Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: May 2, 2019

باجوه: د پښتون ژغورنې ځینې غړي د بهرنیانو په لاس کې لوبېږي

تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید باجوه نن /پنجشنبه/ وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) په خپل ذات کې ستونزه نه ده، خو د دغه غورځنګ ځینې غړي د بهرنیو په لاس لوبېږي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز دا څرګندونې دوې ورځې وروسته له دې وکړې چې د پوځ ویندوی…

1,226 total views, 1 views today

نور

مشورتي لویه جرګه او ولس دوښمنه مطبوعات | محمد اکبر پیمان

د هیواد په لیکلي تاریخ کي لومړي ځل دی چې عوام راغوښتل کیږي او د یوه عظیم ملک د برخلیک واک ورسپارل کیږي. کونډې، یتمان، بورې او نور په زړه سوري او ویرجن خلک خپل اواز پورته کوي او د فیصلې حق د سیاسي نخبه ګانو(فرعونانو) له لاسه وځي، فرعونیت او جعلي خدايي يي تر…

602 total views, 1 views today

نور

د مشورتي لویې جرګې اکثره غړي د اوربند غوښتنه کوي

تاند- د افغانستان د سولې په مشورتي جرګه کې زرګونو تنو راټولو شویو استازو، چې له طالبانو سره د سولې د احتمالي روغې جوړې په اړه خبرې کوي، غوښتنه وکړه چې په لومړي ګام کې دې اوربند وشي. په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې په داسې حال کې د افغانستان له ټولو…

1,011 total views, 2 views today

نور

قطر د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې سفیر وټاکه

تاند- قطر، چې د افغانستان د سولې د خبرو او د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره سفیر وټاکه. د قطر امیر حمدالثاني د دوشنبې په ورځ / اپریل ۲۹/ د یوه فرمان په صادرولو السید سعید مبارک الخیارین الهاجری په کابل کې د قطر د سفیر په…

905 total views, 1 views today

نور

ده بالا او ده بالي | محمد بشیرخان

(چې نه وایم، له غمه یې وایم) له نن څخه شپاړلس کاله مخکې ده بالاته تللی وم، له مارکو تر غنی خیلو لاره ډیره بده نه وه، خو غنی خیلو کې موټر نه پیدا کید، چې ده بالاته ولاړ شم. په ټوله ورځ کې یوه پخوانۍ لارۍ  را پیدا شوه چې مخ په هغې خوا…

650 total views, 1 views today

نور

د ننګرهار د تېرو ۲۴ ساعتونو خبرونه

د ننګرهار په روداتو،مومندرې او کوز کونړ ولسوالیو کې د ښوونځیو ترمنځ د سولې مقالو لیکلو سیالۍ ترسره شوې. یادې سیالۍ چې تر دې وړاندې د ولسوالیو د ښوونځیو ترمنځ ترسره کېدې،له بشپړیدو وروسته د ولسوالیو په کچه ترسره شوې،چې د روداتو ولسوالۍ څخه محمد عمر لومړی،محمد اصف دویم او یحیی درېیم مقامونه خپل کړل…

334 total views, 2 views today

نور

روغ لېوني | حسینه عارف

د جرګې دځینو کړیو خبرو ته غوږ شوم هر یوه دښځو په آزادۍ او ورسره په حکومت کې دښځو په پوره برخمنتیا تاکید کاوه، هر یوه دوطن د نا امنۍ او بدمرغۍ اصلي ریښه دقومونو ویش او په خپلومنځونو کې نفاق اساس باله. ډېریو دا خبره کړله چې طالبانو ته دهېواد دننه باید سیاسي دفتر…

530 total views, 1 views today

نور

د ګیرو ولسوالۍ مرکزي کلینیک له نهو کلونو وروسته فعال شو

پنجشنبه ۱۲/۲/۱۳۹۸ په ګیرو ولسوالۍ کې د یادي ولسوالۍ مرکزي کلینیک چې په ۲۰۱۰کال کې د طالبانو د ګواښونو له کبله تړل شوی وو، له نهو(۹) کلونو وروسته بیرته فعاله شو. په ګیرو ولسوالۍ کې یواځینی دولتي کلینیک( د پنا روغتیایې مرکز) چې له تیرو نهو کلونو راهیسي د وسله والو مخالفینو د ګواښونو له…

366 total views, 1 views today

نور

۸