Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: June 28, 2019

امریکا: هر څوک چې له ایرانه تېل اخلي، بندیز پرې لګوو

ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، هر هیواد چې له ایرانه تېل اخلي امریکا به پرې له استثنا پرته بندیزونه ولګوي. براین هوک لندن کې یو خبري کنفرانس ته ویلي، هیواد به یې له ایران څخه د خامو تېلو په هر ډول صادراتو بندیزونه وضع کړي. نوموړي اسیايي ملکونو سره د ایران د تېلو…

نور

غني: ۳ کالو کې افغان کډوالو ته ۶ ملیونه جریبه ځمکه چمتو کوو

 ولسمشر غني پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو، محصلینو او سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، حکومت به ټوله هڅه وکړي چې کډوالو ته د بېرته راستنېدو شرایط برابر کړي. ولسمشر زیاته کړې، په دې درېږي چې ۶ میلیونه  افغانان لا هم له هېواده بهر د کډوالۍ ژوند کوي او دوی ته داسې ویل کېږي چې…

نور

سبا امریکایان او طالبان خپلمنځي اووم پړاو خبرې پیلوي

 سبا شنبه د امریکا او طالب استازو تر منځ د قطر په دوحه کې اووم پړاو خبرې اترې پیلېږي. دواړو لوریو هیله مندي ښودلې ده چې د اتلس کلنې جګړې د پای لپاره په یو شمېر مسایلو دا وار هوکړه نهايي شي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تر دې…

نور

د لویدیځ اعتراف: عراق او سوریه کې رانه ۱۳۰۰ ملکیان وژل شوي

د امریکا په مشرۍ پوځي ایتلاف ویلي، ۲۰۱۴ کال کې ترې عراق او سوریه کې داعش سره د جګړې پر مهال ۱۳۱۹ عام وګړي هم په تېروتنې سره وژل شوي دي. ایتلاف زیاته کړې د ۲۰۱۴ کال له اګست نه د ۲۰۱۹ کال تر می میاشتې پورې دوی عراق کې ۳۴۵۱۴ بریدونه کړي دي چې…

نور

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون: ۲ زنداني قبایلي نوماندان خوشې کوي

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون امر کړی چې د سویلي وزیرستان د قبایلي سیمو نه د ایالتي ټاکنو دوه نیول شوي او زندان کې اچول شوي نوماندان باید خوشې کړای شي. د پاکستان حکومت د سویلي وزیرستان نه ایالتي ټاکنو ته نوماند محمد عارف او محمد اقبال په ترتیب سره د جون په ۱۹مه او…

نور

سورصلیب: افغانستان کې له خنډونو سره فعالیت ته دوام ورکوو

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پیټر مورییر وايي، افغانستان یې لا هم لومړیتوب دی او دغلته نړیواله کمېټه له ټولو امنیتي ستونزو سره سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. دا خبرې پیټر مورییر له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره جنیوا کې کران مونتانا دیرشم کنفرانس په حاشیه کې د کتنې پر مهال کړي دي.…

نور

فرانسه کې پر جومات برید، ملا امام او ملګری یې سخت ټپیان دي

د فرانسې پر یو جومات د یو کس لخوا وسله وال برید کې د جومات ملا او د هغه یو ملګری ټپي شوی دی.  راپورونه وايي، برید د فرانسې شمال لویدیځ ښار برسټ کې د مسجد  السنه جومات پر امام شوی چې په ترڅ کې یې پخپله د جومات امام او یو بل مذهبي فعال…

نور

پکتیا کې ځانګړي عملیات: د حقاني شبکې ۶ غړي مړه، ۷ ټپيان

افغان ځواکونو د پکتیا ګرده څېړۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې شپږ غړي وژلي دي. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، دغه عملیات بیګا شپه د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سوريخیلو کې شوي دي چې په کې اووه مشکوک کسان نیول شوي او د حقاني شبکې اووه غړي ټپیان…

نور

۸