Categories

اعلان

Loading…

Monthly Archives: April 2019

افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د ښکېلو خواوو پرضد عملیات پیل کړل

تاند- افغان چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دې لپاره چې په ننګرهار کې د دوو ښکېلو خواوو له شره خلک خلاص کړي، د دواړو پرضد تصفیوي عملیات پیل کړي دي. طالبان او داعش د ننګرهار په شېرزاد او خوږیاڼو ولسوالیو کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې له یو بل سره په جګړه بوخت دي…

1,625 total views, 1 views today

نور

تر۲۱۰۰ پورې ښايي نژدې ۵ ملیارده فېسبوکیان ومري

تاند- د ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، ممکن په راتلونکو څو لسیزو کې د فېسبوک د اکاونټ لرونکو په منځ کې تر ژوندیو د مړو شمېر زیات شي. له یوې تازه څېړنې سره سم، چې د اکسفورډ څېړونکو کړې ده، که د فېسبوک د کاروونکو شمېر په اوسني ډول په زیاتېدو وو، تر…

1,123 total views, 1 views today

نور

د ننګرهار د تېرو ۲۴ ساعتونو خبرونه

ننګرهار مرستيال والي په مشرۍ د اداري مجلس غونډه وشوه ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند په مشرۍ ولايت مقام کې د غويي په نهمه د دې ولايت د اداري مجلس غونډه تر سره شوه، چې پرمهال يې په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ سربيره د سکتوري ادارو رئیسانو او استازو شتون…

335 total views, 1 views today

نور

په اندونیزیا کې له ستړیا د مړو شویو انتخاباتي کارکوونکو شمېر ۳۶۷ تنو ته ورسېد

تاند- د اندونیزیا د انتخاباتو کمیسیون نن /سې شنبه/ اعلان وکړ چې د انتخاباتو په لړ کې له ستومانۍ د مړو شویو انتخاباتي کارکوونکو د مړینو شمېر ۳۶۷ تنو ته ورسېد. د اندونیزیا د اپریل د ۱۷ /حمل د ۲۷/ نېټې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو له لاسه تر ۲ زره ډېر نور په روغتون…

785 total views, 1 views today

نور

قریشي د درېمګړي له مرستې پرته د افغانستان او پاکستان د اختلافاتو د حل کولو غوښتنه وکړه

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې د درېمګړي له ښکېلتیا پرته په خپل منځ کې د اختلافاتو د حل کولو لپاره سیاسي اراده ومومي. قریشي نن /سې شنبه/ د افغانستان او پاکستان  دوه اړخیز دیالوګ (Track-II ) ته په وینا کې وویل«د افغانستان او پاکستان…

1,000 total views, 2 views today

نور

عبدالقدیر ځاځی وطندوست د ولسي جرګې د دارالانشا رييس شو

تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن /سې شنبه/ عبدالقدیر ځاځی وطندوست د ولسي جرګې د دارالانشا د نوي مشر په توګه وټاکه. ښاغلی ځاځی وطندوست اصلاً د پکتیا ولایت دی خو د ولسي جرګې په تېره دوره کې له پلازمېنې کابل څخه بریالی شوی و. تر دې وړاندې خدای نظر نصرت دا دنده په…

1,203 total views, 1 views today

نور

ادبي پارچه لیکي کیسه یې بولي | استاد شپون

له نیوزیلنډ نه، مرسلین ابازي آشنا تلفون کې راته شکایت کاوه چې زه له وطنه لرې پروت یم، نو وېبپاڼې لولم او د جادو په نامه مې یو پروګرام لګولی چې د وطن زیاتره تلویزیونونه هم ورکې کتلی شم، کله کله چې  په وېبپاڼو او یا چاپي مجلو او اخبارونو کې د کوم کتاب مخکتنه  لولم، خندا…

845 total views, no views today

نور

تر غلا مخکې غل موندونکی

تاند- یوه جاپاني سټارټ اپ د مصنوعي ذهانت داسي سیستم جوړ کړی چې د امنیتي کمرو د تصویرونو د ارزولو له لارې په پلورنځیو کې هغه کسان پېژني چې د غلا نیت لري. د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، فاک جاپاني ستارټ اپ دا نرمکالی یا سافټوېر جوړ کړی چې د خلکو حرکاتو…

561 total views, 1 views today

نور

۸