو برید کې ټپی شوی و، بیګاه شپه ساه ورکړې ده. د پي پی ایس دغه قومندان د جولای په ۱۱مه په شپاړسمه ناحیه کې د ده پر موټر د نښلول شوي ماین…

نور

قریشي هیله لري چې ترمپ به د افغانستان ترڅنګ پر اقتصادي مسلو له عمران خان سره وږغېږي

تاند- امریکا ته د پاکستان د صدراعظم د سفر په درشل کې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون /سې شنبه/ هیله څرګنده کړه چې واشنګټن ته د عمران خان سفر به د پاکستان او امریکا اړیکې ترمیم کړي. کتونکي وايي چې د روانې میاشتې په ۲۲ نېټه په واشنګټن کې…

نور

حکومت د ملکي تلفاتو د مخنیوي ګډه کمېټه جوړه کړه

تاند، چهارشنبه، د چنګاښ ۲۶ مه: ملي امنیت شورا، د عملیاتو د څار او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د امنیتي ارګانونو ګډه کمېته جوړ کړه. د ملي امنیت شورا لخوا په دې تړاو رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغې ځانګړې کمېټې په اړه پرېکړه د امنیتي بنسټونو د رهبرۍ په…

نور

طالبانو میدان وردګو کې د سویډن کمېټې ۴۲ روغتیايي مرکزونه تړلي

تاند، چهار شنبه، د چنګاښ ۲۶ مه:  د سویډن کمېټې ویلي چې طالبانو یې په میدان وردګو ولایت کې ۴۲ روغتیايي مرکزونه تړلي دي. سویډن کمېټې یوه خبرپاڼه کې چې تاند ته هم رسېدلې ده نن چهار شنبه ویلي، د وروستیو عملیاتو له کبله طالبانو دوی اړ کړي دي چې میدان وردګو کې خپل ټول…

نور

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د پولیو ۱۱مه پیښه هم ثبت شوه

تاند، چهارشنبه، د چنګاښ ۲۶مه: د عامې روغتیا وزارت د هلمند په موسی کلا کې د پولیو د یوې بلې مثبتې پېښې د ثبت خبر ورکړی دی. د پولیو د مخنیوي د عامه پروګرامونو مسوول میرجان راسخ وايي، پر پولیو د یوې اووه کلنې نجلۍ د اخته کېدو پېښه د موسی کلا په شورا سیمه…

نور

د کودتا په هکله د (کې جي بي) د غړی ناسمې انګیرنې 

عبدالرووف لیوال   نن د چنګاښ د میاشتې ۲۶مه چې د سردارمحمدداود د سپینې کودتا له شپږ څلویښتمې کلیزې سره سمون خوری. ښاغلی استاد سنګروال په تاند وزمین سایټ کې د همدې کودتا په هکله د K.G.B د غړی الکساندرماروزوف انګیرنې رااخیستی او د هغه او (انتونی هایمن) له قوله داسې ګڼې چې ګواکې په دې…

نور

۸