Categories

اعلان

Loading…

Monthly Archives: December 2018

د وزیرانو شورا نوبتي ناسته

د وزیرانو شورا نوبتي ناسته ( دوشنبه، د جدي 10مه، 1397) نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وشوه. په دې ناسته کې د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو لومړنیو خبرو کې د ملي دفاع او کورنیو چارو د سرپرست وزیرانو د ټاکلو او…

845 total views, 1 views today

نور

ټرمپ ولې له افغانستانه د خپلو سرتېرو پر ايستلو غور کوي؟

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې له نږدې دریو میاشتې راهیسې روانې دي. د دې خبرو په لړ کې د دواړو لورو استازو څو ورځې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې ګډه ناسته درلوده او دغې ناستې درې ورځې دوام وکړ. که څه هم د دغې…

869 total views, 1 views today

نور

د ولسي جرګې لخوا د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه د رایو په اکثریت تصویب شوه

د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودیجې سند نن د مرغومې میاشتې په ۱۰ مه نېټه په ولسي جرګه کې د خلکو محترمو استازو لخوا د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي په شتون کې د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.…

575 total views, 1 views today

نور

د سپوږمۍ شپه | نازو پسرلی

سپینه واوره د سپوږمۍ رڼا ته داسې ځلیده ته وا اصیل الماس چا په ځمکه شیندلي وي. زه وم، خوندوره تیاره او د اوبو د غاړې طبیعي ښکلا چې قدرت پرې لورولې وه. هغه اوبه چې د کال ډیره برخه شنې وي او پستې  پستې څپې یې په داسې ناز اوړي لکه په نیمه شپه…

893 total views, 1 views today

نور

خواږه نثرونه، ترخې خبرې | ډاکتر محب زغم

۲۰۱۱ جون كله كله سړى په انټرنټ كې داسې مقالې هم لولي، چې نثر يې خوږ؛ خو خبرې يې ترخې وي. قلم يې د پاخه ليكوال؛ خو مضمون يې د خام سړي وي. داسې مقالې چې ليكوال يې په  بل پسې بد رد وايي، نور په كې ښكنځي او د ځينو ادبي ټولنو په بيابۍ…

1,305 total views, 6 views today

نور

د عراق د کابینې غړې د داعش ملاتړې ثابته شوه

تاند- وروسته له دې چې د عراق پارلمان شیما الحیالي ته د پوهنې د وزیرې په توګه اعتمادرایه ورکړه، څرګنده شوه چې نوموړې له داعش سره کلک تار لري. د پارلمان له لوري د الحیالي له تاییده وروسته ګڼ شمېر عراقیانو په ټولنیزو رسنیو کې هغه اسناد او ودیویګانې خپرې کړې چې پر موصل ښار…

1,609 total views, 1 views today

نور

ارګ د انتخاباتو د ځنډېدو هرکلی وکړ، ملي ايتلاف یې مخالفت وکړ

تاند- د افغانستان حکومت د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو د پرېکړې هرکلی وکړ. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس عبدالبدیع صیاد پرون /یکشنبه/ اعلان وکړ چې له سیاسي ګوندونو او بېلابېلو خواوو سره له سلامشورو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ انتخابات به د حمل د…

1,302 total views, 2 views today

نور

ایران وايي، د طالبانو له پلاوي سره یې په تهران کې خبرې کړي

تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې هیواد یې پرون /یکشنبه/ د افغان طالبانو د یوه پلاوي کوربه و. د ایران د باندنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي نن /دوشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان په اړه یې سلامشورې پیل کړي او په دې لړ کې به ژر…

880 total views, 1 views today

نور