Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: June 6, 2018

د ننګرهار د چهارشنبې خبرونه

د ننګرهار محبس څخه ۱۳۱ تنه له بند څخه ازاد او د ۱۱۱ تنو د بند په موده کې کموالی راغی. د ولسمشر محمد اشرف غني د روان ۱۳۹۷ لمریزکال د لومړي ګڼه فرمان، چې د ثور ۸ مه د مجاهدینو د بریا ورځې په مناسبت صادر شوی وو، له مخې يې د ننګرهار محبس…

نور

د نړیوالتوب او پرمختګ پرلور د افغانستان نوی ګام

امېد حیران د خوښۍ ځای دی چې  افغانستان هم د نړیوال ډیجيټلي بدلون د کاروان په نوملړ کې خپل ځای ونیو. الکترونیکي تذکرې به ستاسو په ورځني  ژوند کې لوی بدلون راولي. الکترونیکي تذکرې د ملي هویت، سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات پرلور د هېواد پرمختګ لپاره خورا مهم ګام دی. الکترونيکي تذکرې د ښې…

نور

ځوانيمرګ کليوال | مجيد ژړاند 

تورې کوڅۍ يې پر دې هيله سپينې کړې، چې زامن به مې رالوی شي، د ګټې وټې به شي، خو نیابتي جګړې بیا کله زموږ پر شونډو خندا او خوښۍ لورېدلې ده، هر وخت يې زموږ خندا په سلګيو اوخوښۍ يې په غم بدله کړې ده. د يوې داسې کورنۍ ځلميان په ابدي خوب ويده…

نور

د ښونځیو تړل، د وطن او نوي نسل بربادول دي

پوهندوی آصف بهاند ښونځي بندول، نوی نسل له سواد او زدکړو محرومول، علم، تمدن او پوهې ته نه ویل، دا له ځان سره، له وطن سره، له نوي نسل سره او له ټول بشریت سره ستره جفا ده، ستر بشري جنایت دی. ټوپکي ډلو گواښ کړی دی چې د ننګرهار په جلال آباد ښار او…

نور

د طالبانو سیاسی نظریه | سید ابرار صمیمي

طالبان په خپلو بحثونو کې د سیاسي نظام د مشروعیت لپاره یو تصور لري چې دوی یې له دین سره تړي خو تصور یې په نهایت کې مبهم، غیرعملي او غیرعادلانه دی.  ولې مبهم دی؟ مبهم ځکه دی چې دوی مشروع نظام، اسلامي نظام بولي خو دې پوښتنې ته بیا واضح ځواب نلري چې کوم…

نور

افغانان، سیمه او نړۍ دې راروان ستر توپان ته ځانونه چمتو کړي

ودان روښان   تاریخ تکرارېږي، مصنوعي او په زور له نورو هېوادو راشکول شوې ټوټې یوه په بلې پسې بېلېږي. د پاکستان اوسنی حالت ټیک د  ۱۹۷۰ کال پای او د ۱۹۷۱ کال پیل ته ورته دی. کله چې په ۱۹۴۷ کال کې یوې دسیسې له مخې بنګیالان بیچاره ګان د مسلماني په جرم د پاکستان…

نور

له حکومته زموږ توقعات

جمشيد غزنيوال رعيت حکومتونه جوړوي، حکومتونه رعيتونه پالي. رعيت حکومت ته ټيکس ورکوي، حکومت خدمات ورته وړاندې کوي. رعيت د حکومت لپاره خام مواد، بشري قوه او د کادري فرصتونو د تحقق لپاره افراد ورکوي، دولت يې استعدادونه تقويه کوي. حکومت له رعيته لږ څه اخلي، ډېر څه ورکوي. دغه لږ څه د رعيت له…

نور

د علماوو فتوا؛ د افغان وژنې پلمه ختمه کړه

سمیع عزیز له څلورو لسیزو راهیسې افغانستان د ناکرارۍ لویې څپې ازمویلې، په دې زماني واټن کې واک یو پر بل پسې په زور او تشدد سره لاس په لاس شوی. په دې دورو کې هېڅ رژیم  ونشو کولای په ټول هېواد کې ډاډمنه کراري خوندي کړي او نه يې هم د راتلونکو نسلونو له‌پاره…

نور