Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: November 27, 2018

اروپايي اتحادیې له افغانستان سره ۴۷۴ ملیون یورو مرسته اعلان کړه

تاند- اروپايي کمیسیون د سې شنبې په ورځ د دولت جوړولو، د عامه سیکتور د اصلاحاتو، روغتیا، عدالت، انتخاباتو او دغه راز د مهاجرت او بې ځایه کېدو په برخو کې له افغانستان سره د مرستې لپاره د ۴۷۴ ملیون یورو پکېج اعلان کړ. د اروپايي کمیسیون د نړیوالې همکارۍ او پرمختګ کمیشنر نیفین میمیکا…

1,060 total views, no views today

نور

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ۳ ولایتونو د ولسي جرګې ابتدايي پایلې اعلان کړې

تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن /سې شنبه/ د ۳ نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ا نتخاباتو ابتدايي پایلې علان کړې. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ريیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد له لوري په اعلان شوي لیست کې بیا هم د نویو او ځوانو څېرو شمېر ډېر ښکارېده. ښاغلي صیاد وویل چې سبا به…

4,179 total views, 2 views today

نور

په غزني کې د سړک د غاړې چاودنې ۶ امریکايي پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند- د امریکا پوځ او دفاع (پینتاګون) وزارت وايي، په افغانستان کې درې امریکايي پوځیان د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې وژل شوي دي. د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، دا درې تنه امریکايي پوځیان غزني ښار ته نژدې وژل شوي دي. واشنګټن ایګزمینر ورځپاڼې ویلي چې په دې پېښه…

781 total views, no views today

نور

ټولنيزه هوساينه | پوهاند محمد بشير دوديال

بیوزله خلک او بیوزله ټولنه، یعنې هغه خلک چې د ژوند حد اقل اړتیاوې هم ورته مهیا نه وي. له بیوزلي خلاص خلک، یعنې هغه خلک چې بیوزله نه وي. خوټولنيزه هوساينه یعنې هغه آپتیمم حالت چې د وګړو زیاتره مادی او معنوی ضرورتونه پوره وي. د هوسا ټولنو برخلاف؛ بیوزله ټولنی او بیوزله خلک…

1,651 total views, no views today

نور

د کورنیو چارو وزیر: د کابل د ګډوډیو په تړاو تر ۵۰ ډېر کسان نیول شوي

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، د کابل ښار د وروستیو دوو ورځو د مظاهرو په لړ کې د ګډوډیو او تاوتریخوالو په تړاو تر ۵۰ زیات کسان نیول شوي دي. ښاغلي برمک دا خبره نن /سې شنبه/ د مشرانو جرګې په غونډه کې وکړه. مشرانو جرګې د امنیتي اورګانونو…

1,906 total views, no views today

نور

د افغانستان په اړه د جینیوا نړیوال کنفرانس

د افغانستان په اړه د جینیوا نړیوال کنفرانس نن /سې شنبه/ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د ګڼو نورو هیوادونو د جګپوړو چارواکو په ګډون پرانیستل شو. په دې دوه ورځیني کنفرانس کې د افغانستان پر پرمختګ او اقتصاد تمرکز کېږي. دې کنفرانس ته د ولسمشر محمد اشرف غني وینا. 2,504 total views,…

2,504 total views, no views today

نور

درې هندي پولیس ۵۲ افغانانو ته د جعلي پاسپورټونو د ورکولو په تور ګوښه شول

تاند- په هند کې ۳ پولیس افسران، چې یو شمېر افغانانو ته یې د هند جعلي پاسپورټونه جوړ کړي وو، له دندې ګوښه شول. د هندي ورځپاڼو (ټایمز اف انډیا او ناف بهارت) د راپور له مخې، درې پولیس افسران په دې تورن شوي چې په ډیلي کې یې ۵۲ افغانانو ته د جعلي اسناد…

2,134 total views, 1 views today

نور

په کابل کې د یوې تروریستي پېښې مخه ونیول شوه

تاند- افغان امنیتي چارواکي وايي چې په پلازمېنه کابل کې یې د یوې لویې پېښې مخه نیولې ده. د کابل پولیسو نن /سې شنبه/ وویل، امنیتي ځواکونو تېر ماښام یوه سرګلوله کشف کړه چې له موبایل ټېلفون سره عیار شوې وه. پولیس وايي، دا سرګلوله یې د کابل ښار په عبدالحق څلورلاره کې د پولیسو…

1,004 total views, no views today

نور

۸