Categories

اعلان

Loading…

Daily Archives: May 19, 2018

د پاکستان یو متقاعد ډګرجنرال په افغانستان کې وژل شوی

تاند- پاکستاني رسنیو نن /شنبه/ په افغانستان کې د پاکستان د پوځ د یوه پخواني چارواکي متقاعد ډګرجنرال شاهد عزیز د وژل کېدو خبر خپور کړ. د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې متقاعد ډګرچنرال عزیز د پاکستان د پوځي عملیاتو عمومي رييس او د ملي احتساب د ادارې د ريیس په توګه کار…

نور

په اروزګان کې د ملي اردو قوماندان وايي، د ملا هیبة الله له راتګ سره سره یې د طالبانو حملې ناکامه کړي

تاند- په اروزګان کې امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې یې د طالبانو وروستۍ حملې له دې سره سره ناکامې کړي چې له کوټې څخه د دې ډلې مشر د جګړې مشرۍ ته راغلی دی. وسله والو طالبانو په وروستیو څو ورځو کې د اروزګان پر چورې او خاص اروزګان…

نور

د هاملت ننداره د فرويديزم د يو لاسوند په توگه

م.اکبر کرگر فرويد د ادبي اثارو دشننې اوتفسير سره ډيره ليوالتيا درلوده. له هغې جملې د ((داستايوسکي اوپلار وژنه)) اثر يې يوه نمونه ده. همدارنگه د مارې بونابارت چى د ادگار الن پوه اثر دى يا د ليوناردو داوينچي دماشومتوب خوبونو سره تماس نيولي دى. همداراز يې د گويته د کوچنيولي خاطرات چې د شعر…

نور

دفاع وزیر د فراه جنګ د اوبو جنګ وباله

تاند- د افغانستان دفاع وزیر ډګرجنرال طارق شاه بهرامي د فراه په جګړه کې د ایران رول ته په اشارې پر دې ښار وروستی یرغل د اوبو جنګ وباله. د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت ريیس او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جان نیکلسن نن په یوه…

نور

رپا/ اجمل پسرلی

د ټکر له ځای سره تنکی ماښام له موټره ښکته شوه. شاوخوا پټي دي. ګیډۍ ګیډۍ ګلونه چې خلکو څو اونۍ مخکې دلته د دوو وژل شویو د ویر لپاره ایښي و مړاوې شوي. لس دولس کږې وږې سوځیدلې شمې هم د ګلانو له ډډ سره مړې پرتې دي. د ونې پوستکی اوښتی، ښایي بس…

نور

ښاغلی جنرال! څنگه جنرال راته وویل شول  

آصف بهاند   په افغانستان کې د دود نومونو له مخې، زه د خپلو زدکړو او عملي کار له مخې، یو ملکي شخص وم، نه نظامي. څنگه چې له ادبیاتو پوهنځي نه د لیسانس په کچه فارغ شوم، په روښان دارالمعلمین کې د ښوونکي په توگه ومنل شوم، بیا مې د څه مودې له پاره په…

نور

د جاپان يوه مرموزه نانځکه چې ويل کېږي د نجلۍ اروا پکې ننوتې

په جاپان کې په يوه مندر کې له لسګونو کالو راهسې يوه مرموزه ناوکۍ يا ناځکه اوسي چې د نجونو غوندې يې وېښتان غټېږي او خلک په دې باور دي چې د کومې ماشومې نجلۍ اروا پکې ننوتې ده. دغه نانځکه اوکايکو نومېږي او په ايواما زيما مندر کې ايښې ده. د سيمې خلک وايي،…

نور

الجزیره: طالبانو پرېکړه کړې چې نور به پر افغان امنیتي ځواکونو حملې نه کوي

تاند- د الجزیرې د راپور له مخې، طالبانو د فراه له ناکامو حملو وروسته اراده کړې چې نور به پر افغان دولتي ځواکونو حملې نه کوي او یوازې به پر امریکایانو او د هغو پر نورو بهرنیو متحدانو بریدونه کوي. الجزیره وايي چې طالبانو دا پرېکړه وروسته له دې کړې چې د فراه ښار د…

نور