Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: January 2, 2019

محب او خالد د احتمالي اوربند لپاره پر تیاریو خبرې وکړې

تاند – د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن /چهارشنبه/ د احتمالي اوربند لپاره پر تیاریو خبرې وکړې. باور کېږي چې له طالبانو سره د سولې تر خبرو مخکې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په نتیجه کې پر…

1,607 total views, no views today

نور

فلسفه او شعر | نقيب احمد عزيزي

فلسفه لغوي له پوهې سره مينې ته وايي. اصطلاحاً فلسفه د تخليق د ماهيت د څرګندتيا پوهه ده، خو ځينې داسې فلسفې هم شته چې موضوع يې پر خالق څېړنه کول دي. د اسلامي عقيدې او بلکې ديني مشربونو له نظره هغه فلسفې چې له الحادي نظريو جوړې شوې او يوازې د ذهني ګډوډۍ سبب…

1,408 total views, 1 views today

نور

د اسلامي حزب سرچینې وايي، حکمتیار له دوستم او محقق سره د انتخاباتي ټکټ پر سر موافقې ته رسېدلی

تاند- ویل کېږي چې ګلبدین حکمتیار د ملي غورځنګ له مشر جنرال عبدالرشید دوستم او د وحدت ګوند له مشر محمد محقق سره د ګډ انتخاباتي ټکټ پر سر په خبرو کې موافقې ته نژدې شوی دی. د اسلامي حزب سرچینې وايي چې حکمتیار له جنرال دوستم سره د وړمې ورځې په خبرو کې په…

1,904 total views, 1 views today

نور

امرالله صالح په داخله وزارت کې د نورو لیرې کول او د پنجشېریانو ګومارل پيل کړل

تاند – د کورنیو چارو له وزارت نه تازه راپورونه ښیي چې دغه وزارت ته معرفي شوي نوي سرپرست وزیر په یاد وزارت کې د قومي او سیمه ییزو تمایلاتو په اساس ګومارنې پیل کړي دي.‌ تاند ته په را رسېدلو خبرونو کې یاده شوې چې ښاغلي صالح یو شمېر پخواني کارمندان لیرې کړي او…

7,976 total views, 1 views today

نور

د ژبژغورنې ملي غورځنګ ته ولې پام نه اوړي؟

کال وړاندې یوه ډله بااحساسه ځوانان په دفاترو او ادارو کې د پښتو او دري دواړو رسمي ژبو د کارونې د انډول مسله په خواله رسنیو کې راپورته کړه او د یو نېټورک په توګه یې د عمل ډګر ته پدې راودانګل تر څو خپل انساني مسلم حق وغواړي. میاشت کیږي چې تر ۲۰ ولایاتو…

1,150 total views, 1 views today

نور

په کندهار کي علامه رشاد خپروندویه ټولني ۲ مهم کتابونه خپاره کړل

محمدابراهیم سپېڅلی ۱: (د زړه خواله ) دا کتاب د استاد عبدالرؤف بینوا لیکلی نثری اثر دی، چي درېیم وار په ښکلي صحافت په کندهارکي د علامه رشاد خپرندویه ټولني لخوا د زر ټوکو په تیراژ خپور سوی دی. دغه کتاب ۶۴ مخونه لري، چي د استاد بینوا ( ۲۱) نثرونه په ښکلي پښتۍ کي…

918 total views, no views today

نور

ناشوني، شوني کړئ | محی الدین دلیل

اوف هلکه، یو خو ته مدام په دې کار لګیا یې،دا خو زه درته وایم، ولله که یې شل کې. ځه ځه یاره، وايي اسونه ېې نالول،چونګښو هم پښې جګې کړې. جالبه نه ده، دا ډول خبرې حتما د هغو خلکو له خولې اورېدلی شو، چې فکر یې د ناشوني کلیمه منلې وي. که چېرې…

1,016 total views, no views today

نور

نوښت | عبدالجبار نومیال

نوښت قدم دی چي تاسو یې مخ پر وړاندي واخلي، نوښت هر هغه څه دي چي تاسو یې رامنځته کړئ. نو همیش زیار وباسئ چي یوڅه په نوې بڼه نړۍ ته وړاندي کړئ، یو انسان هغه وخت نوښتګر دی چي یوڅه په نوې او عصري ډول د خلکو د خدمت او استعمال دپاره وړاندي کړي.…

624 total views, no views today

نور