Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: January 29, 2019

اوس دې يادونه افسانې ښکاري؛ | محب الله طارق

د ۲۰۱۸ کال يوه ترخه خاطره   له يوې غير معمول، ګډې وډې او ستړې کاري ورځې وروسته مازديګر ناوخته کور ته روان شوم؛ ماښام لمونځ مې په کلي کې د تره زامنو په دوکان کې وکړ. هلته کله کله د دې لپاره ځم چې د تره زامن او کليوال ملګري ووينم، ټوکې ورسره وکړم او…

1,116 total views, 2 views today

نور

امریکايي او قطري چارواکو له ولسمشر غني سره د سولې پر پروسې خبرې وکړې

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیالې او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي نن /سې شنبه/ له ولسمشرغني سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې. د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الیس ویلز په ګلخانه ماڼۍ کې…

1,756 total views, 1 views today

نور

سوله، که پنجابۍ توطئه؟ | آقامحمد قریشي

د توطئې تیوري د سیاست په شمول د بل هر علم او فن سره اړیکه لري. په سیاستونو کې عام خلک غولول کېږي، د هغوی پر ارادو معامله کېږي. عامو خلکو ته هر څه بېړني او بې پلانه ښکاري، خو د نړۍ څارګر او ستراتيژيک سیاستونه هر څه څاري او د اړتیا په وخت کې…

1,081 total views, no views today

نور

دوبینز، امریکا او طالبان په اصولو کې موافقې ته رسېدلي، خو ځینې جدي خنډونه شته

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وايي، امریکا او طالبان په افغانستان کې د سولې لپاره پر بېلابېلو مهمو مسلو په اصولو کې موافقې ته رسېدلي چې کېدای شي د افغانستان اوږده جګړه پای ته ورسوي. جېمز دوبینز وايي، دا جوړجاړی له دې کبله چې خبرې اترې کېدای شي امېدواروونکې…

1,582 total views, 1 views today

نور

فیلډمن: افغانان اندېښنه لري چې امریکا به ورسره خیانت وکړي

تاند- د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي، که څه هم امریکايي پلاوی ټینګار کوي چې واشنګټن د کابل له همکارۍ پرته له طالبانو سره موافقه نه کوي، خو افغان چارواکي پرې باور نه لري. ډانیل ایف فیلډمن، چې د اوباما د حکومت په مهال د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی…

1,731 total views, 1 views today

نور

بهرنیو چارو وزارت د اصلاحاتو په برخه کې په نه همکارۍ تورن شو

مطبوعاتې اعلامیه د بهرنیوچارو وزارت د اصلاحي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې له کمېسیون سره همکار نه دی کابل: د ۱۳۹۷ کال سلواغه ۹ ــ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، دغه وزارت کې د اصلاحاتو د عملي کولو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت له نه مرستې خوښ نه…

639 total views, no views today

نور

ملي امنیت شورأ او ملي مسؤلیتونه | سردار محمد همدرد

د افغانستان په سیاست کې یو وخت داسې یو فکر حاکم وو، کله چې علي حضرت محمد ظاهرشاه بابا جلا وطنه وو،  ټولو وطنوالو  نوموړی بابا د مملکت د چارو لپاره مناسب شخص بللو. کله چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته واګي وسپارل سوه، د هغه دوره چې پای ته ورسیده خلکو بیا د بدیل…

590 total views, 1 views today

نور

د ناټو سرمنشي وايي، لا هغه شرایط نه دي برابر شوي چې خپل ځواکونه وباسي

تاند- د ناټو سرمنشي وايي، که اړتیا نه وي د دوی پوځیان به په افغانستان کې پاتې نه شي خو تراوسه پورې له دې هیواده د ناټو ځواکونو د وتلو شرایط برابر شوي نه دي. د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د امریکا د دفاع وزارت له سرپرست پاتریک شناهن سره په کتنه کې وویل«زموږ ځواکونه…

949 total views, no views today

نور

۸