Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: August 10, 2018

په غزني کې د یوشمیر رسنیو د انټنونو سوځیدنه

طالبانو تیره شپه په غزني ولایت د خپلو بریدونو په جریان کې د ( ټلویزون تپې) پرسر د نصب شویو یوشمیر رسنیو انټنونه او خپرونکي وسایلو ته اور ورته کړی دی. له دې سره په غزني ولایت کې د هغو رسنیو نشرات ځنډیدلي چې انټنونه یې سوځول شوي دي.خو هغه رسنۍ چې له عادي انټنونو…

نور

د نذر درمان نوچَک غزليز نيالګی | عادل اڅکزی

د چمن په ادبي کهول کي نذر درمان هغه څوک وو چي په ماضي کي يې چا شعري ږغ ته چنداني غوږ نه نيوئ او نه هم شعر پېژاندو وګړو خاص د شاعرسړي په سترګه ورته کتل، دا ځکه چي د دۀ په شعري کرښو کي دم او ملهم له سره وجود نه درلود، په…

نور

طالبان دې د ټوپک له لارې ښارونو ته د ننوتلو هڅه نه کوي

سمیع عزیزي    تېره شپه زرګونو وسله والو طالبانو د غزني ښار د تصرف هڅه وکړه خو دا هڅه په دغه ولایت کې د میشتو ځواکونو لخوا شنډه شوه چې د امنیتي‌ بنسټونو د مالوماتو له مخې په پېښه کې د طالبانو ډلې سلګونه کورني او بهرني جنګیالي وژل شوي‌ او جسدونه يي‌ د ښار…

نور

د سولې ولسي حرکت ولي موثر نه وه؟ | بصیر عاصم‎

د ستونزو حل هغه وخت ممکن دی چې د ستونزو  لاملونو وپېژندل شي ، خو زموږ ستونزه داده چې د ستونزو په لاملونو ځانونه نه پوهوو ځکه خو هره ټولنیزه ناخواله د کمېدو پر ځای نوره هم غټیږي. دوې میاشتې مخکې د هلمنده د سولې ولسي حرکت په نامه د هلمنده بیا تر کابله  سوله…

نور

شرنګی/اجمل پسرلی

لاسونه یې د کوټ په جیبونو کې وو. د ښیښې له شا یې د رستورانت په منځ کې سړي ته کتل چې پیسې یې تر میز ټیټې نیولې وې، ګڼلې یې. یو ځل یې تر شلو حساب وکړ. بیا یې سر پورته کړ ګوته یې پر شونډو لمده کړه بیرته یې له سره ګوته تر…

نور

امنیتي ځواکونه په غزني کې د طالبانو د موندلو لپاره تلاشي کوي

دا خبر تازه کېږي: تاند- پر غزني ښار د طالبانو د تېرې شپې له حملو وروسته افغان امنیتي ځواکونو هغه سیمې تصفیه کړي چې په لومړیو ساعتونو کې د طالبانو لاس ته ورغلې وې. فرانس پریس خبري اژانس وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه، چې خاص ځواکونه هم پکې شامل دي، اوس په طالبانو پسې…

نور

هغه جین وپېژندل شو چې د سینې سرطان زېږوي

تاند- امریکايي څېړونکو یو نوی جین، چې د انسان د بدن له ساعت سره په ارتباط کې دی او د سینې د سرطاني تومور سبب کېږي، کشف کړی دی. د بدن ساعت، چې د ژوند ساعت یا بیالوژیکي ساعت یې هم بولي د بوټو او ژوو په کیمیايي، فزیولوجیکي پروسې کې یو تقریباً ۲۴ ساعته…

نور

تش تابوت | عبدالرووف لیوال

ناټو! اوس ورته ټینګه شه!   هغه مهال چې دسولې ولسی تحریک تش تابوت دناټوددفتر مخې ته کیښود ، دناټوددفترافغان کارکوونکو داسې نقل وکړ : ( کله چې ددې دفتر بهرنیو کارکونکوله دننه تابوت ولید ، نو په منډویې له انګړ نه پښې سپکې اوله ویرې هریو یې په یوه سوړه ننوت  اوشاید خپل پرتو ګونه…

نور